د کابل ښاروالۍ له لوري په ۱۶مه ناحیه کې د سړکونو، کوڅو او یو تفریحي پارک جوړولو شپږ پروژې ګټېاخیستنې ته سپارلې دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د دغو پروژو چارې د ۵۰٫۹ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو پروژو کې د ټولټال ۳ زره ۸۴۷ متره په اوږدوالي کوڅې او سړکونه او همداراز په پر ۸۰۰۰ جریبه ځمکه د یو تفریحي پارک جوړول شامل دي.
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د یادو پروژو چارې له دریو تر څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو پر مهال یې سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شوې وه.

























































