لیکوال: خالد نویسا
ژباړن: حامد بهیر
بیګدا ښار، چې په دې نږدې وختونو کې دلته راغلی یم، یو ښکلی او غلی ښار دی. په یوه ځای کې یې کروندې، ټېټې او لوړې غونډۍ له دریو زېړ، تازه او پیکه شنو رنګونو سره د څپو په شان یوځای شوې دي. ځنګل د کروندې شاه ډکه کړې ده او د ناجو ونو د اسمان لمنه د ارې د غاښونو په ډول جوړه کړې ده. فکر کوم چې ځنګل ته دومره ورته نږدې یم چې کولای شې په لاسونو سره لمس کړم او ځنګل د یوه جادوګر په ډول باندې په ما باندې منتر وایي او د ځان په لور مې ورکاږي. په ارامه یې په لور قدمونه ږدم، د غونډیو په لمنو کې د لرګي کورونه د سړي زړه وړي، دا سپین او سره کورونه او کوټې د رسامانو هغه باب دی چې د ښکلا د ښکار تږې وي.
د کروندو ترمنځ د تراکتورو په یو لاره باندې د خندق (بوی ناکه ویالې) تر څنګ روان یم، یوه کور ته نږدې، خلک په حیرانتیا ماته ګوري، سپی هم خپله دنده سرته رسوي، راته غاپي او د لرې نه د غواوو اوازونه هم اورم. که د لمر هغه تېزې وړانګې چې سترګو ته مې برابرې دي، پرېږدي کولائ سم چې د سپي شاوخو په ښه ډول ووینم. دا سې یو ځا ته رسېدلی یم چې لاره نوره نرۍ کېږي. د یوه لرګین کور څنګ ته چې نارنجي رنګ لري ودرېدم، دا کور دومره ارام او غلی و چې فکر کوم زما د پښو اوازونه یې اورېدلي دي او راباندې خبر شوي دي. د شنه چمن ترڅنګ لارې همداسې امتداد درلود، وړاندې لاړم. یو ټک ټګ اواز چې د چکش اواز ته ورته و د کور د شاه نه مې تر غوږو را رسېدو. د کور ترڅنک همداسې د کور شاته لاړم، یو سپین ږیری سړی چې تقریباً اتیا سلنه (انشټین) ته ورته و او چکش یې په لاس کې و او مخې ته یې دړې پرتې وې، راته پام یې شو او یو بل ته مو وکتل. لږ مخکې لاړم؛ خو لاره تر خندق هاخوا نه وه تللې، بنده وه، را وګرځېدم، د دویم ځل له پاره بیا د همغه بوډا مخې ته ور ورسېدم. بوډا راته وکتل، د غټو بریتو لاندې نه یې د سګرېټ نری دود راوت، موسک شو او راته ویې و یل« غواړې مرسته درسره وکړم؟»
ورته ومې ویل: غواړم ځنګل ته لاړ شم؛ خو فکر کوم د دې لوري نه لاره نه لري.
خپل کار یې پرېښود، لاسونه یې په ملا کېښودل او ویې ويل:«بښنه غواړم! دا لاره زموږ کورته راغلې ده؛ خو ته کولائ شې له لاندې لارې نه ځنګل ته لاړشې.»
ژبه یې د دې ځای د نورو اوسېدنکو په ډول نه وه، ملایمه، نرمه او د پوهېدو وړ وه. په ګوته باندې یې هغې بلې لارې ته اشاره وکړه.
اوس پوه شوم، په غلطۍ کې د دې زاړه سړي کور ته راغلي یم. وشرمېدم او ومې ویل:«اوه، بښنه غواړم! زه هېڅ پوه نه شوم چې ستاسو کورته راغلی یم. اصلاً د دې ځای کورونه هېڅ دېوالونه او دروازې نه لري چې سړی په دې پوه شي چې دا یو کور دی.»
بوډا وخندل، لاندې شونډه یې چې د تمبامو دود توره کړې وه، ښکاره شوه. د سپینو بریتو منځ یې د سګريټو د دود له کبله زېړ مالومېده. مخکې راغئ اږ راته ویې ویل: «هو، زموږ کورونه دروازې او د ېوالونه نه لري؛ ځکه دلته غله نه راځي.»
ورته ومې ویل چې: «زموږ په وطن کې کورونه لوړ لوړ دېوالونه لري، تر هر کور درۍ او څلور دېواله تاو دي.»
زاړه سړي چکوش په ځمکه ګوزار کړ او ویې ویل: «موږ دېوالونه نه لرو.»
ورته ومې ویل چې له کوم ځای نه راغلی یم، د تندي خولې مې پاکې کړې. هغه راته د کېناستلو وویل تر څو چې دمه مې جوړه شي. دوه څوکۍ چې د لرګي نه جوړې وي زه او هغه پرې کېناستو. پوهېدم چې یو نرویژي خبرې تر ډېره د هوا او اقلیم په اړه وي؛ نو ورته ومې ويل: « زه نه پوهېدم چې د دې ځای اوړی به دومره ګرم وي.»
زاړه سړي مې خبره ومنله او زیاته یې کړه چې دا ډول ګرم اوړي یې کم په یاد دي.
د کور نه یو ځوان هلک را ووت او زموږ ترځنګ تېرېده، زموږ خواته یې وکتل، موسک شو، پوه شوم چې موخه یې سلام و. ښه ښایسته دریشې یې په تن وه، د تراکتور خواته لاړ، چې مخامخ په یوه ګراج کې چې دروازه یې خلاصه وه ولاړ و. ظاهرً داسې مالومېده چې جوړوي یي، په خوښۍ باندې په خپل کار باندې بوخت و.
سپین ږیري وویل: «زوی مې دی، اولاکریستیان. څو ورځې وروسته په شمال کې د یوې نجلۍ سره واده کوي، غواړي چې د کتابتون اداره ولولوي.»
ومې ویل: «ډېر ښه، ډېر ښه.»
ویې ویل: ښه والی یې په دې کې دی چې په خپل وخت واده کوي.
ومې ویل: واده که ښه وي؛ نو ښه دی.
ــ رښتیا؟
ــ نه پوهېږم، زه اس هم یوازې ژوند کوم. البته غوښتل مې چې واده وکړم؛ خو نه شوه. ډېر سخت و. پلار مې په کلي کې یو ټوټه ځمکه درلوده، له دوو غوایانو سره.
بوډا د کور په لور وکتل او غږ یې وکړ: «انګرید، میلمه لرو.»
یو چالاکې زړې ښځې د پخلنځي له کړکۍ دباندې را وکتل، څو شېبې ورکه وه؛ خو لږ وروسته له دوو ګیلاسو سره زموږ په لور راغله. لانده لاسونه یې په لمن پاک کړل په ډاډه غږ یې وویل: «په لیدو مو خوشحال شوم.»
زېړ رنګ شوي وېښتان یې دا ښکاره کوي چې نه غواړي بوډا توب ته تسلیم شي. مصنوعي غاښونه یې د هارمونیې د بټنو په ډول ټول په یوه اندازه وو او په کوم ډول بېړه چې راغله، هماغسې بېرته لاړه.
بوډا وویل: ښا.
ومې ویل: زه یو لنډه کیسه لرم، په کلي کې مې د یوې نجلۍ سره مینه درلوده. ډېر وخت یې ونیو چې مور او پلار یې راضي کړم. موږ تراکتور نه درلود، یوازینۍ پانګه مو یوه ټوټه ځمکه وه، دوه غوایان مو درولودل، چې قلبه به مو پرې کوله. پلار مې ویل چې بله چاره نه شته، یو غویی پلورم او پیسې به یې ستا په واده کې ولګوو. یوه ورځ مو غویی د اوبو په منځ کې بند شو، اوبو راچپه کړ، خېټه یې په یو ډبره باندې ولګېده او پرې شوه، یوه ورځ ژوند و او په بله ورځ یې مړ شو. دا یو بد شګون و، نور هېچا نه غوښتل چې له ما سره واده وکړي.
د غوایی غږ مې واورېد، یو څه مې زړه تش شو، لکه پرېشاني مې چې تبخیر شوې وي، د سپین ږیري سترګو ته مې کتل.
بوډا وویل: زه یوویشت غوایان لرم، په ټولو مې نومونه ایښي دي. کله چې قولبه پرې کوم او دوی ستړي شي، نو په اشاره مې پوهوي چې ستړي یو، هماغه وي چې ماشین راوغواړم.
ورته ومې ویل: وروسته بیا هغه نجلۍ لاړه او د بل چاسره یې واده وکړ. زه هم ایران ته راغلم، کار مې وکړ، پیسې مې وګټې او څو کلونه اوښتي چې دلته ژوند کوم.
بوډا شاوخوا کتل، داسې ښکارېده چې په سپي پسې یې کتل، سپۍ وړاندې په شنه چمن کې ډډه وهلې وه.
ما خپلې خبرې دایې پسې وغځولې: غواړم ووایم چې کله په یوه کور کې غویی مري، دا یوه بد مرغي ده. که څه هم هغه غویي او یا هم غوا. کله چې مړ شي د څښتن ملا یې ماتېږي. سخت و، چې کله مې راضیې ته وویل، چې نور باید لاړشم. څو کاله وروسته نور هم په دې تمه وم چې ښایي واده ورسره وکړم؛ خو نه شوه. راضیه لاړه. زه هم اوس مینه نه ورسره لرم، خو کله کله مې چې طبیت خراب شي پسې خفه کېږم.
د بوډا خوښېدل چې خبرو ته یې غوږ ونیسم. او ویې ویل: «کله کله په اسانۍ سره هر څه سم شي؛ خو کله کله بیا په اسانۍ سره هر څه خراب شي.»
بیا یې شونډې سره ټولې کړې او هغه دړو ته یې غلي کتل چې تر اوسه یې مېخ نه و پرې وهلئ. خپلو خبرو ته یې داسې دوام ورکړ: زه، انګرید او د هغې ملګری (تریه) ټولګيوال وو. یوه ورځ یې په ټوکو کې په یوه خبره باندې سره جنجال شو. انګرید تر دې اندازې په خپله مینه باندې باور درلود، چې فکر یې نه کوو خبرو به خرابه شي؛ خو له یو ټوکې سره هر څه خراب شول. انګرید تریه په شاه کې ووهله، هغه په ځمکه باندې ګوزار شوه، په غوسه باندې راپورته شو او ورته ویې ویل چې نور نه غواړم ودې وینم، زما او ستا اړیکه نوره ختمه شوه.
له ګیلاس نه یې غوړپ وکړ او خپلې خبرې یې پسې وغځولې؛ البته چې د انګرید دبدن ټول غړی رک روغ وو، غټې سترګې، نرۍ ورېځې، لوړه پوزه او لویه خوله یې درلوده. له دې ټولو ځانګړنو سره بیا هم ښایسته نه و. یوه ورځ مې ورته وویل چې ښکلې یې. ویې خندل، بیا داسې ورځ راغله چې ښار ته لاړو او واده مو وکړ.
سپۍ خفه و او په مخې ته تاوېدونکي مچ ته یې کتل. بوډا وویل: تریه تردې پورې په تمه و چې بېرته په هر څه سم شي؛ خو کله چې خبر شو چې هغې له ماسره واده کړئ؛ نو لاړ چې یوه ښه نجلۍ یې ځان ته پیدا کړي.
بوډا یې موسکا له غوړپ سره تېره کړه، ګیلاس یې په ځمکه کېښود او ویې ویل: بل اخره یوه یې راپیدا کړه؛ خو ورسره بد مرغه شو. ښځې به هر وخت ورسره جنګونه کول او په هغه باندې به یې تهمتونه لګول. خو لنډه دا چې یو له بل نه جدا شول، تریه مړ شو او کیسه پای ته ورسېده.
ما ورته وویل چې: «هغه دسمال چې راضیې راته ګنډلی و، تر اوسه راسره دی او په بکس کې مې دی.»
زما دې خبرې په هغه باندې کوم تاثیر ونه کړ، د ځان په فکر کې و، زما زړه غوښتل چې ورته ووایم، پوهېږې؟ زما د کیسې په منځ کې د غویي مرګ څه رول درلود. البته چې رول یې درلود، راضیه اوس ناسته وه، زه یې له یاده وېستلی وم او زه هم په خپلو کارونو باندې لګیا وم.
بوډا وویل: «ژوند ډېر په اسانۍ سره څلور کسه په یوه او بله خوا باندې ولېږل او بس.
اولا کرستیان زموږ له مخې نه تېرېدو او سپي ورپسې کتل. فکر کوم چې سپی په هر څه باندې پوهېږي او له ځان سره وایي چې ژوند! ژوند د دې سبب شو، چې تریه په بدبختۍ کې مړ شي، یو بل سړی خوشحال شي، اولا کرستیان نړۍ ته راشي، لوی شي او یوه ورځ له خپلې ښایستې څېرې سره زما مخې ته راشي، د هغه سړي مخې ته چې یوه غویي هغه بد مرغه کړی دی. هغه ورځې او پېښې چېرې دی، ایا پوهېږي چې زموږ ژوند ته یې څومره بدلون ورکړ. ایا هغه غویي په دې باندې پوهېدو چې په رښتیا سره هم څه دنده لري.
بوډا په خبرو باندې لګیا و، ما نه اورېدې او نه پوهېدم چې څه وایي. له ځایه مې پورته شوم، کالي مې په خاورو نه و؛ خو ومې څنډل. بوډا په غلي ماته کتل او یو محوه موسکا یې په شونډو درلوده. څو قدمه وړاندې لاړم. ودرېدم. ورته ومې ویل: « په هر حال دا ډېره په زړه پورې ده، په لیدو مو ډېر خوشحال شوم.»
نورې خبرې مې ونه کړو او ترې را روان شوم.
شاوخوا ملایمه خوشبویي خپره وه. تر یوې ښاستې ونې لاندې چې تازه پاڼې یې درلودې، ودرېدم او نارنجي ډوله مېوې یې چې نوم مې یې نه و زده، ورته ځیر شوم. تر اوسه مې د طبعت په اړه احساس هماغسې و. وړاندې په پټیو کې تراکتورو کار کاوه او شنه ځمکه یې په بل مخ اړوه. واښه یې رېبل او ساتل یې تر څو یې ژمۍ غوایي وخوري. د لارې شاوخوا ونې چې تېره ورځ یې د باران سره غېږه نېولې وې. دومره پاکې او تازه شوې وې چې بې له عینکو مې په کې هر څه لېدل. یو څه چې مخکې لاړم بیا مې هماغه زرغونه ولیده. صافه او تازه هوا مې چې بدن ته ننوتله، په وړاندې کور کې یوه زړه ښځه يه سرای کې ناسته وه او د یوه څه په ګنډلو باندې لیګیا وه. په همغه دقت مې هرې ښځې ته کتل، تر هغې چې د دې او هغې ترمنځ په تېروتنه باندې ځان پوه کړم.
هماغه د تراکتور لارې ته مې ادامه ورکړه او روان شوم، ډېر په اسانۍ.
پای

























































