0 °c
Kabul
6 ° سه شنبه
6 ° چهارشنبه
دوشنبه, دسمبر 8, 2025
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    «د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د وسپنې ویلې‌ کولو یوه فابریکه فعاله شوه | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې ۲۰ عمومي روغتونونه جوړېږي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    فراه کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه  

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    “هېوادوالو ته د مرستې رسونې په برخه کې د موسسو ستونزې حل کوو” | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    سویډن له افغانستان سره څه باندې دوه میلیون ډالر مرسته وکړه | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    هیڅ فلم چین نشي وېشلای: “د شې‌زَنګ کیسه د نورو نه ده”

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ژبه او سیاست

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    ساده جملې به څه ډول لیکو؟

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه

    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    زموږ فکر او د خلکو غوښتنې

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    د اېټالیا د دغو مشهورو ځایونو شهرت او جذابیت په څه کې دی؟

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    بادرنګ له ډېرو ناروغیو څخه بدن خوندي ساتي

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

غزل او تغزل

POHAWAI Media by POHAWAI Media
دسمبر 4, 2024
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
غزل او تغزل
0
خپرول
113
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ګل رحمن رحماني

               لنډیز:  غزل او تغزل د شعر په کره کتنه کې د ځانګړي بحث وړ موضوع ده چې تر اوسه پورې تر ډېره د خپلو ساده تعریفونو په رڼا کې پېژندل شوي، خو یو له بل سره د لازم او ملزوم په زرین تار تړلي او دې تړاو د تاریخ په اوږدو کې تر نورو شعري ژانرونو زیات عمر ور په برخه کړی دی. غزل له خپل ساده تعریف ور هاخوا د یوه هنري کیفیت نوم دی او تغزل په دغه کیفیت کې هغه نغښتی جوهر دی چې ارزښت یې د شاعر د ریاضت او په غزل کې د پناه کېدو له کچې سره تړاو لري.

                  غزل د وجود یا بیروني جوړښت او تغزل په وجود کې د روح حیثیت لري او موخه ورڅخه هغه تغزلي کیفیت دی چې په شعر کې ښکلا او رنګیني پنځوي. د الفاظو رنګیني، د مانا ژور والی، د جذبې شدت او ښکلاییز کیف ددغه اړیکې نور جوړوونکي اړخونه دي او بله دا چې ددې کیفیت ښکلا دومره پراخه ده چې یوازې تر غزل او حتی شاعرۍ پورې هم محدودیت نه لري، د شاعرانه هنر زېږنده هم نه ده، بلکې  دا د هر لطیف فن او ښکلا ځانګړی تناسب دی چې همغه د غزل د تغزل په څېر کیف او خوند لري.

                 غزل د شاعرۍ تر ټولو مجبوب ژانر دی چې شاعران په کې په ښه او هنري ډول خپله طبعه ازمایلی شي، یا په بل عبارت د هغه بیان ته یې د الفاظو او مانا غوره چاپېریال مساعد کړی دی. ښايي په همدې سبب به ځینو کره کتونکو غزل ته د نظم د ناوې (تر ټولو ښکلې او زړه راښکونکې یا د پاملرنې وړ) نوم ورکړی وي.

   زموږ د کلاسیکې دورې شاعري تقریبا ټوله پر غزل ولاړه ده او هره یوه په کې تر خپله وسه پورې اړونده سبکي ځانګړنو ته په پام سره ښکلاییزه زیاتونه کړې ده، حقیقي او مجازي مینه، عرفاني او تصوفي تمایلات او حتی رزمي لیدلوري هم د غزل خواږه له ځان سره لري چې همدې کار د هغوی د شاعرۍ په ښکلا، زړه راښکون او تلپاتې والي کې خپل ادبي نقش تر سره کړی دی.

   د شاعرانو لپاره د شاعرۍ په ګلبڼ کې د غزل ژانر د انتخاب لاملونه به هم زیات وي، خو له شک پرته چې تر نورو ژانرونو په شکلي لحاظ د غزل لنډه جوله، کم قیودات او کم بیتونه ددې سبب شوي چې د شاعرانو ذهن ډېر بوخت نه کړي او پر ځای یې مطلب او محتوا ته یا د هندي سبک د مضمون کلمې د مانا په لحاظ ـ چې د موضوع هنري او تصویري بیان ته وايي ـ وخت ورکړي او خپل ټول تخیلي ځواک دې ته ممترکز کړي چې د دغه هنري او تصویري بیان پر مټ څنګه په غزل کې د ښکلا ساه پوه کولی شي.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

    په پښتو شاعرۍ کې غزلیزه شاعري زیاته کېږي، خو د غزل د کره کتنې او ښکلا سپړنې محور سوړ او غیر معیاري دی، فکر کېږي چې د مطلع او مقطع، د بیتونو شمېر او د معشوقې له سرسري ذکر سره د غزل حق ادا کېدلی شي، حال دا چې غزل د شاعرۍ د جذبې لېونۍ نشه او د الفاظو په رنګین سمندر کې د تورو د ګران بیه مرغلرو سخت لټون غواړي، ددې کوچنۍ مقالې له لارې به شاعرانو او د شعر لوستونکو ته د غزل او په غزل کې د پټ جوهر (تغزل) د پېژندنې تر څنګ د دواړو تر منځ د هنري اړیکو او راز د کشف موضوع څه ناڅه وسپړل شي.

د څېړنې موخه

  په پښتو ژبه کې اکثره لوی شاعران د غزل ژانر په برکت تر اوچت نوم او مقامه رسېدلي، خو غزل یې د عمر او ټول ژوند په بیه پاللی دی، ګڼ مبتدي شاعران فکر کوي چې غزل د شاعرۍ تر ټولو ساده او اسانه ژانر دی چې شاعري یې سخت کار نه دی، هغوی د غزل او تغزل له عالي هنره کم معلومات لري، په همدې موخه ددې کوچنۍ څېړنې ګام اوچت شوی، څو د لویانو د ریاضت له کیفیت او نوو شاعرانو ته د غزل او تغزل د جوهر په اړه څه ناڅه پوهاوی وړاندې شي.

میتود

 په دې څېړنه کې د څېړنې له تحلیلي او تشریحي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې ده.

                تغزل یوه ګڼژبې اصطلاح ده، خو هر څوک ورته جلا تعریف لري، په فارسي شعر او ادب کې تغزل د قصیدې شعري ژانر د پیل بیتونو ته ویل کېږي چې له مدحې وړاندې له عشق سره تړلي مضامین لري، خو د شاعر د دروني حالت، عواطفو یا روان انځور وړاندې کوي. ژور تخیل، منظره او انځور کښنه، له ادبي صنایعو په ځانګړي ډول استعاراتو او مدعا المثلونو هنري ګټه اخیستنه په غزل کې د تغزل جوهر پالي. بل تر ټولو مهم توک یې اوچت، په کشف او ماناګانو بډای تخیل دی.د شعر ځینو کره کتونکو خیال په دوو ډلو وېشلی دی: ساده خیال، مرکب خیال

    په ساده خیال کې شاعر د یوه واحد موقف څرګندويي کوي یا یوه معنا روښانوي. مرکب خیال بیا د څو خیالي انځورونو ګډوله ده چې له یوه بل سره تړلي وي. د مرکب خیال اغېز ډېر وي، پر انسان ډېر اغېز کوي، داسې لکه دی چې ښکلا په خیال کې نه، په واقعیت کې ویني. (۵۹:۲مخ)

  دا چې د غزل ځمکه د عالي تخییل د کښت لپاره ډېره مناسبه ده، نو ځکه د غزل شاعران د مرکب خیال څخه ډېره ګټه اخلي، نامتو شاعران یې حتی د غزل هر بیت کې جلا انځورګري کوي او د جلا دنیا خبرې په کې وي، خو دا ډول بیا په یوه عمودي ترکیب کې سره هنري اوډون هم لري چې دا کار د تغزل پیاوړتیا کې خپله ونډه اخلي، ښايي همدا لامل هم وي چې د شاعرۍ په لوستونکو کې یې غزل ته پراخه محبوبیت ور په برخه کړی دی.

   حمزه بابا چې کله پښتو غزل ته د خپلو ورکړو پر بنسټ یوې برحقې شاعرانه تعالی ته ځي او وايي چې:

 ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه ددې بابا کړم

   نو دا رښتیا هم د یو عمر خواري غواړي چې شاعر له غزل نه غزل جوړ کړي، له غزل نه د غزل جوړولو دغه سختې مرحلې ته ـ چې حمزه بابا د خپل زیار او زحمت وینې ورکړې، خو بیا یې هم همزولی کړی نه دی ـ د تغزل خواري وايي، داسې خواري چې تعریف یې ګران دی، خو د شاعرۍ او تخلیق له هنر سره اشنا شاعر او ادیب ورباندې پوهېږي او ددغه کیفیت ځانګړې مانا او تعریف هم وړاندې کولی شي.

   که څه هم په پښتو شاعرۍ کې ګڼ پخواني او اوسني کتابونه له داسې شعرونو ډک دي چې هم یې په سر غزل لیکل شوی او هم د ظاهري شکل یا جوړښت له مخې د غزل له تعریف شوي فورم سره ورته دي، خو داسې شعرونه کم دي چې په رښتیني مانا د غزل د تعریف په چوکاټ کې دې برابر وي، ځکه چې یوازې د غزل د فورم رعایت هر شعر ته د غزل  هویت نه شي ورکولی، بلکې دا د یوه ځانګړي کیفیت او مفهوم نوم دی چې د تغزل په بحث کې څېړل کېږي.

  دا کیفیت ډېر خوږ، ټولمنلی او تلپاتی دی، مینه او عشق، د غزل په لغوي تعریفونو کې بیا دا مینه نوره هم مشخصه شوې او ځینو ورته له ښکلو ښځو سره د خبرو او شوخۍ نوم ورکړی دی، نو دا چې د مینې پیغام تلپاتې دی، انسان په هره زمانه کې د مینې متاج او له له زړه مجبور دی، بس داسې غزل هم نه یوازې چې نه مري بلکې په هره زمانه کې د مینې له نوي شدت سره له سره را ژوندۍ کېږي، په ځان کې د مینې له سمندره نوې مرغلرې جوړوي او دغه فضا ته د خپلو څپو او اهنګ له شوره نوی رنګ او خوند وربښي. (۱۴۳:۳مخ)

   د غزل د محبوبیت او تلپاتې والي په برخه کې د غزل مخاطب یا لوستونکی هم خپل رول لري، کله کله ادبي ژانرونه د لوستونکي یا مخاطب د تاوده هر کلي بر بنسټ هم تلپاتې کېږي او پالل کېږي، پنځګر یې ورته ډېر پام کوي او په ټوله کې د همغه ژانر د رامنځته کوونکو تر منځ یوې داسې هنري سیالۍ ته لاره برابرېږي چې نومرې یې مخاطب ورکوي.

   دا چې ولې په معاصره یا ځوانه شاعرۍ کې ډېر غزلونه د غزل ذاتي او فطري جوهر نه لري او هغه زړه راښکون په کې نه وي، لکه د خوشحال بابا، حمید بابا، رحمان بابا، شیدا او هم اوسنیو سترو شاعرانو په غزلونو کې مو چې جذبوي، یو لامل یې هم د شاعرانو د تغزلي ریاضت ټيټه کچه ده، د غزل شاعر یا په بل عبارت د غزل شاعري د عادي شاعرۍ په څېر اسانه او ساده کار نه دی.

   د غزل شاعر چې تر څو د غزل د اصل حق ادا کولو لپاره د تغزل د نړۍ په رنګینو او ریاضت په دنیا کې سخت او پېچلی مزل ونه وهي، خپل تقلید د مشاهدې او هنري تجربې پر بټۍ پوخ نه کړي، نو ګرانه ده چې  خپل غزل دې د هر زړه او ذهن خبره کړي، یا دې د هغه غزل د کتابونو له پاڼو لرې په زړونو او ذهنونو کې غزونې وکړي، وار په وار یا وخت په وخت ورڅخه لوستونکی هغه پټه ښکلا را باسي چې په کې نغښتې ده.

   د دروېش دراني یو مشهور غزل داسې دي:

بیا په جنګ ښکاري او هوا او څراغونه

خدایه وساتې رڼا او څراغونه

یه مرګیه! ماشومان مې راته خاندي

سره پرېږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا مینځي

لمر، سپوږمۍ، ستوري، برېښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپېڅلو خلکو مه ځئ

یو ځای شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هدیرو کې وي دروېشه

هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه  ( ۱۸۳:۳مخ)

                په پورتني غزل کې د پښتنو د کور ـ کلي یو ټولنیز درد او یو ژور تراژیديک انځور وړاندې کوي، د مرګونو هغه کیسه چې له لسیزو پر دوی را روانه ده، د هوا او څراغونو جګړه، مرګ ته یو څو شېبې د ژوندي پاتې کېدو زارۍ،  له بلا سره د څراغونو یو ځای کېدل او په هدیره کې هره شپه د څراغ رڼا ته د تورو خاورو په نازک بدنو مېلمو پسې نرۍ ژړا یو درد دی، خو درد د هنر او خوږو لفظونو جامې اغوستې، د یوې ټپي مینې بیان دی، ولې په درېیم بیت کې بیا په اوښکو کې د موسکا یو څرک هم شته، د دغه یادو کړو ناخوالو او درد سیوري بیا هم د یو چا د مخ رڼا نه ده تته کړې، پینځه رڼا وېشونکي (لمر، سپوږمۍ، ستوري، برېښنا او څراغونه) بیا هم د هغه د نور په شغلو خپله رڼا مینځي.

 مصطفی سالک د غزل د نوي تعریف په برخه کې د خپل استاد ارواښاد تقویم الحق کاکاخېل یوه خبره را نقل کړې ده او لیکي: کله چې ښکاري سپی هوسۍ پسې واخلي ویې ځغلوي او په پای کې هوسۍ ماتې ومني او خپلې غمجنې سترګې سپي ته راواړوي، دغه وخت د هوسۍ سترګې خدای زده په سپي څه جادو وکړي، سپی سترګې ښکته کړي او روان شي نو وايي دغه وخت به عربانو ویل چې (غزل الکلب) سپی غزل شو. (۳۷:۵مخ)

  شاعر او حمزه پېژندونکی پوهاند فضل ولي ناګار که څه هم د تغزل واحد تعریف ګران بولي، خو  بیا یې هم په دې باب خپل تعریف داسې وړاندې کړی دی:

   تغزل د یوه شاعر د ډېر ذهني، فکري ریاضت او ژورې مشاهدې پایله وي. دغه انځورونه په ټکیو څرګندول، د الهام پوړیو ته ورختل دي. ټکي خو له اره سېبمونه دي چې ځينې یې خواږه، زړه راښکوونکي او لطیف وي، لکه د توتي او بلبل اوازونه، خو ځينې یې لکه د حیواناتو مکروه او بد وي.

   دا چې د رحمان بابا د شاعرۍ ښکلې ماڼۍ هم تر ډېره د غزل پر مرمرینو ډبرو اباده او د خپل تغزل ځانګړی رنګ لري، استاد ناګار یې د راز په اړه زیاتوي:  د رحمن بابا د تغزل کمال دادی چې ډېر ژر خپله خبره د لوستونکي په زړه کېنوي او هغه فکر کوي چې زما د خیال او فکر رښتیني ترجماني یې کړې ده. بله دا چې د رحمن بابا شعر هغه زوال نه مننونکې لاهوتي سندره ده چې د زمان او مکان قید نه لري، له حده وتی اسان (سهل ممتنع) دی. (۷:۶مخ)

     د تغزل په ایجاد یا پنځولو کې د شاعر لپاره په ژبه کې  له عواطفو او احساساتو سره د چلند او شناخت موضوع هم ډېره مطرح ده. ښه به وي چې یو څه د عواطفو په بحث کې د ژبې له لیده هم پاتې شو. احساسات او عواطف اکثره وختونه د تعقل او منطق په مقابل کې درېږي یاني تر منځ یې د تقابل اړیکه موجوده ده، څومره چې احساسات پیاوړي کېږي، عقل څنګ ته کېږي او زموږ د عمل یا چلند په تنظیم او کنټرول کې یې رول کمېږي. دا تقابل د هنرمن د ژوند په اوږدو کې ددې لامل شوی چې د عواطفو څرګندول د هنر په ژبه یا وسیله څرګند شي او د علمي مطالعاتو اړتیا له منځه یوسي.

  د عواطفو او جذباتو څېړونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا استعاره او نور مجازي توکي د عواطفو لپاره زموږ په فکر اغېز لري که نه؟ وروسته په ځواب کې وايي چې استعاري مفهوم جوړونه زموږ عواطف او روان تر اغېز لاندې راولي.

  وېره، غم، خوښي او نورعواطف او احساسات د همغه عواطفو او احساساتو لپاره یو ذهني انعکاس دی او خپله د فیزیولوژیکي او چلندي بدلونونو سبب ګرځي، مثلا د وېرې له احساس سره د زړه ضربان زیاتېږي او له ځانه د دفاع هڅه ګړندۍ شي.

   که څه هم د عواطفو نښې نښانې په یوه فرد کې ان له زېږون سره په طبیعي ډول رامنځته کېږي او وروسته یې په شصخصیت کې خورا ټاکونکی رول لري، خو له شک پرته چې د ټولنې فرهنګ هم پر دغه عواطفو او احساساتو او تر ټولو مهم دا چې د څرګندولو پر څرنګوالي ژور اغېز لري. طبیعي چاپېریال هم د عواطفو او احساساتو په روزنه کې استاد ته ورته دی. (۳۷:۱مخ)

   د پورتنیو توضحیاتو په رڼا کې اوس کولی شو چې د تغزل د کلي تعریف په اړه هم نظریات وړاندې کړو او په اصلي موضوع کې نور هم ښکېل شو. ګڼو شاعرانو او حتی د غزل د شاعرانو لپاره دا هم د شعر د عمومي تعریف په څېر ګرانه ګرانه ده چې ددې تعریف لپاره مشخصې کلمې راوړي، د کره کتونکو له انده هم دا تعریف د خپل «سهل ممتنع» د صفت یا پراډاکسي خاصیت له مخې له ډېر اسانوالي ګران دي.

  د غزل شاعرانو دغه تعریف ته له ګل څخه د رنګ او بوی د پېچلې او عجیبه تجربې په سترګه کتلي دي، چې یوه طبیعي تجربه ده، ژور ذهني ترکیب دی، درک یې زموږ د حسي تجربې محتاج هم دی، په بل عبارت رنګ او بوی په یوه ګل کې داسې ترکیب شوي او سره نغښتي وي چې شرحه او بیا تجزیه یې ګرانه ده، د تجزیې همدغه عملیه د غزل او تغزل کیفیت بیانوي.

  استاد مصطفی سالک د شعر پېژندنې په اړه خپلو بحثونو کې یو ځای د تغزل په اړه وايي:

   هغه بیت چې تغزل لري باید په یوه اړخ کې یې هم کمزوري احساس نه شي او یو بشپړ او کامل اظهار وي تغزل زموږ په ټولو کلاسیکو شاعرانو کې لیدل کیږي خو د هندي مکتب شاعران یې استادان دي.

او اوسنیو کې هم داسې ګڼ شاعران شته چې د تغزل کیفیت زیږولی شي ،تغزل یانې نږه غزلیت دا څیز په مصري خان خاطر کې ډېر دی خو په هغه غټ کلیات کې نه په هغه وړه ټولګه کې چې د سندرغاړو نه یې شعرونه ټول شوي وو.

   که په همدې تول حساب وکړو، نو بیا ګرانه ده چې هر شاعر دې د غزل بشپړ حق دا کړلی شي یاني کامل غزل دې وپنځوي، ځکه د غزل د یوه اړخ پیاوړتیا د بل اړخ کمزوري نه شي پټولی، خو کمزوري یې ډېر غزلیز ښایستونه د تغزل له کچې را پرېباسي. استاد سالک بیا د غزل خیال له نورو شعري ژانرونو توښتګر او لیکي:

    د غزل یوه غوښتنه نه وي چې په اسانه پوره شي، ژبه باید شاعرانه وي، بحر باید خپله موسیقي ولري، کلیمات باید ژوندي وي، خیال باید نوښت ولري او نورې ډېرې خبرې، ډېر کله شاعر په یوه اړخ کې پیاوړی وي، خو په یوه بل اړخ کې کمزوری وي. هغه بیت چې تغزل لري باید په یوه اړخ کې یې هم کمزوري احساس نه شي او یو بشپړ او کامل اظهار وي. (۳۷:۵مخ)

   کره کتونکي د غزل او تغزل بحث په معاني پورې هم تړلی دی، له معاني سره اشنا شاعران کولی شي چې د تغزل په غني خزانه واوړي. ځکه معاني د یوه شعر د تلنې او سپړنې لپاره درې معیارونه لري چې استاد فضل ولي ناګار یې انځوریزه بیه، موسیقیت او حسي ارزښت وايي او د درېیو واړو له هنري تړون څخه د تغزل غوټۍ غوړېږي.

  د موضوع اړوند بل بحث دادی چې په غزل کې د تغزل غوټۍ سپړنه د معاني له پسرلي سره هم تړلې ده. په معاني کې ټاکل شوي درې اصله یاني مساوات، اطناب او ایجاز شاعر د کلام په ځایونو او مناسبتونو پوهولی شي او دا پوهه د غزل شاعر ته په غزل کې د تغزل د ټوکېدو او ودې زمینه مساعدوي.

      معاني پوهان وايي چې  له مساواتو څخه په شعر کې اصلي موخه د لفظ او مانا تر منځ تناسب او توازن دی، د دواړو تر منځ دغه توازن سندریز والی زېږوي، ښکلا او ښکلی پیوستون پیدا کوي. په همدې ډول اطناب کې شاعر د مضر اطناب له ناروغۍ ژغوري او ددې ځواک ورکوي چې د اطناب یا غځونې په بیه په کلام کې شته ابهامونه څرګند کړي. (۵۷:۴)

    په همدې ډول ایجاز کې بیا شاعر ته د ښکلي لنډون چل ور زده کوي، څو شاعر وکولی شي چې په کمو الفاظو کې اغېزناک بیان او حیرانوونکی انځور وړاندې کړلی شي.  دلته دغه درې واړه اصله هم د غزل پر ګلورینه ځمکه د تغزل غوټۍ او خوشبو ټوکولی شي. ددې تر څنګ تشبېه، استعاره، ابهام، کنایه، بدیع، بیان او …توکي هم په غزل کې د تغزل سرچینې ګڼلی شو.

    هغه شاعران چې په غواړي په خپل غزل کې د تغزل روح پوه کړي او غزل یې تر ډېره ژوندی پاتې شي، نو اړینه ده چې د ژور ریاضت تر منځ خپلو ځینو وړتیاوو او د هغو روزنې ته هم دقت وکړي چې څو مهمې یې په لاندې ډول وړاندې کوو.

 د جذبې شدت:  په یوه تعریف کې تغزل د شاعر د ذهني کیفیت او جذباتي تړون نوم بلل شوی دی، کله چې شاعر له یوې بهرنۍ پدیدې اغېزمن شي، په زړه او ذهن کې یې شدت پیدا کېږي، بیا د اړتیا له مخې خپل دغه دروني یا داخلي تاثر ته د اظهار لپاره زیار ګالي چې متوازن او تناسب اصل ته په پام سره داسې انځور وړاندې کړي چې هم د هغه د جذبې شدت څرګند کړي او هم یې تر شا پټ استعاره شوی مفهوم په شعریت کې داسې ونغښتل چې مخاطب ورسره په اسانۍ را جذب کړي.

   ښکلاییز کیف: د تغزل په اړه دا خبره مطرح کېږي چې خپله تغزل کوم بهرنی کیف دی که د کوم ځانګړي داخلي او جذباتي کیفیت نوم دی؟  کره کتونکي په دې نظر دي چې اصلا تغزل عرض نه کیف دی او په فلسفه کې کیف هغه څه ته وايي چې شننه یې نه کېږي. دا ډول کیف په غزل کې ښکلاییزه خوښي زېږوي، بله دا چې د تغزل شعور او پوهه په هر شاعر کې وجداني او طبیعي ده چې تش د اظهار لپاره ژبې ته اړتیا لري او د ټولو شاعرانو دا لاره سره ورته نه وي.

   بل مهم بحث دا دی چې د تغزل دایره یو څه پراخه ده، یوازې تر غزل او حتی شاعرۍ پورې هم محدودیت نه لري، د شاعرانه هنر زېږنده هم نه ده، بلکې  دا د هر لطیف فن او ښکلا ځانګړی تناسب دی چې همغه د غزل د تغزل په څېر کیف او خوند لري.

د الفاظو رنګیني:   کاظم خان شیدا رنګین الفاظ د شعر رخت او زېور( ګاڼه او ښایست) ګڼي او په رعایت یې ټینګار کړی دی. د تغزل په اړه یوه عامه نظریه داده چې تغزل د لفظ او مانا د تناسب او توازن هنري انځور دی، که دا مناسبت نه وي، یاني لفظ د مانا تر دروند والي لاندې راشي یا هم لفظ د مانا ښه ژبه ونه ګرځي، نو د تغزل کچه لوېږي.

    همدا لامل دی چې د الفاظو او مانا غوره اړیکې په وینا کې ښکلا او اغېز پنځولی شي. د غزل شاعر د الفاظو ارزښت ته زیات پام کوي، اوس پوښتنه داده چې د ارزښت څنګه پیاوړی کېږي؟ کله چې د الفاظو پیوستون، د مضمون رښتینولي او د هنرمن د احساس روح د شعر جامه واغوندي، نو تغزل رامنځته کېږي، همدارنګه ښه فکر او ښه خیال د الفاظو ارزښت پیاوړی کوي، خو فکر هغه وخت د غزل اصلي ملکیت ګرځي چې د شاعر په هنر او ښکلا کې اوبه شي.

  د مانا ژور والی: تغزل د یوه شاعر د اوږده یا ژور ذهني او فکري ریاضت د ژورې مشاهدې پایلې ته ویل کېږي، څومره چې شاعر په خپله دې مشاهده کې د پدیدو نالیدلو او ناڅرګندو خواوو ته لوستونکي بیايي، هومره یې د تغزل کچه لوړېږي. دا چې د غزل شاعر د ښکلا په باریکۍ او د مینې په اړتیا پوه وي، نو د همدې مشاهدې په لړ کې په ډېرو نازکو اشارو د مطلب ټکي ته ځان رسوي. ماناګانې د کلمو تر شا پرتې وي، په شاعرۍ کې له کلمو د اصلي پر ځای ضمني ماناوې ډېرې اخیستل کېږي. استاد اسدالله غضنفر لیکي: د علم ژبه هغه کلمې خوښوي چې ایکې یوه معنا ولري خو هنري ژبه د هغو کلمو لېواله ده چې ضمني معناوې هم لري .(۱۲:۶مخ)

 دلته یوه بله خبره د شاعر عقیده ده، څومره چې دی پر خپله ګروهه ژمن او ولاړ وي، هومره یې په خبرو کې د تغزل جوهر لوړېږي.

پایله: غزل هر څوک لیکلی شي، خو هر څوک د غزل بشپړ حق ـ چې تغزل دی ـ نه شي دا کولی، تغزل د کیفیت او حالت نوم دی، د ژبې، تصویر، خیال، ښایست او مینې داسې رنګین اوډون دی چې له شاعر خورا زیاته خواري او په همغه حالت کې بشپړ محوه کېدل غواړي.

 تغزل د عطرو او وږمې په څېر دی چې په ګل کې نغښتی وی، کوم ګل چې عطر او بوی ونه لري، له نورو عادي بوټو سره یې چندان توپیر نه کېږي. تغزل د بشپړ او کامل غزل ځانګړنه ده، که هېڅ نه وي، باید غزل کې یو داسې بیت (بیت الغزل) وي چې د تغزل تنده ورباندې ماته شي. د پښتو ژبې کلاسیکه دوره په ځانګړي ډول د هندي سبک شاعران د تغزل ډېرې اوچتې او تلپاتې بېلګي لري، په معاصر شعر کې هم د تغزل خواږه شته، خو ډېر کم شاعران د تغزل جوهر او ریاضت پالي. پر خپله عقیده د شاعر ژور باور، رنګین الفاظ، د مانا ژور والی، د جذبې شدت او ښکلا پال ذهن په غزل کې د تغزل ټوکېدنې سرچینې دي.

اخځلیکونه

۱ـ افراشي، ازیتا. (۱۳۹۷ لمریز). استعاره و شناخت. تهران: مرکز علوم انسانی و مطالعات فرهنګی.

۲ـ پسرلی، اجمل. (۱۳۹۷لمریز). ښکلا د خوشحال په غزل کې. کابل: علومو اکاډمي او کابل پوهنتون ـ ادبیاتو پوهنځی.

۳ـ درانی، دروېش. (۲۰۱۸ لمریز). په کاڼي کې هنداره. کندهار: کندهار پوهنتون ـ ژبو او ادبیاتو پوهنځی.

۴ـ رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۸لمریز). د تصوراتو بڼ. کابل: د ولسمشرۍ ماڼۍ.

۵ـ سالک، مصطفی. (۱۳۹۸لمریز). له څاڅکي تر سېپۍ. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ غنضفر، اسدالله. (۱۳۹۳لمریز). جادوګر هنرـ لومړی چاپ. ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه.

۷ـ ناګار، فضل ولي.(۱۳۹۶لمریز ـ لیندۍ). د رحمان بابا تغزل او شعریت. پوهه مجله. ۳ ګڼه. پر له پسې ( ۶۷ ) ګڼه. ننګرهار: د ننګرهار پوهنتون.

ټګونه: ادبیاتشاعريغزل او تغزل
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    د موټروانۍ پر مهال نه‌غوسه کېدل مو ژوند ژغوري

    نوومبر 6, 2024
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025
    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

    نوومبر 13, 2025
    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    نوومبر 13, 2025

    وروستي خپاره شوي

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه

    نوومبر 30, 2025
    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    نوومبر 23, 2025

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved