ژباړه: ګلثوم محمدي
ستاسو بدن د قوي او سالم هډوکو او غاښونو لپاره د کلسیم سربېره فاسفورس (فسفر) ته هم اړتيا لري. دغه معدني عنصر په غذايي موادو کې موندل کېږي.
راځئ چې په گډه سره خپل معلومات د فاسفورس په اړه لا زيات کړو.
که پوښتنه وشي چې کوم مغذي مواد د هډوکو او غاښونو د ټينگښت لامل کېږي. ستاسو ځواب به حتمن دا وي، چې کلسیم. دا ځواب سم دی چې کلسیم هغه معدني عنصر دی، چې د نورو عناصرو په پرتله زموږ په بدن کې ډېر موندل کېږي، چې د غاښونو او هډوکو لپاره ډېر گټور تمامېدای شي. اما کلسيم پرته له فاسفورس څخه چندان سم عمل نه شي کولای.
روغتيا فعالان وايي چې دغه دوه معدني عنصر په بدن کې د قوي هډوکو، د نسجونو او عضلاتو فعاليت او د اعصابو د ښه فعاليت په خاطر يو له بل سره کار کوي.
فاسفورس څه شی دی؟
زموږ په بدن کې له کلسيم څخه وروسته دويمه معدني عنصر فاسفورس دی. د دې معدني عنصر اصلي کار د هډوکو او غاښونو جوړښت او ساتل دي. دا عنصر د انرژي په توليد کې او همداسې د نسجونو او عضلاتو په جوړښت کې هم رول لري.
د فاسفورس ځينې مهمې گټې
۱ – د هډوکو د ورستېدو مخنیوی
د بدن ټول فاسفورس(85%) په هډوکو او غاښونو کې ځای لري. بدن کلسيم او فاسفورس يې د فسفات په مالگه بدلوي، چې دغه مالگه د هډوکو د پياوړتيا لامل گرځي او د هډوکو د ورستېدو څخه مخنيوی کوي.
۲ – ستاسو د زړه ساتنه کوي
فاسفورس له پښتورگو سره مرسته کوي، ترڅو اضافي کلسيم يې له منځه لاړ شي. که چېرته تاسو په کافي کچه فاسفورس ترلاسه نه کړئ، کلسیم د وينې په رگونو کې ډېر کېږي او په پايله کې د وينې پر رگونو يا هم شريانونو کې فشار راځي، چې دغه حالت د زړه د حملې يا د سکتې لامل کېږي.
۳ – د عصبي فعاليت ملاتړ کوي
فاسفورس د عصبي سیستم لپاره گټور دی. دغه معدني عنصر د عصبي پيامونو په لېږد کې هم رول لري.
سربېره پر دې، د فاسفورس شتون بدن ته ډېر گټور تمامېدای شي. هغه کسان چې د پښتورگو ډبره لري، د فسفات له ټابلېټونو څخه گټه واخلي، ځکه فسفات د دې لامل کېږي، ادرار زيات شي او د ډبرو د جوړېدو مخه ونيول شي.
تاسو هره ورځ څومره فاسفورس ته اړتيا لري؟
ستاسو بدن فاسفورس نه جوړوي. له همدې امله تاسو بايد دغه معدني عنصر له غذايي موادو څخه واخلئ، يا هم د فاسفورس له ټابليټونو څخه گټه پورته کړئ، د فاسفورس اندازه چې څومره ورته اړتيا وي، ستاسو په عمر پورې اړه لري.
د فاسفورس سرچينې عبارت دي له:
۱ ـ شيدې او نور لبنيات، لکه مستې او پنیر؛
۲ – هگۍ؛
۳ – کب؛
۴ – حبوبات لکه عدس، لوبیا او نخود؛
۵ – سره غوښه؛
۶ – سابه؛
۷ – غله جات او نور…
د فاسفورس کموالی څه شی دی؟
د فاسفورس کمښت (هيپوفسفاتمي) که څه هم دا ناروغي دومره عامه نه ده، خو ځينې لاملونه شته دي، چې د فاسفورس د نه جذبېدو لامل کېږي، لکه د الکول څښل، تغذيي ستونزه، د پاراتيرويد ناروغۍ او د ويټامينD کمښت.
د فاسفورس د کمښت نښې
۱ – د وينې کموالی؛
۲ – په هډوکو کې درد؛
۳ – د عضلاتو ضعف.