محمدنظیم سمون
څو ورځې مخکې مې په فیسبوک کې یو خبر ولوست چې د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ خلک غواړي د قطندر- پغمان درې له لارې له کابل سره وصل شي او خلکو دا کار په خپل شخصي لګښت پیل کړی. د پروان سرخ و پارسا او شیخ علي ولسوالۍ په مرکزي افغانستان کې د هندوکش د غرونو منځ کې د درو په ډول پرتې دي. د دې سیمو خلک کابل ته د تګ راتګ لپاره د غوربند-چاریکار او میدانښار- کابل مسیرونه کاروي چې لومړی مسیر 160 کیلومتره او دویم یې 150 کیلو متره اوږدوالی لري.
خو د سرخ پارسا په ولسوالۍ کې یوه دره شته چې قطندر نومېږي او دغه دره د کابل له پغمان درې سره ګډ سرحد لري. ویل کېږي چې د قطندر-پغمان مسیر د شاه امان الله خان په وخت کې جوړ شوی و او هغه وخت یو فعال تجارتي دهلېز و. ما چې د دې لارې د سټلایټ انځورونه وکتل، جوړېدل یې ممکن دي خو د پغمان درې په سر کې چې «کوتل پغمان» یې بولي، لاره ډېره صعب العبور ده چې یا به د ماهیپر غوندې انجنیري ورته کېږي او یا به تونل وهل کېږي. دا لاره ټولټال 67 کیلو متره ده که جوړه شي د کابل د پنځمې دروازې په توګه به کابل مستقیما له مرکزي افغانستان په ځانګړې توګه له غوربند درې او بامیان سره وصل کړي.
دا لاره سربېره پر دې چې خلکو ته به ډېرې اجتماعي اسانتیاوې رامنځته کړي، ډېرې اقتصادي ګټې هم لرلی شي. تر ټولو مهمه دا ده چې د یادو سیمو خلک به وکولی شي چې خپل کرنیز او حیواني محصولات کابل ته راوړي. تر دې هم ګټور کار سیاحت دی. د قطندر دره او له دې وړاندې دره سرخ، دره ترکمن او خپله غوربند د سیاحت لپاره ډېرې ښې جاذبې لري. له پغمان درې پورته د قطندر په دره کې څو طبیعي جهیلونه یا ډنډونه هم شته چې یو مشهور یې حوض خاص نومېږي او کولی چې ویډیوګانې یې په یوټیوب کې وګورئ.
له دې لارې کابل ته د پایپلاین په واسطه د غوربند د اوبو لېږد هم یو ممکنه اپشن کېدای شي. له نجیب الله سدید صیب سره مو څه وخت مخکې په کابل کې په دې اړه بحث کړی و . د هغه ایډیا دا وه چې د غوربند سیند له دې لارې په پغمان کې د کابل له سیند سره وصلېدای شي، خو لکه څرنګه چې مې پورته یادونه کړې، د پغمان کوتل د ګرېوټي یا جاذبوي فشار له لارې د غوربند سیند د اړولو پر وړاندې لوی خنډ دی.
نوموړی مسیر سوق الجیشي اهمیت هم لري او په ځانګړو حالاتو کې له شمال سره د مرکز د نښلون په موخه د سالنګ بدیل هم کېدای شي.
ډېر نېک کار به وشي که چېرې د ټولګټو وزارت هم له ولسي خلکو سره په دې پروژه کې مرسته وکړي.























































