د لغمان ولایت مرکز، مهترلام ښار په عمومي سړکونو د رېکشاوو پر چلوونې بندیز لګېدلی، او سر له سبا هېڅ رېکشا چلوونکی د تګ راتګ اجازه نه لري.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې د ښاري نظم د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې چې سر له سبا سهار د دغه ولایت د مرکز «مهترلام» ښار په عمومي سړکونو د رېکشاوو پر چلوونې بندیز لګېدلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، د سړکونو د بېنظمۍ مخنیوي په موخه رېکشا چلوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د مهترلام ښار دننه په عمومي سړکونو کې تګ راتګ وکړي.
سرچینې لیکلي چې د رېکشاوو لپاره ځانګړي لارښوونې د ترافیکو مدیریت له لوري ځانګړي خطالمسیرونه او فعالیتي ساحې ټاکل شوې دي، او مکلف دي چې یوازې په ټاکل شوو سیمو کې فعالیت وکړي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې د ننګرهار مرکز، جلالاباد ښار کې هم په عمومي سړکونو د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګېدلی و.

























































