سوریالېزم ته د لیونیو نړۍ وایي. چېرته چې خوب او ويښتیا له یو بل سر یوځای شوي دي، خیال او واقیعت له یو بل سره سوله کوي ترڅو متن تولید شي. سوریالیزم خپل اصول لري، چې د همغه اصولو په ړنا کې باید پرې کار وشي. د غه د لیونیو نړۍ یو څو ځانګړي اصول لري چې د هغو مراعاتول په ادبیاتو او داستان کښلو کې لازمي دي. د وهم، خیال او واقیعت یوځای والی. د خوب او ویښتیا یوځای والی او همدارنګه یو د بل ترڅنګ د تضادونو یوځای والی، د سوریالیزم د ځانګړنو څخه دي.
د سوریالیزم یو اصل هیله پردازي او د هیلو لیکل دي. همدا هیله ده چې سوریالیزم یې د ارزښت وړ کړی. حتې تر دې پورې چې سن پل رو، چې د دې برخې یو پلوی و، کله به چې وېده کېده، په کوټه کې به یې یوه تابلو مخې ته اېښودله، په هغې به لیکل شوي و چې لیکوال په کار باندې مصروفه دی؟ هغه په دې باور و چې خوب او هیلې داسې یوه خزانه ده چې هنرمند د ویښېدلو نه مخکې هغه د باد په مخه ورکوي. که یې ونېولې نو بریالی شوی دی.
هغه څه چې د سوریالېزم په دونیا کې مهم شمېرل کېږي، د لیونتوب مسله ده. لیونتوب دی چې حتې د د امریکا د وچې نیول هم په ځان پورې اړوند بولي. دا یو حیرانوونکی او د تامل وړ کار دی. درېیم اصل چې هر امر یې خارق العاده او حیراوونکي وي. څلورم اصل یې دادی چې سوریالیزمي اشیا یوازې په خوب کې لیدل کېږي.
په سوریالیزم کې حیرانوونکي کارونه تر سره کېږي، چې مهم دي. پوښتنه کول او ځواب ورکول چې له پوهې پرته هم د دې برخې اصول ګڼل کېږي.
نه اټکل شوې پېښې پېښېدل د سوریالیزم یو بل اصل دی. داسې کارونه په کې پېښېږي چې مخکې یې د پېښېدلو هېڅ امکان نه و او نه هم کومه زمینه ورته مساعده وه چې پېښ دې شي.
سوریالیزم د عجیبو، غریبو او ښکلو کارونو د پېښېدلو شاهد دی. چېرته چې پېښې پېښږي، خوب له خیال، خیال له هیلو او هیلې د حقیقت سره یو ځای کېږي.

























































