ژباړه: حسیب نورمل
ذهني ستړیا، خستهګي، سټرس او اضطراب زیات لاملونه لري، خو تازه څېړونو ښودلې چې په کور کې زیات یوازې پاتې کېدل، بې روزګاري، ټولنیزې اړیکې نه لرل او په ټولنیزو شبکو کې زیاته بوختیا هغه څه دي چې نږدې د نړۍ نیمایي خلک یې له سټرس او رواني فشار سره مخ کړی دي.
دا ډول یوه بله څېړنه دوه کاله مخکې هم د کرونا ناروغۍ د کرنتین په وخت شوې وه په هغه کې هم دا ثابته شوې وه چې کرنتین شوي خلک چې ډېر په کور پاتې وو او په ټولنیزو شبکو کې زیات بوخت وو، نو دوی له ډول ډول رواني فشارونو او ستونزو سره مخ شوي وو.
د رواني ناروغیو متخصصین خلکو ته سپارښتنه کوي چې په کور کې له زیات یوازې پاتې کېدو، د ټولنیزو اړیکو د نه پاللو/ پرېکولو او په ټولنیزو شبکو د له زیاتې بوختیا څخه په کله ډډه وکړي او د ځان لپاره یو مناسب کار او بوختیا پیدا کړي څو له رواني روانسي فشارونو او ستونزو څخه په امن وي.