د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد ۲۲۰ کېلوولټ مزي دویم پرې شوی سرکېټ د لنډ مهال لپاره نښلول شوی، او د اساسي رغونې چارې به یې د ټاکلي پلان له مخې پیل شي.
یاد شرکت په اېکس لیکلي چې په دې سره د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، میدانوردګ او غزني ولایتونو برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
د سرچینې په وینا چې د برېښنا شرکت لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکي توانېدلي چې پلازمېنې او اړوندو ولایتونو ته د پلخمري – کابل وارداتي برېښنا رالېږد ۲۲۰ کېلوولټ مزي دویم پرې شوی سرکېټ د لنډ مهال لپاره ونښلوي.
د یادولو ده چې دا سرکېټ په سالنګونو کې د زیاتې واورې ورښت له امله پرې شوی و او همداراز یوه پایه هم نړېدلې وه.

























































