د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته چمتووالي په موخه له ویتنام څخه دویمه دوستانه لوبه هم ګټلې ده.
افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر ویتنام ته ماتې ورکړې وه او دویمه لوبه یې هم له یادې لوبډلې څخه ۵ – ۲ ګولو په توپیر ګټلې ده.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رییس، احمدالله وثیق په اېکسپاڼه لیکلي چې د فوټسال ملي لوبډله به له ویتنام وروسته له ټایلنډ سره هم د دغه هېواد په کوربتوب دوې دوستانه لوبې ولري.

























































