ادبي طرحه: په حقیقت کې د زړه خبرې دي، چې د لیکوال عاطفي او احساساتي لیدلوري د کلمو په مرسته انځوروي.
ادبي طرحه د نوو لیکنو د جوړولو او ویلو له پاره په مختلفو ادبي ډولونو کې ده. لکه: شعر، کیسه، ډرامه، په ټوله کې د لیکوالۍ او معمولاً د ادبیاتو په برخه کې د کار د پیل په مانا ده.
مشهورو لیکوالانو هم تر ډیره د ادبي طرحې په وسیله په لیکلو پیل کړی دی؛ یانې همغه ډول چې وویل شول، د غه ادبي ډول، لیکلو ته د ورتګ مقدمه ده؛ هغه ورتګ چې لومړی د لیکوال خلاقیت ښیي او او وروسته وروسته هغه دې ته مجبوروي چې په راتلونکې کې یو ادبي ډول ته مخه کړي او لیکوالي نوره هم جدي ونیسي.
د ادبي طرحې ځانګړنې: په ادبي طرحه کې د لیکلو ژبه له احساس او فکر څخه مالامال وي، چې دواړه د لیکنې د وزرنو په ډول دي.
له بل لوري لیکوال د کلمو د عاطفي روان سره کار لري. او د هغو په ترتیب سره دا هڅه کوي چې تر ډېره کوټلې لیکنې وکړي.
ځینې بیا ادبي طرحې ته سپین شعر وایي، چې خبره یې ناسمه ده. په داسې حال کې چې د سپین شعر لمن تر ډېره د کلمو د دروني و بیروني اهنګ، موسیقۍ او د ایجاز و عاطفې تر څنګ خیال هم لري. هره مصرع یې د یوه مفهوم په بنسټ، په یوه ټاکلي مانا لرونکي چوکاټ کې بیروني شکل ته په پاملرنې سره په افقي او عمودي ډول باندې لیکل کېږي او لوستونکي ته يو نادر او حیرانوونکی احساس ورکوي؛ خو په ادبي طرحه کې نثر په ژبه باندې حاکم وي او د جملو د لیکنې انجنینري کلمې په عاطفي جملو کې راټولوي.
د یوې ادبي طرحې نمومه: اړینه نه ده چې څومره پاتي کېږي، یوه ورځ، یوه میاشت او یا هم یو کال. اړین کیفیت پاتې کېدل دي. ځینې په یوه ورځ کې ټوله نړۍ تاته ډالۍ کوي. ځینې بیا یو عمر ستا ترڅنګ وي؛ خو له درد پرته درته هېڅ نه درکوي او روح دې ګډوډ کوي. ځینې بیا ځانګړي وي او تاته ځانګړې شېبې ډالۍ کوي؛ ځینې بیا مهم نه دي چې څومره پاتې کېږي. هر څومره چې زر لاړشي هم، یاد او حس یې تلپاتې وي.
داستاني طرحه: ادبي طرحه د یوې لیکنې جوړښتي چوکاټ دی او ځانګړی جوړښت لري. په داستاني طرحه کې لیکوال هڅه کوي چې د لا جذابیت اړخونه لوستونکي ته القا کړي تر څو هغه د کرکټرونو پېژندنې ته لیوال شي.
د داستان او داستاني طرحې ترمنځ توپیرونه:
داستان یو هنرمندانه بیان دی، د پرله پسې پېښو؛ خو داستاني طرحه په متن کې د علت او د معلول د رابطې بیان دی ده.
د مثال په ډول: «پاچاه مړ شو او وروسته ملکه هم مړه شوه.» یوه کیسه یا داستان دی. خو « کله چې پاچا مړ شو؛ نو ملکه هم د ډېر غم له لاسه مړه شوه.» یوه داستاني طرحه ده. ځکه د علت او معلول درلودنکې ده او یو له بل سره په اړیکه کې ده.
«د همینګوی شپږ کلمې داستان د یوې داستانې طرحې ښکاره مثال دی: «د خرڅلاو له پاره! د نوې زېږېدلي ماشوم بوټان، چې هېڅکله یې هم نه دې په پښو کړي.» ولې د خرڅلاو له پاره دي؟ ځکه هېڅ وخت یې نه دې په پښو کړي. یوه غمجنه کیسه ده. دا هر څه یو له بل څخه جلا نه دي بلکې د یوې لنډې کیسې طرحه ده.»(فاطمه فرید، طرح داستان یا پیرنګ چیست؟)
داستاني طرحه د یوه داستان اسکلیټ جوړوي. خو په پوره ډول باندې داستان نه دی؛ بلکې یوه لاره ده چې په هغې سره لوستونکې د داستان ویلو ته لیواله کېږي. کلي متن ته ارجاع کېږي او په کوچنیو او جزؤي کارونو باندې شکل پیدا کوي.
د خبرې پای: ادبي طرحه د حجم له پلوه د استانې طرحې نه کوچنی جوړښت لري؛ خو بیا هم د هر لیکوال کړنلارې ته په کتو توپیر کوي. په ادبي طرحه کې چې په ټوله کې د یوه لیکوال دزړه عاطفي خبرې دي، د یوه ستوو جملو له لارې د احساس سره کار لري. خو په داستاني طرحه کې د ژورې عاطفي فضا د درلودلو سره، موږ د شخصیتونو د لیکنې له ډول او د علت او معلول د اړیکې سره اشنا کېږو.

























































