ژباړه: اسدالله غضنفر
یو وخت دوه خواږه ملګري په یوه بیابان کې په سفر روان وو. د مزل په منځ کې یې څه خبره سره واړوله، دا یوه خپل ملګري ته کلکه څپېړه ورکړه. دا بل ژوبل شو خو څه یې ونه ویل او یوازې دومره یې وکړل چې د بیابان په شګو باندې یې ولیکل: “نن خپل ډېر خواږه ملګري په مخ څپېړه راکړه.”
دوی چې په بیابان کې ښه مخ ته لاړل، یوې رغیاڼې (واحه) ته ورسېدل، هلته یې وغوښتل چې ولامبي. اوبو ته ورغلل. دا یو چې په څپېړه وهل شوی و، اوبو ته وښویېد. اوبو لاندې کاوه چې هغه بل لاس ورکړ، ویې ژغوره.
ژغورېدلي چاکو را وایست او په یوه ډبره یې دا جمله وکیندله: “نن خپل ډېر خواږه ملګري له لاهو کېدو وژغورلم.”
ملګري یې ورته وویل: “هغه بل ځای دې د څپېړې خبره په شګو ولیکله او اوس دې د ډوبېدو خبره په تیږه وکیندله چې دا ولې؟
ده ورته وویل: “د نورو د ناسم چلند خاطره باید په شګو ولیکو چې د عفوې له نري باد سره ختمه شي، خو د نورو د نیکۍ خاطره باید په تیږه وکینو چې هېڅ باد یې د ړنګولو وس ونه لري.