د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي په دوام، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې له هرات څخه شاوخوا ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي دي.
د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې چې دا نباتات د ۲۴ میلیون ۲۶۸ زره ډالرو په ارزښت صادر شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په دې طبي نباتاتو کې د زرشک لرګي، توره او شنه زیره، شیرینبیان، زنجبیل، دارچین، آویشن او نور طبي نباتات شامل دي چې د روسيې، متحده عربي امارات، ایران او امريکا متحده ايالتونو بازارونو ته صادر شوي دي.
د هرات د مسوولینو په وینا چې چې د کروندګرو، سوداګرو او صادرونکو د ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د نړيوالو بازارونو ته د لاسرسي د پراختيا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

























































