ګابریل ګارسیما مارکز د نړۍ له نامتو لیکوالو څخه ګڼل کېږي، د هغه شهرت د «د یوازېتوب سل کاله» ناول د لیکلو له امله و، چې په (۱۹۸۲) کال کې یې لیکلی و او د نوبل جایزه یې هم و ګټله. همدارنګه په (۱۹۹۹) کال کې د لاتنې امریکا د کلني سړي په توګه هم وپېژندل شو. هغه وایې چې:
د خلکو له پاره ژوند مه کوه، تبا کېږې. په دې نړۍ کې تر ټولو خپه خلک هغه دي چې د نورو خبرې او فکرونه ورته مهم دي.
یو انسان هغه وخت کولای شي چې یو بل انسان ته له پورته نه وګوري، کله چې د هغه سره مرسته وکړي او په خپلو پښو یې ودروي.
ریښتنی بېرندوکی له الوتلو نه ډارېږي؛ بلکې هغه چې په وېره الوتل زده کوي، رېښتینی ډارن دی.
نړۍ د هغه څه نه چې ځان ته دې اخیستې، د هغې نه یې باید ښه بېرته وسپارې. دا چې په دې پوه شې چې یو کس ستا سره په اوسېدلو ارامه ساه اخلي، یانې بریالی شوی يې.
ستا له شخصیت سره مینه نه لرم؛ بلکې د هغه شخصیت سره یې لرم چې ستا په شتون کې یې پیدا کوم.
هیله وروستۍ څه ده چې مري.
د نړۍ لوی ریښتیا، یوازېتوب دی.
داسې یوه ورځ به هم راشي چې د هر څه نه به بې پروا شې. نه به د نورو د بد ویلو له امله خپه کېږې او نه هم د شاوخوا خلکو د مینه ناکو خبرو نه خوشحاله؛ هغې ورځې ته وایي: (بوډا توب).
راتلونکی هغه څه نه دي چې انسان یې باید په مېراث پرېږدي بلکې هغه څه دي چې باید جوړ یې کړي.
له هغو خلکو سره هم ژوند کول سخت دي، چې خپلوان دې دي؛ خو په احساساتو دې نه پوهېږي.
ریښتنی ارمان هغه دی چې په دې پوه شې چې د خپل عمر په اندازه دې ژوند نه دی کړی.
اوږده سفرونه به هم یوه ورځ په یوه کوچني ګام سره پیل کړو.
په یوه دقیقه کې له یوه کس سره اشنا کېدلی شو، په یوه ساعت کې کېدای شي راباندې ګران شي او په یوه یوه ورځ کې پرې مینېدالی هم شو؛ خو د هېرېدلو له پاره یې يو اوږد عمر ته اړتیا ده.
د حقایقو نه سترګې پټول، هغوی ته بدلون نه ورکوي.
تېر ته مه خپه کېږه، هغه څه چې راتلونکي دي ورته وخانده.
له یو چاسره مینه لرل او د یو چا مینه جوړېدل د نړۍ غوره خوندونه دي.
کتاب د انسان غوره ملګری دی او په پټو سترګو د نورو پیروي د انسان غټ دوښمن دی.
قدرت د سړي جاذبه ده او د قدرت جاذبه ښځه ده.
خندا هېڅکله هم مه هېروه، که خپه هم وې. ځکه ښایي هغه وخت دې یو څوک دې په خندا مین شي.

























































