لیکنه: حمید الله حاذق
د فرانز کافکا «پلار ته لیک» مې نن په یوه ناسته کې ولوست. د کتاب د ویلو پر مهال مې په ذهن کې را گرځېدل، چې گواکې کافکا تقریباً زموږ هر کلیوال او نږدې پنځوس سلنه ښاري ماشوم دی.
کله چې به مې په ماشومتوب کې د مېلمه له مخې کوم خبره کوله، پلار به مې په تریو تندي راته ویل: “مه غږېږه!” یا “د مشرانو له مخې څوک نه غږېږي!” فکر کوم، دا زموږ یوه لویه ټولنیزه رواني ستونزه ده، چې په کورونو کې ماشوم باید د مور و پلار مخته ونه غږېږي، ځکه گناه لري. پښې به نه غځوي، که وچې هم شي یا خدای مه کړه، کومه د پښو ناروغي هم ور پیدا کېږي، د کور د مشرانو له مخې پښې غځول، د سزا وړ کار دی.
کافکا چې څه کوي، د پلار به یې خوښ وي. حتا که ډوډۍ هم خوري، میده گي او اتامونه باید پرې نه ږدي. زموږ ډېری ماشومان هم په دې برخلیک اخته دي. دغسې فشارونه ماشوم بې جرأته کوي او په آینده کې دا توان نه لري، چې د خپل هدف په اړه په لوی زړه تصمیم ونیسي. دوی د خپل حق غوښتنه نشي کولی، اکثره وخت د گوښه والي خواته پناه وړي. یو بل مشکل هم ځپل شوي ماشوم ته ور پیدا کېږي. ځپلی ماشوم په پاتې ژوند کې لکه د کافکا په څېر د ژور خپگان په رنځ اخته کېږي، شاید د سادیزم او ځانوالۍ په روحي بحران کې هم ولوېږي.
پلار ته لیک کې کافکا وایي، چې پلاره! تا چې به د نورو کوم کارونه او خویونه بد اېسول، پخپله درته عادي و. که دغسې د خبرو او عمل متضاد اړخ ته زموږ په ټولنه کې وگورو، ممکن له حیرانتیا ډکه لوړه فیصدي یې په سترگو ووینو!
ما ډېر خلک لیدلي، چې په خوله به قرآن درته څټي، چې زه به هاغسې وکړم، یا ما داسې وکړل. خو چې ویې گورې، عمل یې د خبرو سرچپه وي!
زموږ ماشومان چې اکثراً درواغجن دي، یو عات یې دا دی، چې کله ماشوم رینگه واخلي یا یې یو ځای ته نه راسره بیایو او کرارو یې، نو په دې خبرو یې غلطوو، چې تاته به فرضاً پاپړ راوړم، یا به پلانی د لوبو شی درته راوړم.
کله چې بېرته کور ته راشو، یا له ماشوم سره د وعدې وخت را ورسېږي. هغه شی مو نه وي ورته راوړی. دوی په دې خبرو او وعدو ورو، ورو بې باوره کېږي او دا زده کوي، چې درواغ اخلاقي ستونزه او کومه غلطه خبره نه ده!
کافکا چې کله کوژده کوي، نو پلار یې ورته وایي، چې ته ژر پرېکړه کوې او په یوه وار لیدلو نجلۍ ته د واده وړاندیز کوې، دا کار دې غلط دی. کافکا دوه ځلې کوژده کوي او بېرته یې د پلار له وجې فسخه کوي.
زموږ ډېر پلرونه او میندې سل سلنه دا خوښوي، چې پخپله خوښه زوی ته ښځه وکړي. د کلیوالو ټولنو د نیمې پېړۍ پخوا زمانې انجونې چې به چا ته ورکول کېدې، نو نجلۍ به یې مثلاً په انگړ کې په چرگه پسې خوشې کړه، چې ویې نیسه، دلته به یې غوښتونکی په کړکۍ کې ورته کېنولی و، چې هاغه ده ورته وگوره سمه ده.
بس چې غوښتونکي به ولیده، چې په پښو روغه ده، لاس به یې پورته کړ او مالگه به یې وڅټله!
او په دغسې نورو ورته طریقو د ورکړن کیسه وه.
خو اوس دا ستونزه ډېره هواره شوې، بیا هم لا یو څه شته!
او په لږ تېرو وختونو کې یا اوس خال، خال د کور مېرمنې چې د کور ځوان ته پېغله گوري، نو وایي: “وۍ داسې ښه یوه چاپکه مخ یې و” یا “دا سمه وه، په کور کې یې د مرغانو قفسونه ځړېدل، نه یې کوو” یا” کوټه یې پاکه سوتره وه، پاستی یې تر موږ دوه چنده غټ و.” چوخۍ ننوتې سترگې یې وې، یوه رنگه معینه پزه یې وه، گردۍ مردۍ وه، هسې لاس ورسره پورته که.”
او همداسې شل ډول برداشتونه د غوښتونکې کتلې نجلۍ په اړه وینو.
ځوان بېچاره خبره نه وي، چې ښځه یا دی چې یوه ذره یا کم مشابهت په عمل، خوی و بوی کې د خپل ژوند له ملگري سره نه لري، نو څنگه به آسوده او له جوړ جاړي ډک ژوند ورسره وکړي؟
زموږ دغسې ودونه که وڅېړو، بیا به وگورو، چې اتیا سلنه یې کومه نتیجه راوځي.
د کافکا «پلار ته لیک» اثر که زموږ ټول پلرونه ولولئ یا واوري، گومان کوم، ډېر پلرونه به د اولادونو سمې تربیې ته متوجه کړي.
کاشکې زموږ یو لیکوال را ولاړ شي او زموږ د ټولنې یو ماشوم له ځانه جوړ کړي او د افغاني ټولنې د گردو پلرونو هر اړخ چلندونه پکې راونغاړي. دا کار به په ټولنه د ماشوم پر وړاندې چال چلند کاملاً بدل کړي.
چې ماشوم سم شي، د آیند نسل ځوانان مو سم شول او د ټولنې ځوانه طبقه چې ورغېږي، ټولنه رغېدلې بوله.

























































