د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک) د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د اساسي رغونې چارې جریان لري.
د یاد وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس ویلي چې د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک ) دویم لین سړک ټولټال ۱۰۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د کندهار له باغ پل سیمې څخه پیلېږي او د ګرشک تر دوراهي پورې غځېدلی دی.
د نوموړي په وینا چې اوسمهال یې د ۵۲ کیلومتره په اوږدوالي د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې په عملي ډول جریان لري او د پاتې برخو د رغونې کار یې هم د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې سړک دویمه برخه ۲۶ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۳متره پلنوالی او په دواړو غاړو کې ۳-۳ متره د سړک غاړې (شولډرونه) لري، چې په اوږدو کې یې د ۸۱پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
محمد اشرف حقشناس همداراز ویلي چې د یاد سړک درېیمه برخه هم ۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د یوه پایه ۴۰ متره پل، ۶۸ پایو پلګوټو او د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲.۵ مترو په پلنوالي سره د دوو واشونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.


























































