د بریتانیا حکومت پر هغې پرېکړه غَور کوي چې له مخې به یې د ماشومانو له لوري د ټولنیزو رسنیو پر کارولو بندیز ولګېږي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي چې په دې اړه راټولشوي نظرونه څېړي او ښايي خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړي.
د راپورونو له مخې چې ښايي په ښوونځیو کې هم ماشومانو ته په دې اړه جدي لارښوونې وشي.
تر دې مخکې استرالیا هم ورته اقدام کړی و او هلته یې له ۱۶ کلنۍ کمعمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړي وو.
د استرالیا حکومت ویلي وو چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو رواني روغتیا ته زیان رسوي او له واقعي ژوند یې څخه راګرځوي.

























































