شکېبا نادري
دا ښکاره خبره ده چې د نړۍ هر ځای ته لاړ شو، بیا هم د اسمان رنګ شین (ابي) دی. ایا دا د اسمان خپل زنګ دی؟
که غواړئ چې په دې اړه پوه شئ، لاندې مقاله ولولئ:
اسمان په اصل کې بې رنګه دی، خو په هوا کې د نوري مالیکولونو د خپرېدو له امله شین (ابي) لیدل کېږي.
علمي او منطقي دلیل یې د نور خپرېدل بلل شوي شین (ابي) رنګ د سره رنګ په پرتله د لنډ موج په لرلو سره ډېر خپرېږي له همدې امله شین (ابي) رنګ ډېر او واضح لیدل کېږي او د نړۍ له پیدا ښت څخه تر اوسه پورې اسمان په شین (ابي) زنګ لیدل کېږي.
د اسمان شین (ابي) رنګ د نور د هغو ګازي مالیکولونو سره د تعامل له امله رامنځته کېږي چې د ځمکې په اتموسفیر کې شتون لري. دې بهیر ته د نور خپرېدل (پراکندګي) ویل کېږي. تر ټولو عامه او منل شوې نظریه چې د اسمان شین (ابي) رنګ تشریح کوي، د اتموسفیر له خوا د رڼا خپرېدل دي.
نور له اوو بېلابېلو رنګونو څخه جوړ شوی. لکه: سور، نارنجي، ژېړ، شین، ابي، نیلي او بنفش چې په کې موجود ذرات په نابرابر ډول خپاره شوي دي. شین (ابي) رنګ د نورو رنګونو لکه سور په پرتله د لوړې فریکونسۍ لرونکی دی او ډېر خپرېږي. د همدې اصل له مخې موږ اسمان ابي وینو.
د فزیک د یوه ساینسپوه «لارډ ریلي» د اټکل له مخې، ابي رڼا په هوا کې د سرې رڼا په پرتله لس چنده ژر خپرېږي.


























































