ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه شتمن، د خپلې کوټې له کړکۍ څخه بهر ته وکتل، یو سړی یې ولیده، چې د کثافاتو په سطل کې کوم څه لټوي، له ځان سره یې وویل: د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کوم، چې بېوزله نه یم.
بېوزله خپلې شاوخوا ته وکتل او په سړک باندې یې یو سړی ولیده، چې د لېوانیانو په څېر په لاره روان دی، له ځان سره یې وویل: د خدای (ج) ډېر شکرونه پرځای کوم، چې لېونی نه یم.
لېوني په سړک باندې یو امبولانس ولیده، چې روغتون ته یې ناروغ لېږداوه، له ځانه سره یې وویل: د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کوم، چې ناروغ نه یم.
ناروغ په روغتون کې یوه جنازه ولیده، چې د سړ خونې خواته یې وړله، نو وې ویل: خدایه! شکر، چې ژوندی یم.
یوازې مړی نه شي کولای، چې د الله (ج) شکرونه پرځای کړي.
ولې نن له الله (ج) څخه مننه نه کوو، چې یوه بله ورځ یې هم موږ ته د ژوند کولو فرصت را کړی دی؟
نورو ته هم ووایئ، ترڅو وپوهېږي، چې الله (ج) ورسره مینه لري.
د دې لپاره، چې په ژوند باندې په ښه توګه پوه شو، نو باید درې ځایونو ته لاړ شو:
۱ ـــ روغتون
۲ ـــ زندان
۳ ـــ هدیره
په روغتون کې پوهېږئ، چې له روغتیا څخه هېڅ څیز ښکلی او غوره نه دی.
په زندان کې وینئ، چې آزادي ستاسو تر ټولو لوړ بیه شتمني ده.
په هدیره کې په دې باندې پوهېږئ، چې ژوند هېڅ ارزښت نه لري. هغه ځمکه، چې نن پرې قدم وهو، سبا به مو چت وي، نو راځئ، چې د هرڅه لپاره د الله (ج) شکرونه پرځای کړو.