خنثا لیکنې یا خنثا نویسي د لیکوال له پاره له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي. دا ستونزه د ډار، لرې والي او لټۍ له وجې منځ ته راځي.
خنثا لیکوال، معمولاً په فکري فضا باندې یرغل کوي، د هېڅ ډول تحول او نوښت د رامنځ ته کولو نه پرته، لیکل کوي؛ خو د ویلو له پاره کومه نوې وینا او خبره نه لري.
هماغه ډول چې ومو ویل، لټي او مصلحت پذیري (د شخصي ګټو په بنسټ تصمیم نېول) یې مهمې انګېزې دي.
بې له شکه روان حالت ته په کتو، د اخلاقي موردونو رعایت او د لوستونکي ذهني ارزښتونو ته پاملرنه یو ښه او کټور کار دی؛ خو له هغو موردونو نه ډارېدل چې ویل یې د لوستونکي له پاره اړین ګڼل کېږي، یوه مهمه موضوع ده،
په لومړیو کې د خنثا لیکولو نه ډډه د فکر په بیان کې زړه ورتوب غواړي؛ یانې څه چې د منطقي لیدلورو په اساس زموږ په ذهن کې دي، د څه او څنګه پرته وړاندې کړو او شونې ده چې په دې پړاو کې د ډېرو خلکو زموږ دا کار خوښ نه شي؛ خو د هغه څه ویل چې په ذهن کې مو دي، یو التزامي او مهم کار شمېرل کېږي، چې له بیان یې باید ونه وېرېږو.
لوی لیکوال لکه: ژان ژاک روسو په خپل “اعتراف” او ډاکتر براهني “په مسو کې طلا” کتاب کې، زیات پلویان په بیان کې د صراحت او له خنثا لیکلو څخه د ډډې له وجې د خپل ځان په لور جلب کړي دي. لکه پورته چې څه نا څه یادونه ترې وشوه.
د خنثا لیکنو څخه څه ډول ډډه وکړو؟
په لومړیو کې زموږ لیکنه باید د یوه پیغام درلودونکې وي او دا پیغام په یوه ښکاره ژبه باندې وړاندې شي.
د موضوع په بیان کې باید شجاعت او صداقت له یاده ونه باسو.
په عامه اصطلاح داسې کار ونه کړو چې نه سیخ وسېزي او نه کباب، موضوع مو چې څه ډول په ذهن کې ده او په حقیقت کې هم د هغې اصل په پوره باور شتون ولري، بیان کړو. دا چې کوم کسان یې موخه ګرځې دا نو په لوستونکو پورې اړونده خبره ده.
په لیکنو کې د اصلي موضوع څخه د تښتې څخه باید ډډه وکړو او د هغې مقولې په ډول: “شف شف نه، شفتالو بګوییم”
رښتیا د ګټې خواته له له میلان قربان نه کړو؛ څه چې رښتیا دي همغه ولیکو.
له ستایونکو، ځان ښودونکو او سختو لیکنو څخه لرې اوسو، هغه څه چې د رښتیا په ډول زموږ په ذهن کې دي، په یوه صمیمي ژبه باندې په جدي ډول ولیکو؛ ځکه په دې کار سره د لوستونکو باور زموږ د لیکنو په وړاندې ډېرېږي.
جدي لیکل او د خنثا لیکنو څخه ډډه په دې مانا نه ده چې په لیکنو کې د اخلاقي ارزښتونو څخه ځان لرې کوو؛ بلکې د رښتیا او اخلاقي نکتو د ویلو ترمنځ د تعادل مراعاتول دي، چې باید پاملرنه ورته وکړو.

























































