د ټولګټو وزارت مسوولینو له تېرې اوونۍ راهیسې د وسپنۍ پټلۍ له لارې د ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالاتو له ثبتکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي دا انتقالات په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د ميزان تر ۳مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۰۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۵۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۷۷۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۷۹۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۰۴۱۷۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۹۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
یاد وزارت یو وار بیا ټینګار کړی، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

























































