کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې له لوري څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په بېلابېلو سیمو کې له سړکونو څخه د واورو پاکولو چارې په منظم ډول ترسره شوې او لا هم روانې دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دې سره به له یوې خوا د سړکونو د کنګل کېدو او د ترافیکي بهیر د بندېدو مخه ونیول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د دې ادارې مشرتابه او کارکوونکي د شته امکاناتو په کارولو هڅه کوي چې په لنډ وخت کې له سړکونو واوره پاکه او ښاریانو ته د تګ راتګ خوندي شرایط برابر کړي.
د یادولو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېرو سیمو کې واورین ورښت روان دی چې له امله یې تر دې دمه ۶۱ کسانو ژوند بایللی دی.

























































