لیکوال: ره نورد زریاب
ژباړه: حامد بهیر
یو وخت ځوانه او تکړه وه، خو اوس زړه شوې وه. سپینو ویښتو، کمزورو حواسو، د پوستکي ګونځو او د بدن د غړو رېږدېدا یې په دې دلالت کاوه چې نوره زړه شوې ده. خلکو بوډۍ ورته ویل. هغې به له ځان سره فکر وکړ او وبه یې ویل: «چې څومره زر زړه شوم!»
داسې ورته ښکارېده لکه کوم څه یې چې له لاسه ورکړي وي. یوه ګران بیه څه، ناهېلې به شوه او داسې به یې احساسوله لکه په کومه جګړه کې یې چې ماته خوړلې وي. لکه بریا چې هېڅ نه وي او د هر څه په پای کې ماته وي. هغه ماته چې په شتون کې یې د امید ټولې کړنې ناشونې وي.
یو دېوال جوړ شوی و، داسې یې احساسوله لکه چې چار چاپیره یې کوم دېوال وهل شوی وي، هغه دېوال چې دا یې له نورو څخه جلا کړې ده، له خپلو زامنو نږور او لمسیانو څخه. دېوال ورځ تر بلې سورور کېده. په دې اساس یې ورځ تر بلې له نورو سره فاصله زیاتېدله. دا یې خوښېدل چې د نورو نړۍ ته لاړه شي او هلته ژوند وکړي؛ خو یو نامرئي لاس ــ دېوال ــ شتون درلود چې دې کار ته یې نه پرېښودله. نورو د خپلې نړۍ په اړه دې ته څه نه ویل، دې هم هېله نه درلوده چې څه دې ورته ووایي.
د خپلو زامنو او لمسیانو څځه یې څخه یې جلا شوې وه. د جلا والي دلیل یې هم همدا دېوال و، دا دېوال یې له ټول درد و غم سره حس کوو. په دې هم پوهېده چې دا دېوال څه ډول د دې او نورو ترمنځ جوړ شوی دی؛ دا دېوال د اړیکو د پرېکون، جدایۍ او بېګانه ګۍ د ېوال و، چې هغه یې له دې او دا یې له نورو څخه جدا کړې وه. هغه تر اوسه هم په دې باندې نه پوهېده چې د ا دېوال څه ډول منځ ته راغی؛ خو د هغه د ډبرو درد یې احساسولای شوی. د دې دېوال شاته له ژوند کولو ستړې وه او خپل یوازېتوب ته دردېدله.
ځینې وخت به یې زړه غوښتل چې دا دېوال ونړوي. غوښتل یې چې ځان یې له نورو سره وصل کړي، بېګانهګي له منځه یوسي او د خپلې نږور خواته ورشي. غوښتل به یې چې له هغې سره مرسته وکړي. هغه وخت وریاد شو چې کله به يې لوښي مینځل او یا به یې هم پیالې ځای په ځای کولې، ناڅاپه به یې لاسونه ولړزېدل، پیالې او لوښي به چپه او یا هم مات شول. نږور به یې غوسه شوه، سترګې به یې ورته برګې کړې او ورته وبه یې ویل چې: « له تا چا مرسته غوښتې؟»
وروسته به یې پسې په زوره اواز وکړ: «پرېږدې مې کنه چې یو کار وکړم؟»
زوی به یې له هغې خوا را نارې کړې او ورته وبه یې ویل چې: «دا ته څه کوې؟»
لمسیانو به یې په رډو رډو سترګو دې صحنې ته کتل. د بوډۍ په نظر دا هغه څه و چې دا دېوال یې نور هم کلکولو. داسې به ورته ښکارېدله چې لمسیان یې د دېوال له هاخو لرې ځای نه دې ته لاس خوځوي او دې ته ګوري.
خفه به شوه، زړه به یې تنګ شو او اوږده به وغځېده. څو ساعته به همداسې غلې پرته وه؛ خو ناڅاپه به یې بیا تېرې خاطرې ذهن ته راغلي.
هغه وخت چې د دې او نورو ترمنځ دا دېوال نه و، د هغه وخت نسیم به یې د زړه پردې وخوځولې. ورو ورو به یې په زمزمه پیل وکړ او وبه یې ویل چې: «څومره زر زړه شوم!»بیا به یې د خپل سپي پړی به یې کلک په لاس کې ونیو.
یوه ورځ چې لمسیانو، نږور او زوی یې په خپل منځ کې خبرې کولې او په خپلو خبرو کې یې وویل چې د ګاونډیانو کورته غله ورغلي دي او ټول شیان یې ترې وړي دي. بوډۍ چې دا خبره واورېده زړه یې غوښتل چې د ګاونډیانو کورته لاړه شي او د هغوی پوښتنه وکړي. په لړزانده او کمزورو قدمونو د ګاونډې د کور په لور روانه شوه. ګوري چې ګاونډي يې له خپلو زامنو، مېرمنې او څو نورو کسانو سره په سرای کې د توت د ونې لاندې ناست دی. ګاونډی یې ډنګر سړی و، بدن یې ټول لړزې اخیستی و، غږ یې ژړغونی و، مېرمنې او زامنو یې هم غلی ماتم نېولی و او سړې ته یې کتل، څو نور کسان چې هلته وو هغوی هم ډنګر سړي ته کتل. ډنګر سړي د توت د ونې په شاخ پورې د پړې په تړلو بوخت و، چې بوډۍ نږدې ورغله او وته ويې ویل چې: «غلو مو څه یوړل؟»
سړي له ژړا په ډک اواز ورته وویل، ټول شیان، غرق شوم، غلو زموږ هرڅه یوړل.
بوډۍ ورته وویل: ښه نو اوس څه کوې؟
ــ د غه سپی په ونه کې راځړوم او زندۍ کوم یې.
ــ ولې؟
سړي په غوسه سپي ته وکتل او ویې ویل: « کله چې غله راغلل نو ولې دې نه غپل؟ تر څو موږ ویښ شو، هغه وخت خو موږ په خوندور خوب وېده وو.»
بوډۍ ته یې وکتل او بیا یي سپي ته وویل: ما دا دومره وخت د همدې له پاره ډوډۍ درکوله چې ته دې همداسې وېده وې او غله دې راشي زموږ د کور ټول شیان دې یوسي؟
نه نه، وژنم دې.
بودۍ چې کله سپي ته وکتل له هر څه بې خبره ولاړ و. پوه شوه چې د سپي او د دې خلکو ترمنځ یو لوی دېوال جوړ شوی دی، هغه دېوال چې دی یې له نورو څخه جلا کړی دی. داسې ورته ښکارېده چې سپی د دېوال د هاخوا ژوند څخه هېڅ خوشحاله نه دی. سړي ته یې وکتل او په لړزانده غږ یې وویل: اې ظالمه! دا کوچنی سپی څه ګناه لري؟ ټولو غلي سپي ته وکتل او له ځانو سره یې غلي وویل: هو بلکل، داسپی هېڅ کومه ګناه نه لري او دې سړي خپل عقل له لاسه ورکړی دی.
سړي وویل: زه مې خپل غچ ترې اخلم او وژنم یې.
بوډۍ وویل: توبه مې دې وي، دا څه لېونی دی. بیا په بېړه د سپي په لور ورغله، راپورته یې کړ، تر پلو لاندې یې ونیو او په بېړه د خلکو له منځه ووته. سپی یې وژغوره او له شا یې د سړي اوازونه اورېدل چې ویل یې «چېرته یې بیایې؟ زه هغه وژنم، خپل غچ مې ترې اخلم، غچ.»
ملګری یې پیدا کړ!
بوډۍ ملګری پیدا کړ، دا د سپي کوکری د هغې ملګری شو. په هغه باندې یې (قو) نوم کېښود. ډېرې شپې او ورځې یي یو له بل سره تېرې کړې. کوکری به هر وخت د بوډۍ شاوخو ګرځېده. د هغې له جامو سره به یې لوبې کولې. د هغې ګوتې به یې څټلې او د هغې د مخې سره به یې ټوپونه وهل. د سپې په دې کارو باندې به بوډۍ خوشحاله کېدله. او کله کله به یې ناڅاپه د خولې څخه قهقهـ خندا هم راووته. بوډۍ به چې هر چېرې تلله هغه به هم د یو کوچني سپین توپ په ډول پسې لغړیدو او منډې به یې پسې وهلې. کله کله به یې په دواړو لاسونو د هغې لمن کلکه ونېوله او ځان به یې پرې را ځوړند کړ. بوډۍ به وخندل او ورته وبه یې ویل: وږی شوی یې؟ لاړه به د خوراک له پاره به یې کوم څه ورته راوړل او چېغه به یې کړه: «قو، قو، چېرته یې، راشه.» کوکری به چې په هر ځای کې وو په بېړه به د بوډۍ په لور راغی. بوډۍ به په خوله کې ډوډۍ ورکوله هغه به هم په مزه مزه خوړله. بوډۍ به پوښتنه ترې وکړه چې: «مور دې څوک ده؟» کوکری به په ټېټ غږ وغرېده او بوډۍ به بیا پوښتنه ترې وکړه چې: «ایا مور دې هم ستا په څېر سپینه وه؟» کوکری به هماغسې د ډوډۍ په خوړلو لکیا و، نوره به یې هم وغوښته، بوډۍ به ورته وویل: « سپین سترګیه ها دا هم واخله.» کوکري به چې کله ډوډۍ وخوړه نو د مننې په دود به یې بوډۍ ته وکتل.
بوډۍ نوره یوازې نه وه او دا احساس یې نه کوو چې د دېوال نه هاخوا ده. ملګری یې پیدا کړی و، همدا کوکری د دې سبب شوی و چې نوره دا د یوازې توب احساس ونه کړي. نوې اړیکه منځ ته راغلې وه، تازه همدلته پیل شوې وه. اوس به یې لمسیان هم ځينې وختونه راتلل او د کوکري (قو) سره به یې لوبې او خبرې کولې. بوډۍ به له دې شیبو څخه خوند اخیست. فکره به یې کاوه چې نړۍ یې نوره پراخه شوې ده او یوازې نه ده. لمسیانو به یې پوښتنه ترې کوله چې دا سپی نور بچي زېږوي؟ بوډۍ به ورته وویل هو، کله چې لوی شي نو نور بچیان به هم وزېږوي.
لمسیانو به یې بیا ورته وویل: د هغې رنګونه به هم سپین وي؟
بوډۍ: په دې نو الله پوهېږي.
لمسیان یې: کاشکي هغه هم سپین وي!
بوډۍ په کوکري باندې لاس را تېر کړ او ورته وبه یې ویل چې وینې یې چې دا ماشومان څه وایي؟ وایي چې کاشکي یې بچیان هم سپین وي.
ماشومانو به منډې کړې او کوکري به هم له شا نه پسې منډه کړې. بوډۍ به خوشحاله شوه او وبه یې خندل. کله کله به هغې هم پسې منډه کړې؛ خو ستړې به شوه. اوس یې هغه دېوال ښه نه حس کوو، د ډبرو درد یې نور دومره نه محسوسو. داسې فکر به یې کاواه چې نوره یوازې نه ده او له نورو سره یې اړیکې جوړې شوې دي، له لمسیانو لو له خپل قو (سپۍ) سره چې نور لوی شوی و.
کوکری نور لوی شوی و، غاښونه یې نور لوی او کلک شوي وي. هر څه به یې خوړل، حتې غوړه غوښه هم. نری اواز یې نور ډبل شوی و. کله به يې چې غفل نو اواز به یې غالمغال جوړ کړی و او غورېدو به یې سړی وېرول. د بوډۍ د لمسیانو مېنه د قو (سپي) سره کمه شوې وه او سپی هم په دې باندې پوهېده؛ نو له همدې امله به یې دومره علاقه نه ورسره ښودله. دا هغه کار و چې بوډۍ یې خفه کړې وه.
اړیکه بیا د دوهم ځل له پاره له منځه تلله، لمسیان یې بیا د دې نه لرې شوي وو. تلل به د همغه پخوانې دېوال شاته. بوډۍ به غوښتل چې دا اړېکه بېرته جوړه کړي، لمسیانو ته به یې اواز وکړ چې راشئ او له سپي (قو) سره لوبې وکړئ؛ خو هغوی اوس له دې کار سره مینه نه درلوده. بوډۍ به له همدې امله زیاته خفه وه.
د سپي ترڅنګ به کېناسته، لاسونه به یې پرې وهل، ناز به یې ورکوو او ویل به یې: «ګوره دا ماشومان مه پرېږده چې له موږ څخه لاړشي؛ ځکه موږ بیا یوازې کېږو.»
سپی په څه نه پوهېده، په وازه خوله به یې بوډۍ ته کتل، په خوله کې به یې ژبه د سپینو غاښونو ترمنځ یوې او بلې خواته اړوله. بوډۍ به زارۍ ورته کولې او ورته ویل به یې چې: «ته له هغوی سره لوبې وکړه پوه شوې، ته به له هغوی سره لوبې کوې!»
سپی به بیا هم په کوم څه نه پوهېده، د بوډۍ خپګان به یو په دوه شو او بې واکه به یې له ځان سره وویل: «څومره زر زړه شوم!»
د سپي نور په کور کې زړه پتنګېده، غوښتل به یې چې د باندې لاړ شي، کوڅې ته. هره شېبه به لاړ او د کور د دروازې تر شا به ناست و، په ساعتونو ساعتونو باندې. بوډۍ به له دې کار څخه منع کوو او دروازه به یې کلکه بنده کړه؛ خو اندېښنه یې بیا هم ډېره وه، ډارېدله به له یوازېتوب څخه. سپي ته به يې ډېر خواړه ورکول، غوښتل به یې چې د کوره د باندې ونه وځي؛ خو سپي به د دې کار مخالفت کاواه او غوښتل به یې چې د باندې لاړ شي.
یوه ورځ یې په پړي وتړو، سپي ځان په ځمکه ځمکه وهه، چېغې به یې وهلې، وبه یې غفل او پړي به یې په غاښ کړ. بوډۍ نه شوی کولای چې دا حالت وزغمي او له ځان سره به یې وویل چې: «خدایه! اخر به ځان ووژني.»
خوشي یې کړ، بیا به هم د دروازې په لور تلو، د دروازې له چولو څخه به یې د باندې کتل. کله به یې چې د کوم سپي غږ تر غوږ شو نو سمدلاسه به له ځایه پورته شو او په زوره زوره به یې غپل.
ژمی را ورسېد، یوه ورځ قو (سپي) د نورو سپیانو اواز واورېده. کوڅې ته نږدې لاړ او په غفار یې پیل وکړ. د دروازې د بلې خوا ته هم سپیان را رسېدلې وو. دواړو غفل. قو هڅه کوله چې دروازه خلاصه کړي او د باندې لاړشي.
بوډۍ پسې نارې کړي: «قو، قو. چېرته یې د لته راشه!»
سپی به بې پروا و، همدارنګه په دې هڅه کې به و، تر څو یو لاره پیدا کړ او د باندې لاړ شي. بوډۍ به بیا پسې نارې کړې: «قو، راشه دلته!»
سپی بې پروا و او هڅه به یې کوله چې دروازه خلاصه کړي. بوډۍ نږدې ورغله، سپی یې له غاړې یې ونیو چې لرې یې کړي؛ خو ناڅاپه سپي په بوډۍ حمله وکړه، شاته یې ټېله کړه، د سپي په سترګو کې یې یو ډول جنون ځلېده.
بوډۍ په ځمکه پرته وه، جامې یې شلېدلې وې، لاسونه یې ګرېدلي او وینې وو. سپی لکه له خپل کار څخه یې چې پښېمانه وي، غلی شو، یوې خواته څملاست او غلي یې بوډۍ ته کتل.
بوډۍ د سپي په لور کتل او په ژړا یې پیل وکړ، په ژړا کې یې سپي ته ويل چې ته ما له مرګه خلاصه کړی وې!
سپي غلي یوې او بلې خواته کتل، بوډۍ بیا ورته وویل: ما ته را لوی کړې، یو موټی وې، دا زه وم چې ته مې تر دې حالته را ورسولې.
د سپي خوله وازه وه، سره ژبه یې د سپینو غاښنو ترمنځ ښورېدله او د بوډۍ د ژړاوو په وړاندې یې بې پروایې ښودله. د بوډۍ ژړا نوره هم زیاته شوه او داسې یې وویل:« اوس ته هم غواړې چې لاړشي، ها! ته هم ځې.»
نږور یې په بېړه راغله او ویې ویل: اوه خدایه دا څه ورځ ده! ته څه کوې لېونۍ شوې یې؟
بوډۍ له ژړا په ډکو سترګو باندې سپي ته کتل او نږور ته یې وویل چې: «وینې یې، هغه هم ځي. غواړي لاړشي. ځې د دېوال ها خوا ته او ما یوازې پرېږدي.»
غلې شوه، لرګی یې له لاسه ولوېد او ویې ویل؛ خدایه! څومره زر زړه شوم.
په ځمکه کېناسته، په هماغه ورځ باندې سخته ناروغه هم شوه، تبه به یې وه او پرته به وه. ټوله ورځ یې چټیات ویل، وروسته یې په سترګو کوم څه ونه لېدل او په غوږونو یې وانه ورېدل.
شپه را ورسېده، د شپې نیمایې وه، بودۍ په خولو کې ډوبه وه او په سختۍ په خوب کې نفس اخیست. خوب یې لید چې؛ په یوه دښته کې ولاړه وي، شاوخوا یې ګلکاران په کار لګیا وي او غواړې شاوخوا دېوال ووهي. (قو) هم له دې سره وي، قو زارۍ کوي او د خلکو په ډول خبرې هم کولای شي.
بوډۍ قو ته وویل: بس نورې چیغې مه وهه!
سپي په عاجزۍ باندې بوډۍ ته کتل او په زاریو یې ویل چې: «پرې مې ږده چې لاړشم! زه کولای شم چې لاړشم، ما پرېږده، پرېږده چې لاړشم!»
د بوډۍ زړه ناقراراه و، په دوو کې حیرانه وه، نه پوهېده چې قو ته اجازه ورکړي کنه؟ که قو پرېږدي چې لاړشي دا یوازې کېږي او که یې پرې نه ږدي نو هغه یوازې او خپه کېږي. قو پرله پسې بوډۍ ته ویل چې غواړي لاړشي. بل اخره بوډۍ هم ورته وویل چې: «سمده لاړشه… لاړشه ته ځوان یې او د ازادي حق لرې.»
سپې خېز کړل او د دېوال هغې خواته لاړ. ګلکارانو په بېړه بېړه خپل کار کاوه، دېوال هم شېبه په شېبه کلک او لوړېده. بوډۍ د دېوال هغې خواته د سپي اواز واورېده، پسې خفه شوه او ویې ویل چې: «خدایه! څومره زر زړه شوم.»
را ویښه شوه، نېمه شپه وه، ټول وېده وو. په وجود باندې یې خولې حس کړې، یخې وې. زړه یې په زوره روزه غورځېده. وروسته یې د قو اواز واورېده، له ځایه پورته شوه، ټیکری یې په سر کړ او د باندې لاړه.
واوره ورېده او ټول ځایونه یې سپین کړي وو، ویې لیدل چې قو هم همالته د دروازې ترڅنګ ناست دی، مخ یې د دروازې لور ته دی او ناهیلي ورته ګوري. بوډۍ سپي ته نږدې ودرېده، سپي په عاجزانه ډول بوډۍ ته کتل، بوډۍ ورته وویل: «ته کولای شې چې د دې دېوالونو نه هاخوا لاړشې؟» سپي د بوډۍ په پښو کې ځان واچوو، بوډۍ کېناسته، د قو په ګرمه شا باندې یې لاسونه تېر کړل او ویې ویل:«یوه ورځ به ته هم زوړ شې، لکه زه. ټول به درنه ځان لرې کوي؛ خو اوس ته لاړ شه. وروسته پورته شوه، زنځیر یې خلاص کړ او ورته ویې ویل: سمده لاړ شه. ته ځوان یې، نور ازاد یې، لاړشه!»
سپی په بېړه دباندې لاړ، واورې د کوڅې منځ سپین کړی و. څو سپیانو له یوه او بل سره لوبې کولې، یو په بل پسې یې منډې وهلې او یو بل یې بویول. (قو) هم د هغوی سره یو ځای شو.
بوډۍ همالته په دروازه کې ناسته وه، په سر او مخ باندې یې واوره ورېده، سترګو یې قو څارلو. سپیانو په خوشحالۍ د واروې په سر خېزونه وهل، ټول خوشحاله وو. قو د نور سپیانو سره له سترګو پنا شو.
د بوډۍ په مخ کې لوړ دېوال جوړ شوی و، سترګې یې درنې شوې، وروسته یې دېوال ونه لید. د واورې سپین والی یې هم نه لیده او څه یې حس کول هم نه. یوازې د ېوال شاته وه، له دېوال یې بد راغلل او ورو ورو یې شوندې وخوځولې: «خدایه څومره زر زړه شوم!»
پای

























































