د کندهار ولایت «سپینبولدک» ولسوالۍ ته غځېدلی دویم لین ۳۹٫۶ کیلومتره سړک د ۱٫۲۲ میلیارد افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د یو پولچک، روډ مارکینګ او شولډر د رغونې چارې هم شاملې دي چې چارې به یې په راتلونکو ورځو کې به بشپړې شي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې په کندهار کې تر سپینبولدک ولسوالۍ پورې د پخواني لومړي لین سړک د بیاترمیم چارې هم په نږدې راتلونکو کلونو کې پیل شي.
بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دې سړک جوړېدو ته خوښ دي او له حکومته یې غوښتي چې هلته نورې ورته پروژې هم پلې کړي.













































