ژباړه: حامد بهیر
انتون چخوف، روسي ډاکتر او لیکوال و. د ادبیاتو په تاریخ کې له لویو کیسه لیکوالو څخه ګڼل کېږي. چخوف په خپل (۴۵) کلن ژوند کې تر (۷۰۰) ډېرې کیسې لیکلې دي. هغه وايي چې:
•د بشر تر ټولو خطرناک ډول هغه دی چې عقیده یې ډېره خو پوهه یې کمه وي.
* همدا ژوند دي، چې یو ګل ته ورته دی، چې په شنه چمن کې خوشحاله ولاړ وي. یوه وزه راځي، هغه خوري او هر څه پای ته رسیږي.
* تل دویمې تېروتنې ته پام کوه، لومړۍ د حق ده.
* راځه ژوند وکړو؛ لمر د ورځې دوه ځله ته راخېژي، موږ هم د دویم ځل له پاره دې نړۍ ته نه راځو. ژر تر ژره مو باید ځان د هغو شیانو سره چې له ژوند مو پاتې دي وصل کړو.
* باید یو ځل پرېکړه وکړو او ځان مو ارامه کړو؛ وخت د چا له پاره نه ودرېږي.
* احمق هغه چاته وایي چې د خپلو خبرو د اثبات له پاره یې هېڅ ډول سند نه وړاندې کوي؛ خو د بل د ناسم ښودلو له پاره سندونه وړاندې کوي.
* کلمات هېڅکله هم دا ځواک نه لري چې خوشحاله او یا خپه انسان راضي کړي؛ ځکه چې خپله د زیات خپګان یا خوشحالۍ زېږنده دي.
* وږی سپی له غوښې پرته په بل څه باندې عقیده نه لري.
* پوهنتون، د بااستعداده او بې استعداده خلکو استعداونه راښکاره کوي.
* دا لویه تېروتنه ده چې څوک د میین کېدو او یا هم د معشوق د پرېښودلو له وجې وځوروو؛ مینه او نفرت د انسان په خپل لاس کې نه دي.
* احمقان هم د کړکېچونو سره مقابله کولای شي، هغه څه چې موږ ختموي ورځنی ژوند دی.
* انسان هماغه څه دی، چې باور لري.
* عقل له له ډېر عمر څخه نه زده کېږي؛ له زده کړې زده کېږي.
* ما ته مه وایه چې سپوږمۍ ځلیږي؛ په ماتو ښیښو د ځلیدونکې سپوږمې وړانګې راوښیه.
انسان ته دروغ وایې، هغه دروغ وینې او څه نه وایي. په حقیقت کې هغه زغمي. هغه وخت فکر کوي چې کمعقل انسان دی او په څه نه پوهېږي.
* خوشبختي نه شته او موږ خوشبخته هم نه یوو؛ خو کولای چې ځان ته دا حق ورکړو چې په هیله کې یې شوو.
* کله چې یو ناروغ ته زیاتې دواوې ورکړل شوې؛ مانا دا چې نور د درمان وړ نه دی.
* په هنر کې له استعداد پرته بل نوی شی نه شته.
* که له یوازېتوب وېرېږئ؛ واده مه کوئ.
* یوازې د سختیو په مهال خلک په دې باندې پوهیږي چې په خپلو احساساتو او افکارو باندې برلاسي کېدل څومره سخت کار دی.

























































