د هرات ځایي مسوولین وایي، چې په یاد ولایت کې د اووه میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې د وسپنې ویلېکولو فابریکې فعالیت پیل کړی دی.
د مسوولینو په وینا چې دا فابریکه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنه میلګرد تولید ظرفیت لري او ۱۵۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د هرات والي، مولانا نوراحمد اسلامجار د دې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې ځايي اداره د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کوي او د کورني تولیداتو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.
د یادولو ده چې دا په هرات ولایت کې د وسپنې ویلې کولو څلورمه فابریکه ده چې تازه یې خپل فعالیت پیل کړی دی.























































