لیکوال: پیوند پټان
سر راباندې ګرځېده؛ خو ډېر مې نه وو څښلي، په ځان پوهېدم. يو لاس مې پر نس اېښی و، بل مې د دروازې زنګ ته وروغځاوه. مخکې له دې چې زنګ کېکاږم، د وره لاستی ټیټ شو، ور خلاص شو. لاندې مې وکتل، ژېړ غاښونه یې ښکارېدل: راغلې؟ ډېر درته په تمه وم. په کړکۍ کې ولاړ وم، ټول تېرېدونکي موټر مې وشمېرل. هره ټکسي به مې چې لیده ما وې ته به پکې یې؛ خو ته له شخصي موټره راښکته شوې پیسې یې هم درکړې.
هېڅ مې و نه ويل، له څنګه یې تېره شوم، لوڅې پونډۍ مې یې د بدن په تورو وېښتانو ولګېدې، ځان مې ورږدېده.
ګړپ شو، ور یې بند کړ. زيږې ګوتې یې زما په پونډۍ ولګېدې. شاته شوم، تندی مې ترېو کړ، ښه مې ورته و نه کتل. خلاصې پنجې یې قاط کړې، لاس یې ورټول کړ، سر یې ښکته واچاوه: ما ویل نس دې خوږېږي؟
په بې پروايۍ مې ورته وویل: پرې مې ږده.
ورو یې سر راپورته کړ، بوکه خوله یې وښورېده: ما څه نه دي کړي!
دستکول مې کوټبند ته وځړاوه، زنځير مې یې کش کړ، سګرټ مې ترې ویستل. له کړکي سره د نږدې مېز پاسنۍ خانه مې راکش کړه، لاس مې ور اوږد کړ، لایټر مې واخیست.
– دومره سګرټ مه وهه!
مخ مې ورواړوه، پر تخت ناست و، پښې یې ښکته ځړېدلې وې. پر شونډو اېښي سګرټ ته مې لایټر ولګاوه، له خولې مې مړې لوخړې د سترګو په لور راپورته شوې، سترګې مې نیمه بندې کړې: پفففف.
– زه پوهېږم چې ډېر دې بد اېسم، راځنې په عذابه یې؛ خو زما خوښېږې. ستا دا ټول کارونه مې په ذهن کې پاتې کېږي او د شپې بیا ټوله شپه وینې ژاړم.
له کړکۍ مې دباندې وکتل، سر مې وښوراوه: ته احمق یې.
– هو یم.
څه شېبه مې یوازې د باندې د موټرو شغا اورېده. د میوزیک غږ شو، په خوشحالۍ یې وويل: ګوره ستا د خوښې فیته مې پیدا کړې.
زه پر کټ پرېوتم، روجايي مې راباندې کش کړه.
په خوب مې د وره زنګونه لیدل. ویښه شوم، په ریښتیا چا د وره زنګ واهه. ژر راپاڅېدم، پښه مې پر ځمکه کېښوده، سر مې وګرځېده. په مېز مې لاس کېښود، کړکۍ خلاصه وه، مخکې له دې چې بنده یې کړم وره ته ورغلم. زما ګاونډی ماشوم و، پوزه یې کش کړه، لاړې یې تر ستونې تېرې کړې: بیزوګی دې، پر سړک مړ پروت دی.
کړکۍ ته مې ورمنډه کړه، کوچنی تور جسم پر سړک پروت و، وینې یې تر ویالې رسېدلې وې، خلک پرې راټول وو، ځینو پاس کړکۍ ته کتل.

























































