د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ادبي بهیر «ارغوان» لسمه ناسته تر سره شوه، چې پر لنډه کیسه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه.
دا ادبي ناسته د قاري رحمت الله عارفي له خوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د غونډې د وینا وحیدالله احمدي له خوا امیر محمد مبارز د تېرې ناستې راپور وړاندې کولو ته را وبلل شو.
له معمول سره سم د پښتو څانګې استاد او د فرهنګي کمېټې مسوول پوهندوی ګل رحمن رحماني د لنډې کیسې د عناصرو په تړاو لکچر ته راوبلل شو.
وروسته د دویم ټولګي زده کوونکي شهرت رحیمي خپله نثري لیکنه وړاندې کړه او ورپسې کره کتنه پیل شوه چې د څلورم ټولګي د محصل احسان الله قاسمي پر لنډه کیسه « درې میاشتې ژوند» کره کتنه پیل شوه، لومړۍ لیکوال خپله کیسه وړاندې کړې او وروسته ورباندې ګډونوالو خپل نظرونه او نقدونه وړاندې کړل.
د غونډې د ارزونې لپاره د پښتو څانګې مشر پوهنمل نصرت الله نصرت را وغوښتل شو، نوموړي د تخلیقي ادبیات پر اړتیاوو او لارو خبرې وکړې، غونډه یې مثبت و ارزوله په دعایه سره یې پای ته ورسوله.
د ارغوان ادبي بهیر ناستې په هرو لسو ورځو کې تر سره کېږي چې د ادبیاتو پوهنځي د محصلانو تر څنګ په کې د ادب نورو مینه وال هم ګډون کوي.

























































