د معیار او کیفیت ادارې په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بېکیفیته ودانیزو توکو له مسترد کېدو خبر ورکړی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو ودانیزو توکو کې ۲۶ ټن بېکیفیته ګاډر شامل وو چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې یاده اداره د بېکیفیته توکو ارزونې پروسه په جدي توګه پر مخ وړي او نه پرېږدي چې هېواد ته بېکیفیته توکي وارد شي.
د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې بېلابېل توکي مسترد کړي وو.

























































