د عامې روغتیا وزارت د یو کلنې لاستهراوړنې د تشریح په پروګرام کې ویلي چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۲۰ عمومي روغتونونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.
د یاد وزارت مسوولینو د رسنیو په مرکز کې د یو کلنې لاستهراوړنې د تشریح په پروګرام کې ویلي چې د دغو روغتونونو د جوړولو په موخه یې بودیجه ترلاسه کړې، او په دې کې د پنځو روغتونونو چارې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې دا روغتونونه د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ په مالي لګښت جوړېږي، او د چارو پر مهال یې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره نامسلکي پرسونل ته د کار زمینه برابره شوې ده.
عامې روغتیا وزارت څه موده مخکې هم ویلي وو چې په هېواد کې د لسګونه روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړېدو پلان چمتو شوی دی.
























































