23 °c
Kabul
20 ° جمعه
21 ° شنبه
پنجشنبه, جون 4, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درمنلې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د پنجشېر – تخار سړک رغنیز کارونه شروع شول | پوهاوی‌نیوز 

    د اقلیمي بدلون جدي ګواښونه

    د اقلیمي بدلون جدي ګواښونه

    هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ د غزني په «خواجه‌ عمري» کې ذخیروي بند له اوبو ډک شو | پوهاوی‌نیوز

    هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ د غزني په «خواجه‌ عمري» کې ذخیروي بند له اوبو ډک شو | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۱ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي | پوهاوی‌نیوز

    د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۱ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي | پوهاوی‌نیوز

    د وروستیو ورښتونو له امله ننګرهار کې «چکډېمونه» له اوبو ډک شوي | پوهاوی‌نیوز 

    د وروستیو ورښتونو له امله ننګرهار کې «چکډېمونه» له اوبو ډک شوي | پوهاوی‌نیوز 

    خوست کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي | پوهاوی‌نیوز

    خوست کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي | پوهاوی‌نیوز

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه” | پوهاوی‌نیوز

    “کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه” | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    شلېدلی بوټ

    شلېدلی بوټ

    ماشومان او د لومړۍ ژبې زده‌کړه

    ماشومان او د لومړۍ ژبې زده‌کړه

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    د حسي او احساساتي لیکلو ترمنځ توپیر

    بې مطالعې انسان ته په تمه دامونه

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟

    د شاعرۍ درې وجهې/ دوکتور اجمل ښکلی

    د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌

    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه سیاست تحلیل

د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

POHAWAI Media by POHAWAI Media
جون 4, 2026
in تحلیل, سیاست
0 0
0
د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي
0
خپرول
0
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره: ولي الهام            

په وروستيو کلونو کې د نړۍ د انرژۍ د جوړښت د بدلون موضوع د نړيوال اقتصاد، چاپېريال ساتنې او دوامدار پرمختګ له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده. د صنعتي پرمختګ له پيل راهيسې ډېری هېوادونه پر ډېرو سکرو، نفتو او طبيعي ګازو متکي وو، خو د دغو سون توکو پراخ استعمال د اقليمي بدلون، د هوا د ککړتيا او د چاپېريالي ستونزو د زياتېدو سبب شو. په همدې لړ کې چين د نړۍ د دويم ستر اقتصاد په توګه دا درک کړه چې د اقتصادي ودې تر څنګ بايد د چاپېريال ساتنې او د انرژۍ د دوامدار تأمين لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي. له همدې امله يې په تېرو دوو لسيزو کې د پاکې او بيا کارېدونکې انرژۍ د پراختيا لپاره پراخې پانګونې او ستراتيژيکې تګلارې عملي کړې دي. نن ورځ چين د لمريزې او بادي انرژۍ په برخه کې د نړۍ مخکښ هېواد ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه د چين په لوېديځو او شمالي صحرايي سيمو کې د سترو لمريزو او بادي برېښناکوټونو جوړېدل د نړۍ پام ځان ته اړولی دی. هغه بهرنۍ خبرياله چې په دې وروستيو کې د لمريزې انرژۍ پر يوه ستره پروژه حيرانه شوې وه، په حقيقت کې د چين د شين بدلون د سترې لاسته راوړنې يوه کوچنۍ بېلګه يې ليدلې ده. چين په هغو سيمو کې چې پخوا يوازې د شګو پراخې دښتې وې، اوس د زرګونو ميګاواټه برېښنا د توليد مرکزونه جوړ کړي دي. دغه پروژې نه يوازې پاکه انرژي توليدوي، بلکې د سيمه‌ييز اقتصاد د ودې، د کارموندنې د زياتوالي او د چاپېريالي توازن د ښه والي سبب هم ګرځي.

د چين د برياليتوب يو مهم راز د اوږدمهاله پلان جوړونې او دوامدارې پانګونې تګلاره ده. چين د شنو انرژيو پراختيا يوازې د يوه چاپېريالي شعار په توګه نه ده تعقيب کړې، بلکې دا يې د ملي پرمختګ د ستراتيژۍ يوه مهمه برخه ګرځولې ده. حکومت د لمريزو تختو، بادي توربينونو، برېښنايي وسايطو، د انرژۍ د زېرمه کولو سيستمونو او ځیرکو برېښنايي شبکو په برخه کې پراخ ملاتړ کړی دی. د همدې ملاتړ له امله چين نن د نړۍ د لمريزو تختو تر ټولو لوی توليدوونکی هېواد دی او د شنو ټکنالوژيو د پراختيا په برخه کې مخکښ رول لري. بل مهم ټکی دا دی چې چين يوازې د انرژۍ د توليد پر زياتوالي تمرکز نه دی کړی، بلکې د انرژۍ د مصرف په جوړښت کې يې هم بدلون راوستی دی. د برېښنايي موټرو د استعمال پراختيا، د عامه ترانسپورت برېښنايي کول، د انرژۍ د سپما پروګرامونه او د صنعتي توليداتو د اغېزمنتيا لوړول هغه ګامونه دي، چې د انرژۍ د مصرف د عصري کېدو او د ککړتيا د کمېدو سبب شوي دي. نن ورځ په چين کې ميليونونه برېښنايي موټر کارول کېږي او دا هېواد د برېښنايي وسايطو په نړيوال بازار کې تر ټول مخکښ دی. دا کار د نفتي سون توکو پر وارداتو د تکيې کمولو او د شنو انرژيو د پراخ استعمال لامل شوی دی.

د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه د چين د انرژۍ د پاليسۍ بله مهمه برخه ده. چين څو ځله اعلان کړی چې غواړي د کاربن د اخراج کچه په تدريجي ډول راکمه کړي او د اوږدمهاله پرمختيايي اهدافو په چوکاټ کې د شنې ودې ماډل پياوړی کړي. که څه هم چين لا هم د نړۍ له سترو صنعتي هېوادونو څخه دی او د انرژۍ تقاضا يې ډېره لوړه ده، خو د پاکې انرژۍ په برخه کې د دې هېواد پانګونې او لاسته راوړنې د نړيوال شين بدلون لپاره مهمه ونډه ګڼل کېږي. د نړۍ ډېری شنونکي په دې باور دي، چې د چين له ګډون پرته به د اقليمي بدلون پر وړاندې نړيوالې هڅې بشپړې بريالۍ نه شي. همدارنګه چين د شنو ټکنالوژيو د ارزانه کولو په برخه کې هم مهم رول لوبولی دی. پخوا لمريزې تختې او بادي تجهيزات نسبتاً ګران وو او ډېری مخ پر ودې هېوادونو يې د پېرلو توان نه درلود. خو د چين د پراخ توليد او صنعتي پرمختګ له امله د دغو وسايلو بيې راټيټې شوې او اوس ګڼ هېوادونه کولی شي د پاکې انرژۍ له ټکنالوژۍ ګټه واخلي. په همدې توګه چين نه يوازې د خپل هېواد د انرژۍ جوړښت بدل کړی، بلکې د نړۍ د انرژۍ د لېږد او بدلون په بهير کې هم يو مهم محرک ځواک ګرځېدلی دی.

له بلې خوا، د چاپېريال ساتنې په برخه کې د چين هڅې هم د يادونې وړ دي. په تېرو کلونو کې د ځنګلونو د پراختيا، د دښتو د مهارولو، د اوبو د سرچينو د ساتنې او د شنو ښارونو د جوړولو پروګرامونو د پام وړ پايلې لرلې دي. چين د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ونو د کرلو تر ټولو ستر پروګرامونه يې پلي کړي دي. دا اقدامات د هوا د ککړتيا د کمولو، د خاورې د تخريب د مخنيوي او د اقليمي بدلون د اغېزو د راکمولو په برخه کې مهم رول لوبوي. له همدې امله، د انرژۍ د نامعقوله او دوديز جوړښت د بدلولو لپاره د چين هڅې د ستاينې وړ دي. چين ثابته کړې چې اقتصادي پرمختګ، صنعتي وده او چاپېريالي ساتنه يو له بل سره په ټکر کې نه دي، بلکې د سمو پاليسيو، پانګونې او ټکنالوژۍ په مرسته دواړه په يو وخت کې پرمخ تللی شي. د چين تجربه د نړۍ په ځانګړې توګه د مخ پر ودې هېوادونو لپاره يوه مهمه بېلګه ده چې څنګه کولای شي د انرژۍ امنيت، اقتصادي وده او چاپېريالي مسؤليتونه سره يوځای کړي.

افغانستان د طبيعي سرچينو له پلوه يو بډای هېواد دی، خو د انرژۍ د توليد او چاپېريال ساتنې په برخه کې لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. د هېواد ډېری سيمې د برېښنا له کمښت سره مخ دي او د برېښنا يوه لويه برخه له ګاونډيو هېوادونو څخه واردېږي. سربېره پر دې، په ښارونو کې د ډبرو سکرو، لرګيو او نورو دوديزو سون توکو پراخ استعمال د هوا د ککړتيا سبب شوی دی. په ځانګړې توګه کابل، چې د هېواد تر ټولو لوی ښار دی، د ژمي په موسم کې د هوا له سختې ککړتيا سره مخ وي. دغه ککړتيا د خلکو پر روغتيا، چاپېريال او اقتصادي فعاليتونو منفي اغېز کوي. سره له دې، افغانستان د لمريزې او بادي انرژۍ لپاره غوره طبيعي شرايط لري. د هېواد ډېری سيمې د کال په اوږدو کې د لمر له زياتو وړانګو برخمنې دي او په ګڼو ولايتونو کې د باد مناسبې سرچينې هم شته. د دغو سرچينو اغېزناک استعمال کولی شي افغانستان د انرژۍ له کمښت څخه تر ډېره بريده وژغوري او د چاپېريال ساتنې په برخه کې نوي فرصتونه رامنځته کړي. خو د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره پرمختللې ټکنالوژۍ، پانګونې، مسلکي کدرونو او نړيوالو همکاريو ته اړتيا شته.

په همدې اساس، له چين سره همکاري د افغانستان لپاره يو مهم او ارزښتناک فرصت ګڼل کېږي. چين د شنو انرژيو د پراختيا، د برېښنايي زېربناوو د جوړولو او د چاپېريال ساتنې په برخه کې پراخه تجربه لري. د کمربند او لارې نوښت د دې زمينه برابروي چې افغانستان له چين سره د انرژۍ، ترانسپورت، زېربناوو او چاپېريال ساتنې په برخو کې لا زياتې همکارۍ وکړي. د لمريزو او بادي برېښناکوټونو جوړول، د برېښنا د لېږد شبکو پراخول او د انرژۍ د زېرمه کولو سيستمونو رامنځته کول هغه برخې دي،چې دواړه هېوادونه پکې ګډ کار کولی شي. چين کولی شي له افغانستان سره خپلې تخنيکي تجربې شريکې کړي او افغان انجنيران، تخنيکران او متخصصين وروزي. د بشري ظرفيتونو لوړول د هر ډول پرمختيايي پروژې لپاره بنسټيز اهميت لري. که افغان ځوانان د شنو انرژيو، چاپېريال ساتنې او عصري ټکنالوژيو په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي، نو هېواد به په راتلونکو کلونو کې وکولای شي د انرژۍ په برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي او د بهرنيو مرستو اړتيا به را کمه کړي.

د چاپېريال ساتنې په برخه کې هم د چين تجربې د افغانستان لپاره ګټورې پرېوتلای شي. چين د هوا د ککړتيا د کنټرول، د ځنګلونو د پراختيا، د دښتو د مهارولو او د شنو ښارونو د جوړولو په برخو کې د پام وړ برياوې ترلاسه کړې دي. افغانستان چې د اقليمي بدلون له جدي اغېزو لکه وچکالۍ، د اوبو کمښت او د ځمکو له تخريب سره مخ دی، کولی شي له دغو تجربو څخه ګټه واخلي. د ګډو څېړنيزو پروګرامونو، تخنيکي همکاریو او چاپېريالي پروژو له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پياوړې شي. سربېره پر دې، د شنو انرژيو پراختيا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره هم مهم فرصتونه رامنځته کولی شي. د انرژۍ د توليد زياتوالی به د صنعتي فعاليتونو، کرنې، کانونو او کوچنيو کاروبارونو د پراختيا سبب شي. کله چې ارزانه او دوامداره برېښنا موجوده وي، نو پانګونه زياتېږي، کاري فرصتونه رامنځته کېږي او د خلکو د ژوند کچه لوړېږي. په همدې توګه، د انرژۍ او چاپېريال په برخه کې همکاري يوازې يو تخنيکي موضوع نه ده، بلکې د اقتصادي پرمختګ او ټولنيزې هوساينې له موضوعاتو سره هم مستقيم تړاو لري.

په ټوله کې زما په اند افغانستان او چين کولی شي د شنو انرژيو، چاپېريال ساتنې او اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يو بل ته نږدې او اغېزناک شريکان جوړېدای شي. چين د تجربې، ټکنالوژۍ او پانګونې وړتيا لري، او افغانستان د طبيعي سرچينو او پراخو فرصتونو خاوند دی. که دواړه هېوادونه په متقابل احترام او پر ګډو ګټو ولاړه همکاري لا پياوړې کړي، نو نه يوازې به د افغانستان د انرژۍ او چاپېريال ستونزې تر يوه بريده حل شي، بلکې د سيمه‌ييزې همکارۍ او دوامدار پرمختګ لپاره به هم يو مثبت مثال رامنځته شي. له همدې امله د چين تجربې او لاسته راوړنې د افغانستان لپاره يو ارزښتناک الهام او عملي فرصت ګڼل کېدای شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري به د شين، پاک او سوکاله راتلونکي د جوړولو په لور يو مهم ګام وي.

ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    جون 4, 2026
    شلېدلی بوټ

    شلېدلی بوټ

    مې 17, 2026
    ماشومان او د لومړۍ ژبې زده‌کړه

    ماشومان او د لومړۍ ژبې زده‌کړه

    مې 17, 2026
    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درمنلې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    تورغونډۍ روغتیايي مرکز کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه | پوهاوی‌نیوز

    مې 6, 2026

    وروستي خپاره شوي

    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    جون 4, 2026
    شلېدلی بوټ

    شلېدلی بوټ

    مې 17, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved