ژباړه: ګلثوم محمدي
د بدن د معافيتي سیستم غبرگون د ځينو موادو (الرژي زا) پر وړاندې چې د کال په ځينو وختونو کې پېښيږي، د موسمي الرژي يا حساسیت په نوم يادېږي. ځينې مواد چې د الرژي يا حساسیت لامل کېږي عبارت دې له: د بوټو يا گلانو گرده (گرده گياهان)، گردو غبار، تودوخې او هغه څارويو چې په کورنو ساتل کېږي.
1- په پسرلي موسم کې حساسیت
په پسرلي موسم کې حساسیت يا الرژي ښايي د تازه واښه، تازه گلونو او ونو سره تړاو ولري.
2- د دوبي په موسم کې حساسیت
د دوبي په موسم کې د نباتاتو او گلونو د گرده افشاني له امله ځينې حساسيتونه منځته راځي، چې دا معمولا د پسرلي موسم په وروستيو کې او د دوبي موسم په لومړيو کې پېښيږي. د هوا او چاپېريال ککړتيا او همداسې گرم او مرطوب ځايونه چې پکې باکتريا او ويروسونه ښه وده کوي، دا ټول په دوبي موسم کې د الرژي يا حساسیت لامل کېږي.
3- د مني په موسم کې حساسیت
د مني موسم له پيلېدو سره سم د دې موسم حساسیتونه پیلېږي. د دې موسم الرژي عبارت دي له: خارښت، وچ پوستکي، د سږو او تنفسي سیستم ستونزه، د ستوني التهاب او نور…
د ځينو درملو په کارولو سره، په مکرر ډول د لاسونو مينځل، له کور څخه د وتلو پر مهال ماسک کارول دا ټول د الرژي په کنټرول کې موږ سره مرسته کوي.
4- د ژمي په موسم کې حساسیت
ډېری خلک په دې باور دي چې په ژمي موسم کې الرژي په تدريجي ډول د هوا په سړيدو سره ختمېږي. او زکام ته لاره هواروي؛ مگر دا يو غلط باور دی، ځکه په موسم کې هم الرژي شتون لري.
په دې موسم د هوا او چاپېريال ککړتيا، د چاپېريال رطوبت ډېروالي د الرژي لامل کېږي. د دې موسم د حساسیتونو د مخنيوی لپاره دا غوره ده چې بهداشتي وسايل ضد عفوني وشي او اړتيا په صورت کې د حساسيت ضد ټابليټونو وکارول شي.
د موسمي الرژي نښې
د موسمي حساسيت ځينې مهمې نښې عبارت دې له : پرنجی، زکام( گرفتگی یا آبریزش بینی)، د سترگو خارښت او سوروالی، توخی، د پزې، خوله او ستوني خارښت، د سترگو شاوخوا تورېدل، سټريا او نور…