استاد ګل رحمن رحماني
په اوسني عصر کې د ساینس او ټکنالوژۍ بې ساري پرمختګ په ځانګړي ډول د مصنوعي هوښ پر مټ د رامنځته شوو ټکنالوژیکو نوښتونو بې ساري ستاینې روانې دي، دې ته د انسان په ژوند او معاملاتو کې د یوه بې ساري پرمختګ او بنسټيزې اسانتیا په سترګه کټل کېږي، ځکه چې له بشري قوې پرته کارونه په ډېر منظم ډول د وخت اعظمي سپما ته په پام سره مخته وړي، بلکې له انساني هوښ یې هم ښه تر سره کوي، په ډېرو کارځایونو او دفترونو کې د انسانانو ځای ماشیني کارکوونکو یا روباټونو نیولی دی، دا ښايي له ټکنالوژۍ سره د تړلي کس او انجینر لپاره په زړه پورې وي، خو ایا د یوه ادیب او لیکوال لپاره به هم دا یو پرمختګ او د انسان په ژوند کې تخنیکي اسانتیاوې؟
ددې تر څنګ په اوسني عصر کې سیاسي ژبه، اوښتونونه او دریځونه هم د سیاست له دودیزو کړنلارو سره له یوې مخې متفاوت شوي دي، یو ولسمشر چې په حقیقت کې د نړۍ د ټولو جګړو تر شا دی، سیاسي او مالي ملاتړ یې کوي، د پردې بل اړخ ته ځان د سولې نوبل مستحق ګڼي، په اقتصادي او پوځي لحاظ د غښتلو هېوادونو مشران حتی د سولې او پخلاینې یا ټولنیز اتصال په کنفرانسونو کې هم د ګواښنې او جګړې ژبه کاروي، په داسې حال کې چې د اټومي یا کېمیاوي وسلو ګواښ او بازار ګرم دی، د غزې ښار کنډوالې مو په ذهن کې دي او رسنۍ هم د هغوی د سیاستونو تر سیوري لاندې فرمایشي او اړخیز راپور ورکوي؛ په داسې یوه حالت کې به د ادیب او لیکوال نظر هم د سیاستوالو او د یو ویشتمې پېړۍ د سیاست ملاتړ وکړي؟
سږ کال (۲۰۲۵ز) د نوبل کمېټې د خپلو کلنیو جایزو په لړ کې د ادبیاتو نوبل جایزه داسې یوه لیکوال ته ځانګړې کړې وه چې په اثارو کې پر همدې دوو موضوعاتو ژور نقد لري، بلکې د یوه داسې مضطرب ذهن لرونکی ادیب دی چې په اصطلاح د «اخر الزمان» عصر اندېښنې او پر وړاندې یې د انسان د هویت خطر په ماهرانه ډول انځور کړی دی، مجارستاني لیکوال لاسلو کراسنا هورکايي یادوم، چې د ۲۰۲۵ کال د ادبیاتو نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو. نوموړی د ختیځې اروپا د یوه استازي او پېژندل شوي لیکوال په توګه مطرح دی، خو په نړیواله کچه دومره ادبي شهرت نه لري او که یې په تړاو په شرقي هېوادونو کې ځينې څېړنې، سپړنې او ژباړې هم موجودې وي، تاریخ ته په پام سره نوموړي ته ددې جایزې له اعلان وروسته خپرې شوې دي.
کراسنا هورکايي څوک دی؟
کراسنا هورکايي په ۱۹۵۴ کال کې مجارستان کې زېږېدلی او اسمهال ۷۱ کلن دی.دی د پوسټ مډرنېستي ادبیاتو تر ټولو مخکښ ژوندی لیکوال ګڼل کېږي. په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی، د نوموړي پلار حقوق پوه او وکیل و، مور یې د ټولنیزو خدمتونو په یوه اداره کې کار کاوه، خو په کوچنیوالي کې ورڅخه دا حقیقت پټ ساتل شوی و او په ۱۱ کلنۍ کې ورته خپل دین وښودل شو. په لومړیو کې یې له پلرني مسلک سره مینه درلوده، د قانون او حقوقي موضوعاتو مطالعات یې کول، خو د پوهنتون پر مهال یې د بشري علومو پوهنځي کې د مجارستاني ژبې او ادبیاتو مطالعې ته مخه کړه او لیکنې یې وکړې.
له فراغت وروسته یې لومړۍ دنده هم د مستند جوړونکي په توګه پیل کړه چې له ادبیاتو سره یې تړاو درلود. ددې لپاره یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، چې له دې ډلې د مغلستان او چین سفرونه ورته مهم وو او دده په اثارو کې یې انعکاس موندلی دی. د مستند جوړونکي په توګه بېلابېلو سیمو او هېوادونو ته سفرونو نوموړی د یوه ځیرک لیکوال په توګه له سوژو او موضوعاتو سره هم مخامخ کړی دی، په ځانګړي دول د سیاست، ټکنالوژۍ او د سیمه ییزو ارزښتونو په پرځېدو کې د واکمنو او مشرانو هغه رول چې د ټولنیزې پاشل کېدنې سبب ګرځي؛ نوموړی یې په کښنه کې د یوه منفرد سبک لرونکی لیکوال دنیا ته نږدې کړی دی.
اثار او سبکي ځانګړنې
د سبک په لحاظ هورکايي ته د «اخرالزماني» سبک پیرو ویل شوی دی. له اخرالزمان فضا یا چاپېریال څخه د لیکوال هدف څه دی؟ ځکه هورکايي په بیا بیا داسې صحنې انځور کړی لکه بم چې را پرېوتی وي، هر څه وران وي، بشر د زوال پر محور ولاړ او فضا له ناهیلۍ ډکه وي، چې دا له انساني واقعي ژوند سره زموږ اړیکه کمزورې کوي. یو څه به یې د ځواب په اړه د هغه د نظریاتو په رڼا کې وړاندې کړو: لیکوال د ټولنیز ناورین یا د ټولنیز ژوند څخه انفرادي نړۍ ته تګ، چې نن ورسره نړۍ مخ ده، د یوې ټولنېزې ستونزې او ټولنیز سقوط په سترګه ګوري. د Apocalyptic or post-apocalyptic اصطلاح هغو ادبي او هنري اثارو ته کارېدل چې د نړۍ د ورانۍ، ټولنیز زوال، طبیعي ناورین، جګړو او معنوي سقوط لپاره کارېږي، یا د داسې پېښو څخه وروسته د نړۍ حالت انځوروي، په ادبیاتو کې دا انځور واکمنو ته ور یادوي چې انسان، ټولنه، اخلاق، ارزښتونه، سیاست، عقیده او تمدن له سختو ازموینو سره مخ دي، په داسې حالت کې باید د انسان حالت او بېوسي هېره نه شي. ښايي د همدې موخې لپاره به هورکايي په خپلو اثارو کې داسې تیاره فضا انځوروي چې کرکټرونه یې له یوازېوالي، ډار، اخلاقي لانجو، بې ثباتۍ او ګډوډۍ سره مخامخ وي، فکر کوي چې ننۍ نړۍ د ټکنالوژۍ او سیاست په سبب له پای سره مخ ده، انسان بې وسه او یوازې پاتې دی.
لکه مخکې چې یادونه وشوه، نوموړی لیکوال یوه زیاته موده له مستند جوړونې او سیمنا یا فلمي نړۍ سره د لیکوال او چلوونکي په توګه پاتې شوی دی، یا په بله اصطلاح د ننداریزو ادبیاتو په دنیا کې یې مزل کړی دی، خو ښايي دا د فلم صنعت او سینما ګرانو د فعالیت پایله وي، ځکه دده تر ټولو مشهور Satantango یا «له شیطان سره نڅا» د غوره صحنو او مکالمو لرلو په سبب د سینما د متخصصانو د پام وګړ وګرځېده، چې پر بنسټ یې په ۱۹۹۴ کال کې د بلاتار سینمايي شاهکار رامنځته شو او په ۲۰۱۵ کال کې من بوکر نړیواله جایزه هم ورکړل شوه. دا ښايي لومړی هڅه وي چې په نړیوالو ادبیاتو کې یې د هغه ځای تثبیت کړ، ورسره نوموړی د ختیځې اروپا د یوه استازي او تجربي سبکونو ته د ژمن لیکوال په توګه وپېژندل شو. په دې داستاني اثر کې د مجارستان په یوه لرې پرته سیمه کې د ټولنې د پاشلو ناورین انځور شوی دی، د ګڼو ټولنو لیکوالو د ژباړې له لارې هم خپلو لوستونکو ته لېږدولی دی.
بل مهم اثر یې هم (The melancholy of resistance) دی چې د ټولنیزې پاشل کېدنې هنري تصویر وړاندې کوي. په همدې ډول (war and war) یا جګړه او جګړه یې بل مهم رومان دی چې د سفر، فلسفې او روایت بریدونه یې په کې مات او ګډ کړي دي.
د نوموړي لیکنی سبک خورا اوږد، نفس نیوونکی او ستړی کوونکی دی چې په دودیز ډول پراګراف بندۍ ته ډېره پاملرنه نه کوي، نثر ته په بې وقفې ډول داسې جملې ور زیاتوي چې لوستونکی یې د پراګراف او لیکنښو پر ځای متني موسیقي ته ځیر شي. دده د شهرت او ادبي اغېز یو مهم لامل په ختیځه اروپا کې د معاصر اضطراب او بربنډ لیکنه ده، د تمدن د پاشنې کره او تیاره ستاینه کوي. هغه اثر چې دی یې د لیکوالو په ټولنه کې زیات مطرح کړ.
دده د سبک تر ټولو مهمه ځانګړنه پر تمدن او معاصر فرهنګ ژور نقد دی، چې کېدی شي ټولنیز نقد ورته ووایو، هغه چې د واکمنانو او له فرهنګ سره د تړلو یا مسوولو اشخاصو ډېر نه خوښېږي، په ځانګړي ډول اروپا کې چې ځانونه د اوسني نړیوال فرهنګ او پرمختګ تر ټولو مخکښان او مهذب خلک بولي. د هورکای ددغه نقد ضمني اړخونه دا دي:
- په مډرنه دنیا کې د بشر پر وضعیت نیوکه، دی باور لري چې سیاستوال او د ټکنالوژۍ رامنځته کوونکي د بشر وضعیت په پام کې نه نیسي او دا یې هېر دی چې دوی یوه داسې بشري ناورین ته لاره هواروي چې خپله هم د زیانمنو په ډوبېدونکې بېړۍ کې سپاره دي، یوازې بشر ته خپل غرور او مقام ښيي، خو د ژغورنې او خپل طبیعي حالت ته د ستونې کوم فکر ورسره نشته.
- اخلاقي سقوط یا برېوتنه یې بل مهم اړخ دی، ځکه چې ننی انسان د ماشیني کېدو خواته روان دی، ماشینونه له اخلاقو، عواطفو او خواخوږۍ محروم وي، یوازې د ګټو او کار لپاره ژوند کوي، ځکه خو اړینه ده چې اخلاقي ارزښتونه وساتل شي، اخلاقي سقوط په حقیقت کې د انساني شخصیت د پرځېدو ننداره ده.
- د پردېتوب احساس یې بل اړخ دی، دی باور لري چې سیاست او ټکنالوژۍ به نړۍ په یوه نړیوال کلي بدله کړې وي، خو له یو او بل یې شناخت یا معرفت اخیستی دی، هغه کلی څه مانا لري چې وګړي یې په کې د پردیتوب احساس کوي، یو بل نه پېژني او راشه درشه نه لري چې دا هم یو نړیوال ناورین دی، بلکې هر څوک د خپلو ګټو تر بریده معرفت او ملګري کوي.
- د ژوند بې مانا والی هم ددې نقد یوه برخه ده، ځکه چې ژوند په داسې حالاتو کې په ډېرو انسانانو بوج دی، ښايي د لیکوال اندېښنه هم په اروپا کې د یو شمېر هېوادونو له لوري د ځان وژنې هغو ماشینونو ته جواز ورکړه وي چې له ژونده ناهیلو وګړو ته اجازه ورکوي چې له محکمې څخه د جواز تر لاسه کولو له لارې ځان په دغه نایتروجني ماشین کې بند او له په څو دقیقو کې ومري، تر څنګ یې بله اندېښنه هم د ژوند مادي کېدو او له معنوياتو د پردېتوب په سبب ده چې د لیکوال په اند یې ژوند بې مانا کړی دی.
د ادبیاتو نوې تجربې: کراسنا هورکايي وايي چې هڅه کوي د ادبیاتو په برخه کې د نوو تجربو استازولي وکړي، له نوي ژوند سره جوړه قدم واخلي او د ادبیاتو پخوانۍ تېوري ګانې د ادبیاتو په نوې دنیا کې هغسې نه شي تطبیق کېدلی چې تیوري رامنځته کوونکي یې هیله لري، ځکه چې د اوسني او پخواني ادیب د ژوند چاپېریال او شرایط توپیر لري، که ادبیاتو ته د ټولنیزو تجربو د انعکاس او هندارې په سترګه ګورو، بیا اړینه ده چې ادبیات په خپله زمانه کې له نوو تجربو سره مطرح شي.
متني موسیقي: ددغه لیکنی سبک له اوږدو جملو څخه ډک دی چې کره کتونکي یې ستړي کوونکي بولي او عام لوستونکی یې ښايي مفاهیم په اسانۍ سره خپل ذهن کې زېرمه نه شي کړلی، خو ددغه د سبک څېړونکي وايي چې دی غواړي له دې لارې په متن کې د متني موسیقي لپاره زمینه مساعده کړي، د لنډو جملو او لیکنښو په کارونې سره ددې موسیقي تون او تسلسل ته زیان رسېږي او د مفاهیمو په رسونه کې هم وقفه راځي، ځکه د متني موسیقي لپاره ازاد چاپېریال اړین دی.
پر هورکايي شوې نیوکې
پر هورکايي ډېرې ادبي نیوکې هم شوې، حتی د ختيځې اروپا او د هغه هېوادوالو لیکوالو هم دده اثار او نظریات نقد کړي دي چې ځینې مهم ټکي یې په لاندې ډول وړاندې کوو:
ناهیلي پنځول: له ادیب او لیکوال نه خو معمولا توقع دا وي چې خلک ژوند او هیلو ته را وبولي، خو دی یو ناهیلی لیکوال دی، د وروستۍ زمانې خبرې کوي، لکه دنیا چې نور ختمېدو ته نږدې وي، کار او زیار، زده کړه او ژوند کول بې ګټې وي، دی د یوه مضطرب او پرېښانه ذهن خاوند دی، ځکه خو نورو لوستونکو ته هم ناهیلي لېږدوي او ناهیلي وګړي د ټولنې د وروسته پاتې کېدو سبب ګرځي.
کمزوري پلاټونه: لیکوال په خپلو داستاني اثارو کې د پلاټ غځونې داستاني اصولو ته ډېره پاملرنه نه کوي، غوره داستاني اثار پر پیاوړو او روښانه پلاټونو ولاړ وي، خو دده پلاټونه ډېر کمزوري دي، خطي او کرکټر محوره نه دي، د کرکټر پر وده یې تمرکز نه دی کړی، لوستونکی تر پایه با خبره نه شي ساتلی، منطقي غځونې ته یې پام نه کوي چې د لیکوال دا بې پروايي یا ناپامي د هغه د اثارو د بې خوندۍ سبب ګرځېدلې ده.
د عامو لوستونکو پر ځای پر اکاډمیکو اشخاصو او ادبي کړیو تمرکز (elitism): کیسې او داستانونه د عامو وګړو او خلکو په منځ کې پنځول کېږي، ولس هغه کیسې غواړي چې لوبونکي یا کرکټرونه یې خپله همدوی وي، خو هورکايي یو څه تشریفاتي کار کړی دی او تر ډېره پر خپلو هم مسلکو او لوستو کسانو او کړیو تمرکز کړی دی چې دې اړخ یې لوستونکي ورڅخه څه ناڅه بېزاره کړي.
د ښځو رول ته کمه پاملرنه: سره له دې چې اروپا د ښځو د ملاتړ او د هغوی حقونو ته په پاملرنه کې نوم لري، خو هورکايي په خپلو اثارو کې د نارینه ذهنیت خاوند دی، د ښځو رول ته یې زیاته پاملرنه نه ده کړې او که پام یې هم کړی دی، نیوکه او منفي اړخ لرونکی دی، په همدې سبب هغه د ښځینه لوستونکو په منځ کې اوچت ځای نه لري، حال دا چې ښځې د ټولنې نیمايي برخه ده او د دوی له شتون پرته هره کیسه یو اړخیزه او نیمګړې ښکاري، همدې ټکي د هغه په داستانونو کې د مینې پر نقش هم تور سیوری غوړولی دی.
ټکنالوژیکه تباهي او سیاسي سقوط: لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دی ټکنالوژۍ ته د یوه پرمختګ او لاسته راوړنې په سترګه نه ګوري، بلکې د بشر د تباهۍ وسیله یې ګڼي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې سیاستوال یې هم ملګري شي، ځکه چې ټکنالوژۍ او سیاستوالو نړۍ له سقوط سره مخامخ کړې ده، حال دا چې ټکنالوژي ګڼ مثبت اړخونه لري او د سیاستوالو له مالي او تخنیکي ملاتړ پرته یې پرمختګ هم نا ممکن دی.
اوږدې او ستړې کوونکې جملې: هغه لوستونکی چې د منظم متن له لوستنې سره اشنا وي، یو عمر د لیکنښو او پراګراف پېژندنې روزنه ورکړل شوې وي، له یوه داسې متن سره د مخامخ کېدو پر مهال ستړي کېږي چې حتی ټول اثر په یوه پراګراف کې راغلی وي، لیکنښې او وقفه ونه لري، له اوږدو او ستومانوونکو جملو څخه جوړ وي.
فلسفي بدبیني او اضطراب: هورکايي د خپل فلسفي ژور لید او بد بینیو یا شکونو په سبب په ختیځه اروپا کې د خپلې زمانې کافکا بلل شوی دی، دی لوستونکو ته شک او بد بیني ورکوي، مضطرب ذهن لري او دا ضطراب یې د لوستونکي ذهني استقرار هم لوټي او په یوه مضطرب او شکمن وګړي یې بدلوي، خو لکه وړاندې چې یادونه وشوه، موافقین کره کتونکي یې د هغه سبکي ځانګړنه بولي.
د شخصیتونو پر ذهنیت تمرکز لرل: هغه کره کتونکي چې ارواپوهنیز لید لري پر نوموړي نیوکه کوي چې
درون نګر نثر لیکي، د شخصیتونو بیروني جوړښت او د شخصیت ارواپوهنې ته ډېر پام نه کوي. تر څنګ یې د پرېښانه ذهنونو انځورګري کړې ده.
ابهام او پرېکنده پای نه لرل: ده په اکثرو داستانونو کې د کرکټرونو په ژبه ځينې مشخصې پوښتنې مطرح کړې او لوستونکی یې د ځواب په انتظار وي، خو تر پایه هم ځواب نه ورکول کېږي، ځکه خو بې خونده ابهام په کې پروت وي او داستان قطعي یا پرېکنده پای پورې نه رسېږي، چې دا هم مبهم پای دی او د لوستونکي د اذیب سبب ګرځي.
په پای کې باید ووایو چې هورکای شاعر نه دی خو د فیکشن (تخیلي) ادبیاتو د یوه لیکوال په توګه یې په نثر کې شاعري کړې ده، د متني یا نثري موسیقي رعایت او فلسفي لیدلوری لوستونکي ته خوند او اثارو ته شاعرانه کیفیت ور په برخه کوي. دا هم باید هېره نه شي چې دا په تېرو دوو نیمو لسیزو کې مجارستاني ادبیاتو ته د ادبیاتو دویمه نوبل جایزه ده، په ۲۰۰۲ کال کې هم د هغه بل هېوادوال ایمره کرتس په ادبیاتو کې د نوبل جایزه ورکړل شوې وه.
پای

























































