۱۴۰۴، د لړم ۱۳مه
د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې د ارغوان ادبي بهیر پر له پسې یوولسمه ناسته تر سره شوه چې د استادانو تر څنګ لسګونو زده کړیالانو په کې ګډون کړی و.
د غونډې د ویاندويي چارې د بشیرالله محمدي پر غاړه وې او قاري حکمت الله حکمتیار د قرانکریم د مبارکو ایتونو تلاوت وکړ.
قدرت الله صدیقي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د لکچر برخه د پښتو اثارو د چاپ اوسني بهیر کمي او کیفي اړخ ته ځانګړې شوې وه چې د څلورم ټولګي محصل احسان الله قاسمي وړاندې کړ. له لکچر وروسته مشاعره پیل شوه چې لسګونو شاعرانو په کې خپل شعرونه وړاندې کړل.
د غونډې پای کې د فرهنګي کمېټې مسوول پوهندوی ګل رحمن رحماني د غونډې ارزونې ته را وبلل شو او د غونډې د ویاندويي، لکچر او د شعرونو د محتوا مثبت ارزونه یې وکړه.
نوموړي وړاندیز وکړ چې راتلونکي ناسته باید کره کتنې او نثر ته ځانګړې شي، څو د نثر مینه وال هم خپل ادبي ذوق خړوب کړ. د یادونې ده چې د ارغوان ادبي بهیر ناستې په هرو لسو ورځو کې یو ځل تر سره کېږي چې د محصلانو تر څنګ نور فرهنګیان او شاعران هم په کې ګډون کولی شي.

























































