زه هغه څوک یم چې د پتنګ له الوزولو سره مینه لري. له کله نه مې چې خپل ځان پېژندلی دی، له همغه وخته مې کار له پتنګ او تار سره دی. ټول اوړی او پسرلی د دې په تمه وم چې کله به ژمی رارسېږي. ټول تارونه پېژنم؛ اسماني، ګلابي، زېړ، سپین او… البته دا رنګونه د یوه ځانګړي وخت له پاره ښه دي؛ مثلاً: کله چې په اسمان کې تخته ورېځ وي نو سپین ښه رنګ دی. که ورېځ روښانه وي بیا زېړ غوره رنګ دی او که چېرې اسمان شین وي نو بیا اسماني رنګ ښه کار ورکوي؛ ځکه چې بیا دا رنګونه نور هلکان نه لیدلي شي او نه زما پتنګ ته جیلک وراچولی شي.
په ټوله کوڅه کې مې هلکان پېژني، زما احترام کوي تر څو بله ورځ راسره یو ځای لوبې وکړي. ځینې بیا کله کله راځي او له ما سره مشوره هم کوي. زه یوه پتنګ الوزونکی یم او سترګې مې هم د یوه پتنګ الوزونکي په ډول دي. کله چې دوه پتنګان په هوا کې په جنګ وي زه کولای شم چې په یوار لیدو یې درته ووایم چې کوم یو یې ګټي او کوم یو به لاندې را لویږي. ځینې وخت چې په هوا کې د دوو پتنګانو جنګ وي نو هلکان ماته نارې وهي چې یعقوبه کوم یوه به یې وګټي؟
هغه وخت نو زه هغو ته په غور ګورم، ټول څه په ښه ډول له ځان سره سنجوم او ځواب ورکوم چې: «هغه سور رنګه یې ګټونکی دی.» یوه شېبه وروسته همداسې وشي، په ټوله سیمه کې مو یوازې یو کس شته چې زما سیال دی، هغه هم توتله حمید دی. دا هم باید ووایم چې دغه توتله له مانه په هېڅ څه کې کم نه دی. په تار اچولو کې هم له مانه بد نه دی او د چل په فن کې خو کټ مټ زما په ډول دی. له دې امله چې زموږ زور برابر دی نو له یوه بل سره مو سوله کړې او کوښښ کوو چې د یو بل د پتنګ تارونه پرې نه کړو.
ښا زه یو پتنګ الوزونکی یم او یو پتنګ الوزونکی هم د نورو خلکو په ډول په ژوند کې خوږې اوترخې خاطرې لري. زه مې هم په په ژوند کې یوه جالبه خاطره لرم، چې څلور کاله مخکې پېښه شوې ده او په دې ډول ده:
یوه ورځ چې غرمه وه، د کور دروازه مو ټک ټک شوه. کله مې چې پرانېسته؛ یوه نجلۍ مې ولیده، چادري يې په سر وه او په بېړه یې له ما پوښتنه وکړه چې یعقوب ته یې؟
مخکې له دې چې زه کوم څه ووایم، هغې همغسې په بېړه یې خپلو خبرو ته دوام ورکړ؛ موږ ستاسو ګاونډیان یو، دې کوڅې ته مو نوې کډه راغلې ده. ورو مې چې کله ستا کیسې اورېدلې، ماته شله دی چې ورشه ما ته په درۍ ګوټه تار کې پرې شیشه ووهه. کوې یې؟
اواز یې په زړه پورې و، خوښ مې شو. اوس مې یې نو د چادري له چولو سترګې لیدلې، روښانه تورې سترګې یې وې، پوزه او تندی یې سپین وو. د تور سترګي پتنګ په ډول سپینه وه. ډنګره وه، منځنی قد یې و خو هڅه یې کوله چې ځان لوړ وښیي. ما همداسې ورته کتل چې هغه غوسه شوه او راته ویې ویل: « کوې یې کنه؟»
ټکان مې وخوړ او نیم نیم ځواب مې ورکړ: «هو! کوم یې، هو.»
سپین لاس چې ښکلی ترکیب یې درلود او د سیند د کب په ډول و، د چادري نه یې راووېست او درۍ کوټه تار یې ماته راکړ.
نوکان یې د مرجان د بېخ په ډول سره وو. تار مې ترې واخیست او راته ویې ویل: «کله به جوړ شي؟»
ــ سبا په خیر.
غوښتل یې چې لاړه شي ما پسې غږ وکړ: څه ډول باید وي؟
مخ یې را وګرځوو او راته ویې ويل: څه ډول باید وي!
بیا مې پوښتنه ترې وکړه: یانې څه رقم وي، چتکه یې(یو ډول کلک تار دی چې د کاغذ پران له پاره کارول کېږي. ژباړن.) به سم وي؟
خوږه خندا یې وکړه او ځواب یې راکړ: هو، زه په اصل کې دا کلمه سمه نه شم ویلای، له ماشومتوبه وایم چې چته یې. خدای پامان!
هغه لاړه او تر هغه چې د دویم ځل له پاره یې ووینم، د هغې همدا خبره مې په ذهن کې وه چې « له ماشومتوبه وایم چې چته یې، خدای پامان!»
په هغو دوو ورځو کې مې د هغې روښانه تورې سترګې او سپین رنګ د ذهن نه نه وتل، هغه چې د یوه سپین پتنګ په ډول وو، چې تورې سترګې ولري. په زړه کې مې یو نا اشنا خوند ټوپونه وهل او په پرله پسې ډول مې زړه غوښتل چې ووایم: «زموږ نوې ګاونډۍ.»
کله مې چې مور ولیده ورته ومې ویل چې څومره ښه ګاونډیان لرو.
مور مې په ارامه راته وویل چې ته یې پېژنې؟
ورته مې وویل هو ولې نه!
په هغو دوو ورځو کې مې چې هر څومره زور درلود ومې کاروو، په هر څه چې پوهېدم استعمال مې کړل. لنډه دا چې تار مې تیار کړ او هغه هم پسې راغله. په همغه شنه چادري کې له تورو ځلېدونکو سترګو سره. ما یې بیا هم سپین تندی او پزه ولیدل هماغه په زړه پورې اواز مې یې هم واورېده، راته ویې ویل چې: «تار دې جوړ کړ؟»
ــ هو جوړ مې کړ.
په داسې حال کې چې د تار تېزوالی مې ورته ښود، ورته ومې ويل چې؛ سپین او اسماني مې جوړ کړل، څنګه رنګ یې دې خوښ شو؟ کله چې اسمان برګ برګ وي نو دا تار بیا ډېر ښه کار ورکوي.
کله چې د تار د دې ځانګړنو نه خبره شوه نو ډېره خوشحاله شوه، تارونه یې زما له لاسه واخیستل او راته ویې ویل چې: «څو پیسې یې شوې؟»
پرته له دې چې د هغه د سوال ځواب ورکړم ورته ومې ویل چې دا کلولې ډېرې کلکې دي، د فولادو په ډول، که له بام هم را ولوېږي نه ماتېږي.
هغې مې خبرې پرې کړې او په غوسه ناک ډول یې راته وویل:« څو پیسې یې شوې؟»
د هغې په دې خبرې سره یو څه وشرمېدم او ورته ومې ویل: «دا څه وایې د خپل ګاونډي نه هم څوک پیسې اخلي؟»
ــ یانې پیسې نه اخلې؟
ــ نه!
کښته او پورته یې راته وکتل، د همغه اولې ورځې په ډول یې خوږه خندا وکړه او راته ویې ویل: «سمده، د خدای پامان!»
هغه لاړه خو زما زړه په خپل ځای کې نه و، ټوپونه یې وهل او له ځان سره یې ویل: «زموږ نوې ګاونډۍ.»
بیا هم چې کله کور ته دننه شوم، مور مې ولیده، ورته ومې ویل: «څومره ښه ګاونډیان خدای پاک راکړي دي!»
هغې بیا په بې پروایۍ سره راته وویل: «ته یې پېژنې؟»
په یو ډول غرور باندې په زوره ورته وویل: «هو، هو. پېژنم یې!»
په سبا ورځ په بام وم، پتنګانو ته مې کتل. توتله حمید هم خپل پتنګ په هوا کړي و او همد اوس یې میدان ته را دنګلي و. پتنګ یې درۍ پارچه یي، سپین ته ورته ابي و او د یوه ښامار په ډول یې اوازونه کول، هرې خواته به یې ځان رسوو او کوم څوک هېڅوک هم نه وو چې په مقابل کې یې ودرېږي. ټولو غوښتل چې ځانونه ترې لرې کړي. ځینې نورو خو یې بیخي له ډاره پتنګان راکښته کړي وو.
نا څاپه مې ولیدل چې زموږ د نوي ګاونډي له کوره هم پتنګ په هوا شو، سپين درۍ پارچه یي و چې ابې سترګې یې درلودې. هماغه نجلۍ یې راپه یاده کړه او زړه مې بیا هماغسې یو دم وویل: «زموږ نوې ګاونډۍ!»
بام یې اوچت و، خو شاوخو یې نری دېوال درلود، نه مې شوای کولای چې د پتنګ چښتن ووینم. زړه مې ناقراره و، غوښتل یې د هغې نوي جوړ شوي تار کیفیت وګوري.
پتنګ هسک شو، ناڅاپه مې دې ته پام شو چې د توتله حمید د پتنګ په لور ور روان دی. وجود مې ولړزېده، غوښتل مې چې په خپل ټول ځواک سره ورته نارې کړم چې هغې خواته مه ورځه؛ خو نا وخته وه او د واړو پتنګانو تارونه یو له بل سره غاړه غړۍ وو.
په ټول بدن کې مې سستي خپره شوه، په دې مې پوخ باور و چې زما په لاس جوړ شوی تار د توتله حمید په مقابل کې کار نه ورکوي او ډېر زر به پرې شي. هغه وخت مې نو د هغې نجلۍ سترګو ته نه شوای کتلی. په دې پوهېدم چې د یوه پتنګ د پرې کولو له پاره یوازې ځواکمن تار بسنه نه کوي، وړتیا او تجربې ته هم اړتیا لري، هغه څه چې توتله حمید په پوره ډول ترې برخمن و.
کله چې د دې خیالونو نه د باندې راغلم ومې لیدل چې دواړه پتنګان ډېر لرې تللي وو، پوه شوم چې جګړه یې اوږده شوه. په زړه کې مې هېله پیدا شوه چې زموږ نوی ګاونډی هم تازه کاره نه دی، له کار یې مالومېدله. له ځان سره مې وویل: « زموږ نوی ګاونډی هم ښه پتنګ الوزوي، نه پوهېدم چې ولې یې تار ماته رالېږلی و چې ورته جوړ یې کړم؟»
اوس نو دواړه پتنګان ډېر واړه ښکارېدل. د توتله حمید درۍ خانه یي پتنګ همداسې ولاړ مخکې روان و او زموږ د نوي ګاونډي دا بیا پروت وو او ګرد تاوېده. ومې لیدل چې زموږ د نوي ګاونډي پتنګ د یوه بام په سر باندې ورو ورو راکښته کېږي او ګرد څرخیږي، په داسې حال کې چې د توتله حمید پتنګ نېغ ولاړ و. خولې ته مې د واړه لاسونه ونېول او په زوره مې نارې کړي، څرخوه یې مه! ستا پتنګ باید نېغ ودريږي؛ خو پتنګ همغسې څرخېده او ورو ورو کښته راتلو. فکر مې وکړ چې زموږ نوي ګاونډي مې اواز نه دی اوردلی، په زړه کې مې وویل چې دا نوی ماشوم لکه چې د هغه بلې ناروغۍ تر څنګ کوڼ هم دی.
په بېړه په دېوال پورته شوم، هملته ودرېدم، د نوي ګاونډي د کور بام ته مې وکتل، حک حیران شوم. هماغه نجلۍ مې ولیده چې په یوه لاس کې یې د پتنګ تار او په بل کې یې کلوله وه. وېښته یې ګډوډ وو او خفه مالومېده. له شا نه مې ورو ور نارې کړې چې:« ویې دروه خو.»
پرته له دې چې زما له راتلو ورخطا شي راته ویې ویل:« خپله راشه، نه کېږي.»
له دېوال نه ورکښته شوم او په ډېره سختۍ مې پتنګ ودروو. پتنګ ورو ورو پورته تلو، ومې لیدل چې د مخالف لوري دا ورو ورو کښته راځي. له ټولو بامونو د ماشومانو چیغې پورته شوې هغې هم له خوښۍ په زوره نارې کړې:« پرې مې کړ!»
بیا په بام څو ځله په منډه ګره راتاو شوه، لاس یې پورته نېولي وو او چیغې یې وهلې « زنده باد!»
له د ننه د بوډۍ غږ راغی: «زینب! څه خبره ده؟»
نجلي د بام په پنجرو باندې لاسونه کلک ونېول، سر یې ځوړند نېولی و او ورته ویې ویل: «مورې د توتله حمید پتنګ مې راوغورځوو.»
بوډۍ بیا ورته رانارې کړې: «شیطانې!»
له هغې ورځې وروسته په ټوله کوڅه کې زموږ د نوې ګاونډۍ اوازه خپره شوه. ټولو د هغه هلک په اړه خبرې کولې چې تراوسه یې لا لېدلی نه و، هغه څوک چې توتله حمید ته یې ماته ورکړې وه. په اولو ورځو کې به یې ویل چې دتوتله حمید د پتنګ د پرې کولو له پاره یې په خپل پتنګ پسې درۍ ګوټه تار اچولی وو، وروسته به یې ویل چې د توتله حمید ماتولو له پاره یې یو ګوټ تار مصرف کړی و. خلاصه دا چې ټول قسمونه خوړل او ویل به یې چې: « په والله د پنیر په ډول یې د توتله حمید پتنګ پرې کړ.»
د دې پېښې څو ورځې تېرې شوې وې، یوه ورځ زه بیا هم په پام وم او پتنګ مې په هوا کړی و. ناڅاپه مې ولیدل چې یوځل بیا زمو د ګاونډیانو د کور د بام څخه پتنګ را په هوا شو، په یوه شېبه کې زما د پتنګ څنګ ته را ورسېده او داسې ښکارېدله چې د جنګ پلان لري. نه مې شوای کولای چې له هغې څخه وتښتم؛ ځکه بیا مې نوم او باور ختمېدل. غوسه شوم او د شونډو په سرو مې وویل چې؛ «ای احمقې نجلۍ»
داسې یې وبوله چې نور جګړه ونښته، په دې پوهېدم چې کله دوه تارونه سره یوه ډول وي نو هلته بیا وړتیا مهمه ده. په دې اساس مې په ځان باور درلود چې سل په سلو کې دا لوبه له هغې نجلۍ نه ګټم. په لومړیو کې یې یو ډول نابلده لوبه کوله؛ خو وروسته وروسته یې لوبه په داسې انداز کوله چې تا به ویل چې پوره شل کاله یې د پتنګ اولوزونې لوبې کړې دي. د زړه درزا مې شېبه په شېبه د ماتې د ډار له وجې ډېرېډله. شاوخو هلکانو خپل لاسونه د لمر د وړانګو د مخنیوي له پاره د سترګو له پاسه نېولي وو او په مینه یې زموږ د لوبې تماشه کوله. د زړه درزا مې نوره هم ډېرېدله، پتنګانو په افقي ډول دورې وهلې، باد هم دومره تېز نه و. پتنګان لوړ نه تلل؛ بلکې همداسې په افقي ډول روان وو. شېبه په شېبه لاندې خواته راتلل. په زوره مې نارې کړې: «بس ده نور، کش یې کړه!»
چا ځواب را نه کړ، یوازې مې د هغې شیطاني خندا تر غوږ شوه. پتنګ مې ودروو او په کش کولو مې يې پیل وکړ، له دې سره یو څه هسک شو. هېله مې درلوده چې هغه به یې هم کش کړي؛ خو هغې همداسې تار ورکولو، همداسې يې تار ورکولو ته ادامه ورکړه. بیا مې په غوصه باندې چیغه وکړه:« کش یې کړه.»
له قهرجنې لړزې سره مې داسې احساس وکړ چې تار مې په لاس کې سست شو او د ټولو بامونو څخه مې یو ډول اوازونه اورېدل چې ویل یې: «اوهو!»
زما تار پرې شوی و، تار مې خوشي کړ او په بېړه له بام څخه کښته شوم. په دېوال ورپورته شوم تر څو چې هر څومره کنزا مې زده ده، ګاونډۍ نجلۍ ته یې ډالۍ کړم. کله مې چې د هغوی بام ته ور وکتل مو هک حیران شوم او پښو او لاسو مې سستي وکړه؛ ځکه ومې لیدل چې تار د توتله حمید په لاس کې دی. او ګاونډۍ نجلۍ مو شاوخو منډې وهلې.
بیا بوډۍ ښځې له لاندې نه ور نارې کړې چې: «زینب! څه خبره ده؟»
نجلۍ خپل لاسونه د بام په پنجرو باندې کلک ونېول، سر یې کښته ځوړند کړ او ویې ويل: «مورې! یعقوب ته مې هم ماتې ورکړه.»
بوډۍ بیا ځواب ورکړ: «اې شیطانې!»
توتله حمید په داسې حال کې چې پتنګ یې ورو ورو راکښته کوو، پرته له دې چې د نجلۍ خوشحالۍ ته پاملرنه وکړي ماته وویل: «کککله چې …. ممقابل لوري تتتار کش کړ؛ تتته تار ورکړه او تتېز تېز تار ورکړه.»
پای.
لیکوال: ره نورد زریاب
ژباړه: حامد بهیر

























































