د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هرات په «شینډنډ» ولسوالۍ کې د یو چکډېم له جوړېدو خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چکډېم د ۵٫۵ میلیون افغانیو په لګښت په شینډنډ ولسوالۍ کې جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چکډېم به د باراني اوبو په کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړېدو کې مهم رول ولري.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو ورته کوچني بندونه او چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي وو.

























































