چې ماشوم وم یوه هیله مې دا وه، چې ښې ډېرې پیسې ولرم، لومړی مې غوښتل د ګلابو بوډۍ لپاره یخچال واخلم. ګلابو زموږ ګاونډۍ هغه بې اولاده او غریبه بوډۍ وه چې په کور کې یوازې اوسېده. دې به هم ژمی او هم اوړی یخې اوبه څښې. کیدای شي بې اولادۍ یې په زړه کې د یوازیتوب د غم اور بل کړی و.
خو، یخچال یې نه درلود.
بوډۍ به وخت ناوخت راتله او زموږ له یخچال څخه به یې د یخ ټوټې له سره واخیستې او بیرته به ووته.
موږ د یخچال د یخ جوړولو په ځای کې د ګلابو بوډۍ په نوم یوه کاسه درلوده. زموږ کور لکه د هغې خپل کور داسې و، که به دروزاه خلاصه وه، له ټکولو پرته به را د ننه کېده. پر پلار مې ګرانه وه، پلار ته مې یې زوی ویل او په خبرو کې به یې د (زویه) کلمه ډېره په خوله وه.
یوه شپه مو مېلمانه درلودل، په انګړ کې ناست وو. ګلابو بوډۍ یو په یو پر دروازه راننوته. د مېلمنو ماشوم، چې په ملا کړوپه او سپین سرې بوډۍ ولیده چیغه یې کړه او په ژړا شو. ماشوم مو غلی کړ، د ګلابو بوډۍ کاسه مو له یخچال ورته را واخیسته، پلار مې چې کله د بوډۍ په لوښي کې د یخ ټوټې اچولې، ورو یې ور یاده کړه، بوډۍ! دروازه به دې ټکوله.
بوډۍ غلې شوه، پلار ته مې یې وکتل، موږ ته یې وکتل او پرته له دې چې څه و وایي روانه شوه.
له هغه وروسته بوډۍ هېڅکله په یخ پسې رانغله. د ګلابو بوډۍ د یخ جام په یخچال کې واورې نیولې وې.
یوه شپه مو د بوډۍ کاسه له یخچال را واخیسته او له پلار سره مې یو ځای د بوډۍ کور ته ورغلو.
دروازه یې خلاصه کړه، پلار ته مې یې وکتل، نور یخې اوبه نه څښم زویه!
غوسه نه وه، خو پلار ته مې یې کتل بیګانه وو.
د هغه میندو په څېر ښکاریده، چې اولادونو یې هېره کړې وي، هغې زموږ په کور کې کاسه درلود، یو زوی یې درلود، خو یوازې دروازې نه ټکولو او یوې خبرې خپه کړه او دې پېښې ور زده کړل، چې زوی یې خپل زوی نه او کور هم پردی و.
ګلابو بوډۍ د اوړي په ګرمۍ کې مړه شوه. د جنازې خلکو ته مو یې ښې ډېرې یخې اوبه ورکړې، خو پلار مې نا ارامه و.
یوه خبره، یو عکس العمل او یا چوپ پاتې کېدل څومره کیسې له ځان سره لري. کیدای شي یخک وړل زموږ له کور سره د بوډۍ د مینې او راتګ یوه پلمه وه، تر څو خپل یوازیتوب پکې هیر کړي خو…

























































