حمیدالله حمیدي
د محمد امین جومات د لبنان په مرکز بېروت ښار کې د شهدا میدان ته نېږدې موقعیت لري، چې تر ډېره یې لمونځ کوونکي اهل سنت دي. دغه جومات د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونوو ترمنځ جوړ شوی دی.
د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر مشرانو، سیاستمدارانو او زرګونه لبناني وګړو ګډون کړی و. د محمد امین جومات اصلي بنسټ اېښودونکی د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق حریري و، چې د همدې جومات په څنګ کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د جومات معمار (عزمي فاخوري) د عثمانیانو د دورې ودانیز طرز ته په کتو د جومات ګنبده شنه (فېروزیي) رنګ کړې ده، چې له همدې کبله جومات تر ډېره د سلطان احمد جومات ته، چې د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري ورته ښکاري. د محمد امین جومات څلور لوړې منارې دوه لویې او دوه کوچنۍ ګنبدې لري.
دغه جومات په لبنان کې تر ټولو لوی او ښکلي جومات بلل کېږي. د نارینه و او ښځینه و لپاره پکې د لمانځه ځایونه بېل بېل دی. په کلني ډول پر مسلمانانو سربېره ګڼ شمېر غیر مسلمان خلک له دغه جومات څخه لیدنه کوي. کتابتون، د اسلامي غونډو تالار او د قران کریم د زده کړې مرکز یې اړوند ملحقات دي. د جومات شاوخوا ودانیزې چارې لا هم روانې دي.