تبصره: ولی الهام
د چين د نړیوال امنیت وړاندیز (Global Security Initiative – GSI) چې په ۲۰۲۲ کال کې د چین ولسمشر شي جین پینګ له خوا د Boao Forum for Asia Annual Conference 2022 په غونډه کې وړاندې شو، د معاصر نړیوال نظم په اړه یو بدیل فکري چوکاټ ګڼل کېږي. دا وړاندیز په داسې وخت کې مطرح شو چې نړۍ د ژورې بېباورۍ، سیمهییزو جګړو، د قدرتونو د سیالۍ او د نړیوالو اړیکو د قطبي کېدو سره مخ وه. په همدې تړاو دغه وړانديز هڅه کوي چې امنیت له نظامي محاصرو او یو اړخیزو پرېکړو څخه وباسي او پر ځای یې د ګډو ګټو، متقابل احترام او څو اړخیزې همکارۍ پر بنسټ یو نرم او انعطافمنونکی امنیتي تصور وړاندې کړي. د امنیت مسئله نه یوازې د یو هېواد د خلکو پر خوندیتوب پورې اړه لري، بلکې پر نړیوالې سولې، اقتصادي ثبات او د بشریت پر راتلونکي هم ژور اغېز لري. له همدې امله د چین دا وړاندیز د یوې بې نظمې نړۍ لپاره د هیله بښونکي بدیل په توګه مطرح شوی، ځکه چې موخه یې د نړیوالو اړیکو په فضا کې د همکارۍ، تفاهم او اعتماد بیا راژوندي کول دي.
د دې وړاندیز مهمه ځانګړنه دا ده چې امنیت یوازې د لویو قدرتونو حق نه ګڼي، بلکې د ټولو هېوادونو ګډ حق یې بولي. د شپږو بنسټیزو اصولو لکه د حاکمیت درناوی، د ملګرو ملتونو د منشور مراعات، د شخړو سولهییز حل او د امنیت نه وېشل کېدونکی مفهوم، دا ښيي چې چین هڅه کوي یو داسې نړیوال بحث رامنځته کړي چې په کې د زور پر ځای قانون او د جګړې پر ځای خبرې اترې حاکمې وي. دا لیدلوری د هغو هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې تل د نړیوالو سیالیو قرباني شوي دي، ځکه دوی ته د امنیت یو بېطرفه او نسبتاً متوازن تصور وړاندې کوي، چې په کې د لویو قدرتونو انحصار کمېږي. همدا راز دا وړاندیز پر عمومي امنیت ټینګار کوي، یعنې امنیت یوازې په نظامي اړخ پورې نه محدودېږي، بلکې اقتصادي ثبات، مالي امنیت، روغتیا، چاپېریال، د خوړو خوندیتوب او انټرنېټي امنیت هم پکې شامل دي. دا پراخ لید امنیت د یوې جامع انساني اړتیا په توګه تعریفوي.
په دې وروستیو کې د چین له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه هڅې د نړیوال امنیت وړاندیز د عملي تطبیق یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېږي. چین هڅه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو فضا رامنځته کړي، د باور کچه لوړه کړي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي. دا رول د نړيوال امنیت د وړانديز له هغه اساسي اصل سره مستقیم تړاو لري، چې وایي شخړې باید د خبرو اترو او مشورو له لارې حل شي، نه د فشار، مداخلې یا نظامي لارو. د همدې اصل پر بنسټ، چین د نړیوال امنیت په برخه کې پر ټول شموله امنیت ټینګار کوي، یعنې د یوه هېواد امنیت باید د بل هېواد د ناامنۍ په بیه تأمین نه شي. دا اصل د سیمهییزو شخړو د کمېدو لپاره ډېر مهم دی، ځکه هېوادونه اړ کوي چې د متقابل زیان پر ځای د ګډې ګټې فکر وکړي.
په نړیوالو تحلیلونو کې هم دا ټکی مطرح شوی چې چین هڅه کوي د سیمهییزو شخړو لپاره د “منځګړې ډیپلوماسۍ” یو نوی ماډل وړاندې کړي. دا ماډل ځکه مهم دی چې په کې هېڅ اړخ ځان مغلوب یا تر فشار لاندې نه احساسوي، بلکې د مساوي خبرو فضا موجوده وي. د افغانستان او پاکستان په څېر حساسه سیمه کې دا ډول منځګړیتوب د دې امکان زیاتوي چې د امنیتي کړکېچونو پر ځای اقتصادي او پراختیایي همکاریو ته زمینه برابره شي. همدارنګه، دا ډول اقدامات د نړیوال امنیت ابتکار هغه مفکوره عملي کوي چې سیمهییز ثبات د نړیوال ثبات برخه ګڼي، نه کومه بله جلا موضوع. چین په دې برخه کې نه یوازې نظري وړاندیز کړی، بلکې د همکارۍ پر اصل یې عملي ګامونه هم پورته کړي او هېوادونه یې د امنیتي ننګونو پر وړاندې ګډ دریځ نیولو ته هڅولي دي.
د اوسني نړیوال وضعیت له مخې چې په کې د امریکا متحده ایالاتو، اسراییلو او ایران ترمنځ کړکېچونه، د اوکراین جګړه، د منځني ختیځ بېثباتي او د لویو قدرتونو سیالي شامله ده، نړیوال امنیت له بېساري فشار سره مخ دی. په داسې شرایطو کې د نړیوال امنیت وړاندیز د یوه بدیل فکري او ډیپلوماتیک چوکاټ په توګه مطرح کېږي چې موخه یې د جګړې د پراخېدو مخنیوی او د خبرو اترو لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ده. دا ابتکار هڅه کوي چې نړیوال سیاست له سخت قطبي حالت څخه وباسي او د ګډو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو یو نرم بستر رامنځته کړي. د دې ترڅنګ، دا وړاندیز د دوامدار امنیت پر اصل هم ټینګار کوي، یعنې هېوادونه باید د لنډمهاله سیاسي موخو پر ځای د اوږدمهاله ثبات او دایمي سولې لپاره ګډ کار وکړي، څو نړیوال امنیت د بحرانونو تر اغېز لاندې نه وي.
په نړیوالو رسنیو کې هم دا نظر مطرح شوی، چې چین د دې وړاندیز له لارې غواړي د نړیوالو اړیکو په نظام کې د اعتماد بحران ته ځواب ووایي. د دې وړاندیز اهمیت په دې کې دی چې یوازې د امنیت نظامي اړخ ته نه، بلکې د اقتصادي، سیاسي او بشري اړخونو توازن ته هم توجه کوي، په داسې نړۍ کې چې جګړې ډېری وخت د سیاسي اختلافاتو له امله شدت مومي،د نړیوال امنیت وړانديز د دې امکان وړاندې کوي چې د بحرانونو د حل په موخه یو څو اړخیز او غیرتقابلي داسې چوکاټ رامنځته شي، چې په کې خبرې اترې د فشار ځای نیسي. د همدې څو اړخیزې همکارۍ د پراخېدو نښه دا ده چې تر اوسه له ۱۲۰ څخه زیاتو هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو د دې وړاندیز ملاتړ کړی او د چین او نورو هېوادونو ترمنځ له ۱۲۰ څخه ډېر دوه اړخیز او څو اړخیز همکاریز سندونه لاسلیک شوي دي، چې دا د دې ابتکار او وړاندیز نړیوال منل کېدل ښيي.
همدارنګه، د دې وړاندیز بل مهم اړخ دا دی چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د بېباورۍ د کمولو هڅه کوي. د اوسني نړیوال وضعیت یوه لویه ستونزه دا ده چې هېوادونه یو بل ته د شک په سترګه ګوري، چې دا حالت د شخړو د زیاتېدو سبب ګرځي. د GSI له مخې، که امنیت ګډ وبلل شي، نو هېڅ هېواد به د بل هېواد پر ضد د امنیتي ګواښ په توګه عمل ونه کړي. دا نظریه په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره مهمه ده چې د نړیوالو بحرانونو مستقیم اغېز پرې کېږي، ځکه دوی ته د ثبات او همکارۍ یو نوی فرصت برابروي. د دې اصل یوه مهمه عملي بېلګه په ۲۰۲۳ کال کې د چین په منځګړیتوب د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا ټینګېدل وو، چې ویې وښودله خبرې اترې کولی شي د جګړې پر ځای دوامدار امنیت تضمین کړي.
د نړیوالو کړکېچونو لکه د منځني ختیځ د جګړو، د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اختلافاتو، او د نړیوالو قدرتونو د رقابتونو په رڼا کې، د نړیوال امنیت ابتکار د یو نرم ډیپلوماټیک چوکاټ په توګه مطرح کېږي چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د خبرو اترو دروازې پرانیستل دي. که څه هم دا وړاندیز د ټولو ستونزو فوري حل نه شي کېدای، خو د نړیوال سیاست په فضا کې د “سولې د ژبې” د بیا راژوندي کولو هڅه ده. دا په ځانګړي ډول هغه وخت مهمه ده کله چې د نظامي حل لارې ډېرې خطرناکې پایلې لري. د چین له خوا د خوړو امنیت په برخه کې هم دا لیدلوری عملي شوی، ځکه له ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له سازمان سره د همکارۍ له لارې په افریقا کې د زراعتي ټکنالوژۍ په مټ د غنمو او وریجو حاصلات زیات شوي او د قحطۍ خطر کم شوی، چې دا ښيي اقتصادي او غذایي ثبات هم د امنیت بنسټیز اړخ دی.
له بلې خوا، دا وړاندیز د نړیوالو اړیکو په نظام کې د مساواتو او عدالت پر اصل ټینګار کوي، چې دا خپله د شخړو د کمېدو لپاره یو مهم فکټور دی. که نړیوال قدرتونه د یو بل امنیت ته د تهدید پر ځای د ګډ امنیت په سترګه وګوري، نو د جګړو احتمال کمېږي. د چین دا هڅه چې د څو اړخیزې ډیپلوماسۍ له لارې نړیوال ثبات ته وده ورکړي، کولی شي د نړیوالو کړکېچونو د نرمېدو لپاره مهم رول ولوبوي، په ځانګړي ډول په داسې نړۍ کې چې د بېباورۍ فضا ورځ تر بلې پراخېږي. همدا لامل دی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ګي رایډر هم دا وړاندیز د سولې او امنیت د عاجلو نړیوالو ستونزو د حل لپاره اغېزناک بللی او ویلي یې دي چې د یوې بې نظمې نړۍ لپاره دا وړاندیز هیله بښونکی او د ټولو په ګټه دی. دا څرګندونې ښيي چې د نړیوال امنیت وړاندیز یوازې یو سیاسي شعار نه، بلکې د نړیوالو اړیکو د اصلاح لپاره یو عملي او د باور وړ بدیل چوکاټ ګڼل کېږي.


























































