زمونږ ټولنه د ژوند په کابو ټولو برخو کې د لوست موادو له کمښت سره مخامخ ده. ښايي د لوبو (کرکټ)، شعر، تاریخ او سیاست برخو کې په دا وروستیو کې یو اندازه د نورو په پرتله ډیر کار شوی وي، خو په ټوله کې کیسه داسې ده چې د لټریچر جدي کمښت سره مخامخ یوو. آن دغه کومې برخې چې مې یادې کړې، هلته هم تر ډیره سنتي او غیر علميکار روان دی. لوبو کې یوازې تر خبر رسولو پورې محدود یوو، ادبیات مو په پخوانیو لارو کې بند پاتې، سیاست نو که کتاب دی او که تبصره، بس له نړیوالو ژباړې دي، تاریخ بیا ټولو اوریدلی او هغه هم یوازې همدومره چې یمه زمری له ما بل اتل نسته”.
تیرو میاشتو او اونیو کې ملګرو او مشرانو سره وخت ناوخت خبرو کې همدا د لوستوکو د کمښت بحث ته برابر شوی یم.
یو ملګري ویل چې یاره فیسبوک او ټویټر مې بند کړ، نور یې نه کاروم! مال نو دا ظلم ولې؟ یو خو د ګوتو په شمار د لوستو وړ خلک دي، بیا هغه هم بستر ه بار کړي چې نه یې کوم! زما په ټولو ټینګار همدا وو چې د لټریچر د کمښت تشه ډکول دي، او د هغې لپاره د اند او قلم خاوند مکلف دی چې د ټولنې د پراختیا او پرمختګ لپاره لیکل وکړي، د خپل کارپوهۍ په برخه کې د افغانستان د اړتیا وړ لټریچر چمتو او وویشي. دا ویش په فیسبوکي لیکنه، مطبوعاتي مقاله، څیړنپاڼو او علمي رسالو او د کتابونو په لیکلو ډکیږي.
بل نظر مې دا دی چې حتمي نه ده چې هر نظر مې دې سم وي، دا هم اړینه نه ده چې هر څوک دې راسره نظر ومني، او دا خو بیخي ضروري نه ده چې زما لیکل دې تل پایله او نتیجه ګیري (conclusion) ولري، بلکې کله کله باید خپل نیمګړی پوهاوی د بحث د جوړولو لپاره وړاندې کړم ترڅو زه او راسره زما لوستونکي په ګډه زدکړه وکړو.
کومې ټولنې چې د علمي لوستوکو او علمي مباحثو کمښت ولري، هلته بیا حکایتونه، مفتې کیسې او پردي روایتونه ریښې ځغلوي. د دغه حالت مخه د خپل ریښتوني حکایت او علمي/سیاقي (contextual) روایت په وړاندې کولو نیول کیدی شي. خو د خپل روایت د خپرولو لپاره د لټریچر تولیدونکو لخوا د لوست، ډیر لوست، انتقادي فکر کولو او بیا د هغه فکر د وړاندې کولو زحمت ته اړتیا ده. یوازې له انګریزي،اردو، فارسي، عربي او نورو ژبو په ژباړو نه کیږي.
په دې هیله چې د لوستو او د اند خاوندانو افغانانو د فکر د تولید کچه لوړه شي او د وړتیا خاوندان مونږ ته د زدکړې لپاره ډیر توکي را پیرزو کړي.