لیکنه: ایمل پسرلی
د کافکا د خولې خبره مې کوم ځای لوستې وه ویل یې ٬٬ زه هغسې نه لوستل کېږم چې باید ولوستل شم،، شاید مطلب یې دا دی چې دی یو څه لیکي او خلک یې بل ډول تعبیروي. ارواښاد سلیمان لایق یو وخت راته ویلي و کره کتونکی چې په یوه اثر کې څه ویني خپله د شاعر یې شاید ورپام نه وي.
لوستونکی حق لري چې په خپاره شوي اثر کې هغه څه ومومي چې دی یا دا یې احساسوي، ضرور نه ده چې لیکوال یا لیکوالې دې کټ مټ همداسې څه غوښتې وي. البته داسې نه شي کېدای چې اثر دې تور یادوي او لوستونکی دې سپین پکې احساسوي. د خپل احساس لپاره باید لوستونکی استدلال ولري.
استاد اجمل ښکلي د یوه ځوان لیکوال، مطیع الله عزیزي، لنډه کیسه، منی، راولوروله. کیسې خوند راکړ، ګنې ماناوې پکې راښکاره شوې، لومړی به کیسه ولولو بیا به د کیسې په مانا او یوې خوندورې تېروتنې خبرې وکړو:
منی
د مني شپې دي. دقیقه نه پوهېږم نن څو شنبه وه، کومه میاشت ده؛ دومره پوهېږم، چې د دیارلسوه درېم کال د مني موسم دي. هوا سړه شوې، د ونو پاڼو هم رنګ اړولی. د پغمان د غرونو څوکې خو هغه تېره وریه( ورښت) کې سپینې ښکارېدلې. د خونې څراغ مو مړ دی. د شپې یوه بجه او دیرش دقیقې دي:
« یو، دوه دوه او دا یې هم دیارلسوه درېم کال»
مور به مې د مني موسم کې تر پسرلي ډېره هوسېده. مبارکیانې، دعاګانې، پوښتنې ټولې به یې ساتلې وې. په تمه به وه. کله به چې د ښوونځي کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې. په سبا به یې کش! مخ په وردګو و.
ښوونځي چې بند شول، د مور پلانونه هم ورسره ګډوډ شول. زه او مورچکي سلګۍ شپه او ورځ په کور وو؛ مورکه اوس هر وخت چې وغواړي هر ځای تللی شي. سلګۍ نو هاغه پخوانۍ نه ده، په نه خبر راسره ولټیږي. توبه، توبه! له مورکې او پاجک سره هم خوله ښوروي، نښاده ( ناښاده).
د مبایل رڼا به ټيټه کړم، سلګۍ بانه جنګ تهبانه لټوي، پوهېږم دې ته هم خوب نه ورځي، په ځای کې لټ په لټ اوړي. خو ماته وایي له خوبه مې مه باسه، جنګ په پیسو غواړي.
زما او د سلګۍ د خونې زېړ څراغ هر شپه وختي مړ وي. د لالا هر شپه تر ناوخته بل وي، د پوهنتون شل سلنه ازموینې یې پیل شوې دي.
پرون شپه دې بلا سلګۍ نیږدې له ډاره وژلې وم. نیمه شپه په ځای کې را کیناسته، په خوب کې تېزه تېزه غږېده. په خبرو یې نه پوهېدم. زما نوم یې څو ځلې تکرار کړ، لاس یې غورځول:
– سپوږمۍ، وګور، وګور په ریاضي کې مې پوره اخېستې…
– استاد، استاد، الله توبه، توبه..
څو چیغې ېې وکړې، بېرته داسې بې سېکه راپرېوته، لکه په جنګ کې چې شهیده شوې وي. ګڼ ویښتان یې په مخ ګډوډ پراته وو.پای
په لومړي نظر دې کیسې ماته دوه جلا خبرې درلودې چې دواړه له یو سره تړلې دي. د نجونو د ښوونځیو بندېدل او د مور د فراق له امله د تېر وخت په اړه احساس.
په کیسه کې لولو: ٬٬ ښوونځي چې بند شول، د مور پلانونه هم ورسره ګډوډ شول،، دغه جمله بیخي ښکاره راته وايي چې د ښوونځیو د بندېدو خبره ده او د هغې اغېزې پر دوو نجونو وینو. یو بل ځای لولو ٬٬ زه او مورچکي سلګۍ شپه او ورځ په کور وو،، دلته هم ښوونځي ته د نه تګ خبره ده او واضح کېږي چې دوې نجونې په کور کې ایسارې دي. د سلګۍ په اړه دا خبره ٬٬ جنګ په پیسو غواړي،، د ښوونځیو د بندېدو رواني اغېز راښيي. نو په دې حساب دا اټکل سم دی چې د مني کیسه د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د دوو په کور ایسارو نجونو رواني حالت راته انځوروي.
خو له دې کیسې بل مطلب هم ما واخیست. د مور فراق پر دوو نجونو اغېز کړی دی، دوی چې له ښوونځیو هم محرومه شوي، اوس په تېر وخت کې ایسارې پاتې دي.
٬٬ مورکه اوس هر وخت چې وغواړي هر ځای تللی شي،، هر ځای تللی شي مانا روح یې ازاد شوی، مرګ ته اشاره ده. یعنې د کیسې نجونې چې خپله ایسارې دي مور یادوي، د هغې ویر کوي او فکر کوي چې تر ژوند په مرګ کې ډېره ازادي لري. نو دا کیسه د دوو دردونو، د مور مړینه او د زده کړو بندېدلو، ګډ انځور ګڼلی شو. یا د تېر وخت ( مور) ازادي او د اوسني نسل( لوڼو) قید شوی ژوند وینو.
د دغې کیسې د وړاندې کولو لپاره چې کوم مکان، زمان او تصویرونه لیکوال انتخاب کړي وو زما لپاره ټول پر ځای او خوندور و. د کیسې نوم هم له دې ټولې فضا سره مرسته کړې ده. منی د پای، د ختمېدو، د زهېرېدو موسم دی. کیسه د نجونو د ژوند د بدلېدونکي حالت او درد خبره کوي، مړ څراغ د مور نشتوالي ته اشاره ده، شپه او سکوت دا ټول د انسان رواني حالات ، یوازیتوب او ګوښه والي راښيي.
د کیسې په پیل کې لولو :٬٬ د مني شپې دي. دقیقه نه پوهېږم نن څو شنبه وه، کومه میاشت ده؛ دومره پوهېږم، چې د دیارلسوه درېم کال د مني موسم دي. هوا سړه شوې، د ونو پاڼو هم رنګ اړولی. د پغمان د غرونو څوکې خو هغه تېره وریه( ورښت) کې سپینې ښکارېدلې. د خونې څراغ مو مړ دی. د شپې یوه بجه او دیرش دقیقې دي: یو، دوه دوه او دا یې هم دیارلسوه درېم کال،،
د مني شپې اوږدې وي، یعنې خورا اوږد ځورونکی وخت دی . دا چې په دقیق وخت نه پوهېږي، دا هم د ذهني ګډوډ حالت ښکارندویي کوي. شمېرې بیا ټولې طاق راغلي دي، یوه بجه او دیرش دقیقې ، دا د شپې منځ دی، یوازیتوب، زړه تنګۍ ته اشاره ده. ۱۳۰۳ کال ، په ۱۵ مه هجري شمسي پېړۍ کې د څوارلسمې یادول باید بله مانا ولري. راوي په پیل کې راته وايي ٬٬ دقیق نه پوهېږم نن څو شنبه وه، کومه میاشت ده؛ دومره پوهېږم، چې د دیارلسوه درېم کال د مني موسم دي.،،
لیکوال مو وار له واره پوهوي چې په دقیق وخت نه پوهېږي نو د دقت تمه مه لرئ. نو سل کاله پخوا یادول شاید استعاره یا هم مبالغه وي. شاید د بایللو ارزښتونو د یادولو لپاره کارېدلی وي، نه د واقعي نېټې لپاره. ۱۳۰۳ کال د امان الله خان واکمني وه، چې د نجونو د زده کړو پیل وو، د ۱۳۰۳ منی یعنې د اماني فکر د پای وخت. د خوشبختۍ د ښېرازۍ دوره پای ته رسېدلې ده، خو دغه خبره داسې راته وایي چې د امان الله خان دورې ته اشاره کوي، دقیق یې هم نه یادوي ، طاق کال یې یادوي، ۱۳۰۴ ، ۱۳۰۶ یا ۱۳۰۸ نه وايي ۱۳۰۳ یې یادوي، طاق والی یې خپل ارزښت لري چې د ټولې کیسې له فضا سره تړلی.
له دغه ټول فکر او ګومان وروسته خبر شوم چې لیکوال په نېټه کې تېروتلی و غوښتل یې ۱۴۰۳ ولیکي خو ټایپي تېروتنه ترې شوې ۱۳۰۳ یې لیکلي دي. له دې خبرېدا وروسته د کال یادونې یې زما لپاره هنري ارزښت له لاسه ورکړ. خو نورې کیسې خپل خوند درلود. شاید رښتیا وي چې ښکلې تېروتنه، تر بې خونده واقعیت خوندوره وي.

























































