لیکوال: پیوند پټان
ورغوي مې سترګو ته مخامخ ونیول، سر مې ورټیټ کړ، سپېره وو: ښی او کیڼ، دواړه سپېره دي.
سر مې اسمان ته پورته کړ: ههههه دواړه سپېره دي.
له لښتي واوښتم، خپلو نوي رنګ شویو موزو ته مې پام شو، پښو ته مې نیم څکول شوی سګرټ راولغړېد. ښۍ خوا ته مې وکتل، یو بې پروا سړی، یو بوډا له ګرېوانه نیولی و، چیغې یې وهلې: ما له دې حالته وباسئ، ما له دې حالته وباسئ…!
د بې پروا سړي له خولې د سګرټو لوګی وخوت.
هیڅ مې و نه ویل، مخکې ولاړم. د حجرې دروازې ته دوه کسانو په بېلرونو کې وینې ورشیندلې. لږه شېبه ودرېدم، وینې خلاصې شوې. د حجرې دروازه مې خلاصه کړه، مخامخ لمر ته یو سړی ناست و، جامې یې ځای ځای تورې وې، لکه د موټرو مستري. زما سیوری یې په ملا ولوېد، را و یې کتل: دا ټول ستا له لاسه، ټول ستا له لاسه…!
مخ یې واړاوه، یو بوټی یې له ځمکې، له ریښې سره راویست، دوه وارې یې په ځمکه وواهه، له ریښې نه لوټې باد، باد شوې. پوزه یې کش کړه: ذهن مې گنده شوی، بوی یې اخیستی، لکه د ماشومانو په میتیازو ککړه توشکچه.
یو دم راپورته شو، په دواړو لاسونو یې ټټر ته ووهلم، بیا یې د دواړو لاسونو ورغوي، سترګو ته را ونیول: ښی او چپ، دواړه سپېره دي.
سر یې اسمان ته پورته کړ، د سترګو له کونجونو یې اوښکې روانې شوې، چیغې یې کړې: دواړه سپېره دي.
مخ مې شاته واړاوه، زما موزو په خاورو سره، سره پلونه جوړ کړي وو.

























































