ژباړه: حامد بهیر
افغانستان د ازادۍ د جګړې په مهال یو داسې هیواد و، چې د احمد شاه بابا او د هغه د زامنو له نیمایي قلمرو نه چې هغوی ورباندې حکومت کاوه کم وو. انګلیسیانو چې کله دغه اوازه واورېدله، چې فرانسه د زمان شاه سره په یوالي غواړي چې په هند باندې حمله وکړي، نو تر پښو لاندې یې ځمکې اور واخیست او په دې موخه باندې راووتل چې تر څو زمان شاه ناکام کړي. د زمان شه په وړاندې د انکلیسیانو توطیې ددې لامل شوې چې تر څو زمان شاه افغانستان له جنګ پرته ایران ته پریږدي.
ددې په تعقیب باندې انګلیسیانو په ۱۹۰۱ کال کې په ایران کې یوهوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په هغه کې د انګلیس ملګري او دښمنان، د ایران ملګري او دښمنان وبلل شول. په دې هوکړه لیک کې دا هم لیکل شوي وو چې کله افغانستان وغواړي په هند باندې حمله وکړي نو ایران به یې هم په وړاندې دریږي. همدارنګه انګلیسیان په ۱۸۰۹ کال د پنجاب په زمامدار رنجیت سینګ هم فشارونه ور زیات کړل او هغه یې دې ته مجبوره کړ چې هغه هم له انګلیس سره په یوه هوکړه لیک کې، چې ور سره لاسلیک یې کړ او دا هوکړه یې وکړه چې د انګلیس دوست او دښمن خپل دوست او دښمن وبولي او د انګلیس له مشورې پرته له هېڅ هېواد سره هم سیاسي اړیکه ټینګه نه کړي.
په ۱۸۱۸ کال په افغانستان کې یوه بوږنونکې پېښه رامنځ ته شوه، چې دا يېښه ددې سبب شوه چې د افغانستان د دوو دوراني قبیلو ترمنځ دښمني رامنځ ته شي. دا پېښه د وزیر فتح خان په بې رحمانه ډول باندې وژل و د شاه محمود د زمان شاه د ورور په لاس باندې. ددې پېښې او د دورانیو ترمنځ له اختلاف نه رنجیت سنک استفاده وکړه، پېښور یې له حملې نه ورسته تر خپلې ولکې لاندې راوست(۱۸۱۸).
د وزیر فتح خان مشر ورور سردار اعظیم خان له کابل نه د رنجیت سنګ مقابلې ته ورغی خو کومه نتیجه یې تر لاسه نه کړه او بېرته کابل ته راستون شو. یو کال وروسته د کشمیر ایالت د پنجابیانو په و سیله ونیول شو او له افغانستان نه جلا شو.
وروسته شاه جهان د کابل د سلطنت تخت ته د رسېدلو لپاره، د مثلث معاهده له میګناټن د انګلیس استازی او رنجیت سنګ سره په افغانستان باندې د حملې لپاره لاسلیک کړه. د شاه شجاع د معاهدې له مخې د کشمیر، يېښور، ملتان، دیره جات او نور یې سکهانو ته ورکړې او سکهانو چې دا سیمې یې تر ولکې لاندې وې د تل له پاره له افغانستان نه نه جلا او په خپلو منګولو کې یې ونیولې.
په منځنۍ اسیا کې د روس او انګلیس د استعماري سیالیو په دوام، په منځنۍ اسیا کې ایران او افغانستان په ۱۸۶۷ د نظامي قطعاتو په مرسته باندې کرمان او نیمه سیستان دهغه ایالت نه ونیول او کله چې امیر شیر علي خان ایران په جنګ باندې تهدید کړ، انګلیس نیم سیستان ایران ته ورکړ(۱۸۷۲)
په ۱۸۷۸کال د انګلیس د دوهم ځلي حملې په پایله کې نه یوازې چې هیواد مرکزي حکومت له لاسه ورکړ او ګډوډ شو، بلکې د ګندمک د پرېکړې په اساس په ۱۸۷۸۹ کال، د سیبی، پشین، کرمان، سوات، باجوړ، چترال، باشګل د انګلیس په لاس کې همداسې پاتې شوې. او د نومبر ۱۸۹۳ په هوکړه لیک کې امیر عبدالرحمان خان د ګندمک د معاهدې په پیل سره سوات، باجوړ، چترال، وزیرستان، چمن، کوېټه هم په انګلیس باندې اړوندې شوي.
روسانو دا فکر کاوه چې انګلیسان له دوی نه مخکې دي، په ۱۸۸۴ کال کې یې د خپلو ځواکونو په مرسته مروه، سرخس، پل خاتون او قزل تیپه اشغال کړل. څنګه چې امیر عبدالرحمن خان په داخلي شخړو باندې مصرفه وو، روسانو یو ځل بیا حرکت وکړ او په ۱۸۸۵ کال کې یې پنجده، اق تپه، چمن بید، او په چشمه سلیم باندې یې حملې وکړې او هغه سیمې یې په تزاري امپراتورۍ پورې اړوندې کړې. او په وروسته کلونو کې یې د روشان او شغنان د پامیر په ارتفاعاتو کې اشغال کړې.
په دې سربیره که د افغانستان دغه دلاسه وتلې سیمې سره یو ځای کړو، نو وویلای شو چې د افغانستاد ازادۍ د جنګ په مهال د احمدشاه او تیمور شاه دوراني د واکمنۍ د نیمایي برخې نه کم افغانستان یو ځای کړو.
نو دا ادعا څنګه توجیه کړو چې افغانستان تل ازاد و او د بهرنیانو تر ولکې لاندې نه و. په داسې حال کې چې په پرله پسې ډول یې خپلې برخې د لاسه ورکولې او د سیاسي امنیت نه برخمن نه و. هغه څه چې د افغانستان امیرانو د۱۹ پېړۍ په شاوخو او تر ۱۹۱۹ کاله پورې د حکومت له پاره کول د نیمه خپلواکۍ په ډول وو. په ځانګړي ډول په افغانستان باندې د انګلیس له دوهم یرغل نه وروسته په عملي ډول د خپلې بهرنۍ ازادۍ نه بې برخې شوی وو او د هېځ خارجي هېواد سره یې د سیاسي او فرهنګي اړیکو حق نه درلود.
« او داسې و چې په ۱۹۱۹م کال د ملتونو د ویښتیا سره سم، د غیرتي ملت زوی، شاه امان الله خان میدان ته راځي. د یو ویجاړ، فقرځپلي او زخمي افغانستان له پاره مبارزه کوي. هغه نړۍوالو ته اعلان وکړ چې نور افغانستان ددې تحمل نه لري چې نور ملکونه یې په داخلي سیاست کې لاسوهنه وکړي. ددې هیلې د پوره کولو له پاره يې د افغانستان- انګلیس دوهم جنګ وګاټه. یو باعزته جنګ چې د خپل حق د اخیستلو له پاره و. او په پای کې یې د زمري په ۲۸ مه ۱۲۹۲ لمریز کال، له وینې تویولو، چیغو وهلواو ویښېدلو نه وروسته افغانستان خپله ازادي بېرته اخلي او د «د خپلواکۍ بېرته اخیستل» زموږ په تاریخ کې یوه روښانه او ځلیدنکې جمله شوه. ځکه هغه څه چې په زور باندې اخیستلو شوي وو، اوس په ویاړ او په جنګ بېرته لاس ته راغلي وو.