لیکنه: ولي الهام
د پاریس د تړون له تصویبېدو نږدې لس کاله وروسته هم نړۍ د اقلیم په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ ده. دغه تړون د نړیوال یوالي د رامنځ ته کولو تر څنګ د هېوادونو پام اقلیمي بحران ته ور واړاوه او د ګډ عمل لپاره یې یو واحد چوکاټ جوړ کړ، خو واقعیت دا دی، چې د تودوخې د زیاتېدو، د هوا د ککړتیا، د طبیعي ناورینونو د شدت او د اقلیمي نا انډولۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده. د نړۍ د صنعتي او اقتصادي سیاستونو له امله د فوسیلسونګ د استخراج او کارولو کچه تر پخوا لوړه شوې او ګڼ شمېر هېوادونه لا هم د اقتصادي ودې د ساتلو په موخه په سکرو، نفتو او ګازو تکیه کوي. دا هغه څه دي چې د ۱.۵ درجې سانتي ګراد موخې ته رسیدل له جدي خطر سره مخ کوي. تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د هېوادونو ژمنې داوطلبانه دي، یعنې د هر هېواد د سیاسي، اقتصادي او تخنیکي ظرفیتونو پر اساس ټاکل کېږي. ډېرو هېوادونو کمزورې ژمنې کړې او ان هغه ژمنې چې اعلان شوې وې، په عملي میدان کې یا پوره نه شوې او یا یې د پلي کېدو پروسه خورا ټکنۍ ده. د اتيا هېوادونو د فعالیت ارزونې ښيي، چې د پلانونو او عمل تر منځ واټن لا هم شته او له همدې امله د کاربن اخراج په نړۍ کې په هغه سرعت نه راکمېږي چې د تړون موخې یې غواړي. په دې برخه کې بد خبر دا دی، چې د ځمکې تودوخه لا هم مخ په لوړېدو ده او د تودوخې د خوندي د ساتلو په موخه نړۍ یوازې یوه ټاکلې اندازه کاربن خپرولی شي، چې د کاربن بودیجه بلل کېږي. دا بودیجه نږدې ختمه شوې، ځکه د انسانانو له لوري د کاربن خپرېدل ډېر زیات شوي. که له دې کچې زیات شي، نو د ځمکې تودوخه به تر ۱.۵ سانتي ګراد درجې لوړه شي او خطرناک اقلیمي بدلونونه لکه: سېلابونه، وچکالۍ، په ځنګلونو کې اورلګیدنې او طوفانونه به رامنځ ته شي. د اقلیم بدلون یوازې د هوا د تودوخې ستونزه نه ده، بلکې د ځمکې د کارونې بدلون، د ځنګلونو له منځه تګ، د اوبو په سرچینو فشار او د طبیعي تنوع کمېدل ټول یو له بل سره تړلي کړکېچونه دي چې د اقلیمي بحران لامل کېږي.
نړیوال عدالت هم یوه بله لویه لویه ستونزه ده. بډایه هېوادونه د تمویل، ټکنالوژۍ شریکولو او ظرفیت لوړولو وعدې کوي، خو په عمل کې ډېری دا مرستې یا ځنډېږي او یا په کافي اندازه نه ورکول کېږي. د ټیټ عاید هېوادونه، لکه افغانستان د اقلیم له زیانونو سره ډېر مخ کېږي، خو د مقابلې اسانتیاوې یې بیا خورا محدودې دي. دا نا انډولي د پاریس تړون د اصولو خلاف ده، او د نړۍ د ګډو هڅو اغېز کمزوری کوي. په نړیوال سیاسي ډګر کې رقابتونه، اقتصادي ګټې او د انرژۍ بازارونو فشار د اقلیم لپاره د واحد اقدام مخه نیسي. ځینې هېوادونه کوښښ کوي چې زر پاکه انرژي زیاته کړي، خو همدغه هېوادونه بیا له بلې لارې د نفتو یا ګازو د نوو پروژو ملاتړ کوي، چې دې ته د سیاست دوه مخی چلند ویل کېږي. که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي نړۍ د همدې لسیزې تر پایه د ۱.۵ درجې سانتي ګراد حد مات کړي او په راتلونکي کې د تودوخې درجه له ۲ سانتي ګراد درجې واوړي او یا هم ورته نیږدې شي.که څه هم پاریس تړون د اقلیم د نړیوالې مبارزې لپاره تاریخي اساس دی، خو د ژمنو کمزوري، سیاستونه، د اقتصادي ګټو تسلط، د پاکې انرژۍ نا انډوله پرمختګ او د طبیعي سیستمونو زیان هغه خنډونه دي چې نړۍ یې تر اوسه له واقعي پرمختګ څخه شاته ساتلې ده.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون، چاپېریالي ستونزو او طبیعي ناورینونو له جدي ګواښونو سره مخ دی. د چاپېریال ساتنې په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې شته، چې د هېواد د اوږدې جګړې، سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي ضعف او د ادارې کمزوري جوړښتونو له امله یې شدت نور هم زیات شوی دی. د وچکالۍ پراخېدل دغه هېواد په ډېروو ولایتونو کې د کرنې او اوبو د سرچینو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی، د ځنګلونو کمښت لا هم محسوسېږي، چې دغه چاره نه یوازې د کاربن جذب کموي، بلکې داوبو سرچینې ګواښي، د ځمکې فرسایش زیاتوي، د خاورې د کمزورۍ لامل کېږي او د سیلابونو د راوتلو خطر ډېروي. په ښارونو کې د هوا ککړتیا د موټرو زړو شبکو، د ډبرو سکرو دودیز استعمال، د پلاستیکي موادو زیات مصرف او د فاضله موادو کمزوری مدیریت لا هم د جدي ستوزنو له ډلې دي. له دې ټولو سره سره، په هېواد کې لا هم د اقلیم د څار او علمي څېړنو سیستمونه نه دي پیاوړي شوي، له دې کبله د پالیسۍ جوړونکي او متخصصین د رېښتینو مالوماتو پر اساس سم پلانونه نه شي جوړولی.
د تخنیکي ظرفیت کمښت هم د افغانستان د چاپېریالي پروژو د پرمختګ په برخه کې یو لوی خنډ دی. ډېری ادارې د داسې متخصصینو له کمښت سره مخ دي، چې د چاپېریالي پروژو د پرمخ بېولو په موخه د لازمې تجربې او وړتیا خاوندان وي. نړیوالې مرستې هم د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي او له همدې امله دغه هېواد نشي کولی د چاپېریال ساتنې لویې او اغېزناکې پروژې پیل یا بشپړې کړي. د اقلیم د بدلون او د چاپېریال ساتنې د ننګونو په منځ کې، افغانستان د نورو پرمختللو هېوادونو په پرتله ډېر زیانمن دی. وچکالي، د ځنګلونو کمښت، د اوبو د سرچینو کمښت، د ښارونو د هوا ککړتیا، او د فاضله موادو نا مناسب مدیریت د اقلیم د بدلون د اغېزو شدت نور هم زیاتوي. د افغانستان لپاره د چاپېریال ساتنه یوازې د قانون او پالیسۍ مسله نه ده، بلکې د هېواد د ټولنیز، اقتصادي او اداري جوړښتونو سره نږدې تړلې ستونزه ده. افغانستان یوازې هغه مهال کولی شي د اقلیم د بدلون پر وړاندې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي او دوامداره چاپېریال رامنځته کړي، چې د دې ستونزو د حل په موخه پراخې نړیوالې مرستې، د ظرفیت لوړونه، علمي څېړنې، د ټکنالوژۍ لېږد، د ککړتیا کمول، د ځنګلونو بیا رغونه، د اوبو د سرچینو مدیریت او د ښارونو چاپېریالي پلانونو پیاوړتیا یقیني شي.
په تېرو لسو کلونو کې چین د نړۍ په کچه د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېر مهم او مثبت ګامونه پورته کړي دي. چین نه یوازې د کور دننه د ککړتیا د کمولو او پاکې انرژۍ د پراختیا لپاره سترې پالیسۍ عملي کړي، بلکې په نړیواله کچه یې هم د اقلیم د بدلون پر وړاندې یوه فعاله او اغېزناکه ونډه لرلې ده. په دې موده کې چین د لمریزې، بادي او اوبو د انرژۍ تولید پراخ کړی، د هوا د کیفیت د ښه کولو په موخه یې پراخ پروګرامونه پلي کړي او په ګڼو ښارونو کې یې د هوا ککړتیا ګراف د پام وړ ټیټ شوی دی. د برښنایي موټرو تولید او د پاکو ټرانسپورټي شبکو پراختیا چین ته دا فرصت برابرکړی، چې نه یوازې د داخلي انرژۍ کارونه پاکه کړي، بلکې د نړۍ په بازارونو کې هم د پاکې ټکنالوژۍ د وړاندې کولو مخکښ هېواد شي. چین په ۲۰۶۰ کال کې د کاربن درجې صفر ته د رسېدو ژمنه کړې او د دې موخې لپاره یې په صنعت، ټرانسپورټ، کرنه، انرژۍ او ښاري پراختیا کې لوی بدلونونه رامنځته کړي. د سولر ټکنالوژۍ، بادي توربینونو، بټریو تولید او د شنو ښارونو جوړول هغه عملي ګامونه دي چې نه یوازې د کور دننه مثبت اغېز لري، بلکې نړۍ ته هم د بدیلې انرژۍ په برخه کې یو مهم پیغام ورکوي.
همدارنګه، چین د یو کمربند او یوې لارې پروژې له لارې په بېلابېلو هېوادونو کې د پاکو انرژیو پروژې تمویل کړې، د شنو ټکنالوژیو صادرات یې زیات کړي او له پرمختیايي هېوادونو سره یې د اقلیم د پروژو په تمویل او ټکنالوژۍ شریکولو کې مهم رول لوبولی دی. دغه کړنو چین ته دا فرصت برابر کړی، چې د نړۍ په اقلیمي موضوعاتو کې مخکښ پاتې شي او نورو هېوادونو ته دا وښيي، چې پرمختګ او د چاپېریال ساتنه دواړه یو ځای شوني دي. چین د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په نړیواله صحنه کې یوازې ژمنې نه دي کړې، بلکې عملاً لاس پر کار شوی او په اړونده برخه کې یې تر اصلي مسوولیت هم ډېر فعالیت تر سره کړی او کوي یې. د ټکنالوژۍ، اقتصاد او نړیوال نفوذ له لارې یې نړۍ ته یوه مثبته بېلګه وړاندې کړې. دې هڅو نړیوالو هېوادونو ته دا څرګنده کړې، چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې ګډه مبارزه یوازې د یوه یا څو هېوادونو مسوولیت نه دی، بلکې د ټولو هېوادونو ګډ او همغږي اقدام ته اړتیا لري.
کله چې امریکا د پاریس له تړون څخه بهر شوه، د نړیوالو هڅو ځواک یې کم کړ، د تمویل او باور خلا یې رامنځته کړه. دې کړنې د نړیوالې اقلیمي مبارزې په بهیر کې جدي منفي اغېزه رامنځ ته کړه. امریکا اقلیم ته د نړۍ دویم ستر ګواښوونکی هېواد دی، چې په یاد تړون کې یې نه ګډون د نړیوالو هڅو د مثبت اغېز د کمښت لامل شو. د پاریس له تړون څخه د امریکا وتل لامل شول، څو د ټیټ عاید او پرمختیايي هېوادونو لپاره د اقلیم پروژو تمویل کمزوری شي، ځکه چې امریکا په نړیواله کچه د دې مرستو لوی ذمهوار ګڼل کېده. له دغه تړون څخه د امریکا وتل د نړیوالې بې باورۍ لامل هم شو او ځینې هغه هېوادونه چې د اقتصادي او سیاسي فشارونو له امله یې د ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلي وو، لا هم خپل پلانونه په بشپړ ډول نه دي عملي کړي. د امریکا د لنډمهاله نه ګډون له امله نړیوالې اقلیمي موخې له خطر سره مخ شوې، د دغه ځنځیرکړۍ کمزورې شوې او د ګډ نړیوال اقدام ځواک یې محدود کړ. که امریکا بیا له پاریس تړونه وځي، نو د نړیوالې اقلیمي مبارزې ګډ ځواک به نور هم کمزوری شي، د ټیټ عاید او پرمختیايي هېوادونو لپاره د اقلیم پروژو تمویل به لا محدود شي، د نړیوال باور کچه به نور هم راټیټه شي او ځینې هېوادونه به د خپلو ژمنو په عملي کولو کې نور هم شکي شي، چې له امله به یې د نړیوالو اقلیمي موخو ترلاسه کول سخت شي او د اقلیم بدلون د مخنیوي هڅې به اوسني ناوړه وضعیت ته په کتو بې پایلې پای ومومي.

























































