17 °c
Kabul
18 ° دوشنبه
17 ° سه شنبه
یکشنبه, اکتوبر 11, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    فراه کې د څه باندې ۶۱ کیلومتره سړک قیر کولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فراه کې د څه باندې ۶۱ کیلومتره سړک قیر کولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار – هلمند دویم لین سړک جوړولو چارې جریان لري | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار – هلمند دویم لین سړک جوړولو چارې جریان لري | پوهاوی‌نیوز

    نیمروز کې ۴۲ ټُن غیرمعیاري سولر مسترد شول | پوهاوی‌نیوز

    نیمروز کې ۴۲ ټُن غیرمعیاري سولر مسترد شول | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د معیاري سړې خونې د جوړولو چارې به ژر بشپړې شي | پوهاوی‌نیوز

    هرات کې د معیاري سړې خونې د جوړولو چارې به ژر بشپړې شي | پوهاوی‌نیوز

    د کونړ مناګي برېښنا بند د ۸۳ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي | پوهاوی‌نیوز

    د کونړ مناګي برېښنا بند د ۸۳ میلیون افغانیو په لګښت رغول کېږي | پوهاوی‌نیوز

    د اریانا یوې الوتکې له ترمیم وروسته بریالۍ ازمایښتي الوتنه وکړه | پوهاوی‌نیوز

    د اریانا یوې الوتکې له ترمیم وروسته بریالۍ ازمایښتي الوتنه وکړه | پوهاوی‌نیوز

    خلیلزاد له «ملا عبدالغني برادر» سره پر اقتصادي وضعیت غږېدلی | پوهاوی‌نیوز

    خلیلزاد له «ملا عبدالغني برادر» سره پر اقتصادي وضعیت غږېدلی | پوهاوی‌نیوز

    د ګلباغ سړک د دویمې برخې دویمه طبقه قیر چارې جریان لري | پوهاوی‌نیوز 

    د ګلباغ سړک د دویمې برخې دویمه طبقه قیر چارې جریان لري | پوهاوی‌نیوز 

    د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو هڅې؛ د ټرمپ استازو له «زلنسکي» سره کتلي | پوهاوی‌نیوز

    د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو هڅې؛ د ټرمپ استازو له «زلنسکي» سره کتلي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    د انرژۍ د شین بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین تجربې د افغانستان لپاره فرصتونه  برابر کړي دي

    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    نړیوال امنیت؛ د چین له لیدلوري د سولې موثره ثابته شوې نقشه

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    هرمز تنګی ولې مهم دی؟

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    ادب نوبل ګټونکې ان کارسن رښتیا هم روایت ماتونکې لیکواله ده؟

    ادب نوبل ګټونکې ان کارسن رښتیا هم روایت ماتونکې لیکواله ده؟

    د لنډې کيسې لپاره سوژه څنګه پیدا کړو؟

    په لیکوالۍ کې څلور کوچنۍ خو مهمې نکتې

    ښوونه روزنه او فیوچرېزم

    ښوونه روزنه او فیوچرېزم

    ښوونه روزنه او  پراګماتېزم

    ښوونه روزنه او  پراګماتېزم

    د لنډې کيسې لپاره سوژه څنګه پیدا کړو؟

    د لنډې کيسې لپاره سوژه څنګه پیدا کړو؟

    هندواڼه | لنډه کیسه

    ښوونه روزنه او سوریالېزم

    ښوونه روزنه او سوریالېزم

    په مقاله‌لیکنه کې شپږ مهمې نکتې

    په مقاله‌لیکنه کې شپږ مهمې نکتې

    لیکوالۍ ته باید څه ډول دوام ورکړو؟

    لیکوالۍ ته باید څه ډول دوام ورکړو؟

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    ولې ځینې خلک د نورو پر پرمختګ غوسه کېږي؟ | احسان الله کریمي

    ولې ځینې خلک د نورو پر پرمختګ غوسه کېږي؟ | احسان الله کریمي

    «د مطالعې اغېز» | ژباړه: طارق تسل

    «د مطالعې اغېز» | ژباړه: طارق تسل

    راځئ چې ورکه انګیزه ومومو

    راځئ چې ورکه انګیزه ومومو

    نړیواله مناظره – ایا باید همدا اوس د انسان‌نما (هیومانوېډ) روبوټونو هرکلی وکړو؟

    نړیواله مناظره – ایا باید همدا اوس د انسان‌نما (هیومانوېډ) روبوټونو هرکلی وکړو؟

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    یو خوب وي، چې رښتیا شي

    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    د بریا په اړه د پوهانو ارزښتمنې خبرې

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    ولې د اسمان رنګ شین (ابي) دی؟

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    فرصتونه؛ د بریا پټې دروازې

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    چاپېریال/ محیط زیست/ Environment

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result

POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

ادب نوبل ګټونکې ان کارسن رښتیا هم روایت ماتونکې لیکواله ده؟

POHAWAI Media by POHAWAI Media
اکتوبر 11, 2026
in ادبیات, لیکوالي
0 0
0
ادب نوبل ګټونکې ان کارسن رښتیا هم روایت ماتونکې لیکواله ده؟
0
خپرول
2
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ګل رحمن رحماني

د نوبل ګټونکو ادبیانو په اړه یو بل معمول دا دی چې د ګټې له اعلان سره سم روغې او سمې خبرې ورپسې تړل کېږي او تر ټولو بده یې لا دا چې د کار او ادبي فعالیت ټول منفي اړخونه یې هم د خلکو له ذهنه وځي، ځکه فکر کېږي چې نوبل ګټونکي ادیبان په حقیقت کې هېڅ خامۍ نه لري او ټول اثار یې ګني کمال ته رسېدلي دي.

د ادبیاتو نوبل د سږ کال ګټونکې اغلې ان کارسن هم همداسې ده. ما چې په کورنیو او نړیوالو رسنیو کې د هغې په اړه تر اوسه پورې خپاره شوي مطالب خپاره کړي دي، ټول ورته تقریبا د سویډن اکاډمۍ له لیده کتلی او خپله لیکواله یې د هغې په اثارو کې نه ده کتلې، زه هم شاید له همدې لیدلورو ډېره متفاوته خبره ونه لرم، خو یو څه چې د خپل  ناچاپ اثر (نوبل ګټونکي ادبیان) پر بنسټ یې کوم، دا دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د نوبل جایزې د سیاسي ملاحظاتو قرباني دي، خپله په سویډن اکاډمي کې له وروستیو جنسي رسواییو او فسادونو وروسته د ښځینه ګټونکو بخت هم خلاص شوی دی او د کمېټي فکر کوي چې له دې لارې به ښځو ته د درناوي په پار اکاډمي خپل پخوانی حثیت بېرته تر لاسه کړي.

کاناډايي لیکواله او د ژبو ښوونکې له تېرو پنځو کلونو کې نوبل ته له احتمالي کاندیدانو څخه وه، خو ایله سږ کال ورباندې د ګټنې زېری وشو او ځکه خو یې ګټنه ډېره د توقع خلاف هم نه بلل کېږي. د سویډن اکاډمۍ وویل، ۷۶ کلنه کارسن «د هغې زړور او نوښتګر ادبي ټولګه، چې له کلاسیک دود سره په لوبیزه او نوې مکالمه کې ده، د معاصر ادبیاتو لپاره یې نوې بڼې رامنځته کړې دي.» دا چې نوبل کمېټه د هر کابل ګټونکی ادیب د هغه د سبکي او شخصیتي ځانګړنو له منځه په یوه متفاوته او جلا ځانګړنه د جایزې لپاره غوره کوي، په رسمي ډول د کارسن لپاره همدا د ګټې دلیل دی، خو پوښتنه دا ده چې ایا په نړیوالو ادبیاتو کې رښتیا هم دا کوم نوی کار دی او چا تر دې دمه نه دی کړی؟

که له نړۍ تېر شو خپله په کاناډا کې هم د هغې ګڼ هم عصره لیکوال شته چې زوړ روایت یې مات کړی دی، په اروپا او شرقي ادبیاتو کې یې بېلګې خورا زیاتې دي. دا چې لیکواله له لرغوني یونان فرهنګ او ژبې سره اشنايي لري او د همدې پر مټ یې هم پخوانی ادب او فرهنګ لوستی او هم د معاصر ادب او لارو سره اشنا ده، ښايي همدا ځانګړنه د نوبل مسوولینو ته یو څه برات ورکړي، خو بشپړ قناعت نه شي خپلولی. یو ځل بیا به د هغې د ګټنې رسمي دلیل ته تم شو. «د هغې د زړورو او نوښتګرو ادبي اثارو لپاره، چې له کلاسیک ادبي دود سره یې په لوبیزه او خلاقه مکالمه کې د معاصر ادب لپاره نوې بڼې رامنځته کړې دي.»

تر دې دمه ادبي شننونکو د هغې په اړه تبصرو کې ویلي دي:  لیکوالان له خپل «زه» څخه نړۍ ته ګوري، خو ځینې نور هڅه کوي چې همدا «زه» د انسانانو له ګډې تجربې سره وتړي. ان کارسن د همدې دویمې لارې یوه ځانګړې استازې ده. د هغې په شعر او نثر کې شخصي تجربه یوازې د فرد د احساساتو د بیان تر پولې نه درېږي؛ مینه، غم، هیله، غوښتنه او ماتې د انسان د ګډ ژوند، تاریخ او حافظې له پراخو پوښتنو سره نښلي. ښايي همدا ځانګړنه وي چې د کارسن ادبیات له محض شخصي اعتراف څخه اجتماعي او انساني تأمل ته وړي. هغې له کلاسیکو یوناني متنونو، اسطورو او تاریخي حافظې سره په معاصرې ژبې خبرې کړې او هڅه یې کړې چې د یوه انسان کیسه د ډېرو انسانانو د تجربې برخه وګرځوي. د ۲۰۲۶ کال د ادبیاتو نوبل جایزه د همدې زړورې او نوښتګرې ادبي لارې یوه مهمه نړیواله ستاینه ده.

کله چې د ادبیاتو نوبل جایزه یوه داسې لیکواله ته ورکول کېږي چې نوم یې د عامو لوستونکو لپاره ښايي د نورو نوبلیستانو په څېر ډېر اشنا نه وي، نو تر ټولو مهمه پوښتنه دا نه وي چې «هغه څوک ده؟»، بلکې دا وي چې: ولې یې ادبیات د نړۍ د تر ټولو سترې ادبي جایزې وړ وبلل شول؟

کارسن داسې لیکواله ده چې د ادبیاتو دودیزو وېشونو ته په اسانۍ نه غاړې ږدي. د هغې په اثارو کې شعر له نثر سره، اسطوره له معاصر ژوند سره، فلسفه له شخصي تجربې سره او ژباړه له نوې شاعرۍ سره یوځای کېږي. کله چې د هغې یو اثر د ناول په څېر پیل شي، ښايي د شعر بڼه خپله کړي؛ کله چې د شخصي ماتم کیسه کوي، لرغوني متون ورسره خبرې پیل کړي؛ او کله چې یوه کلمه وڅېړي، د هغې له ریښې څخه د تاریخ یوه اوږده لاره را وباسي. همدا ګډوډي نه، بلکې همدا هنري بې‌قراري د ان کارسن د ادبیاتو ځانګړنه ده.

له ټورنټو څخه تر نړیوال ادبي مقامه

ان کارسن په ۱۹۵۰ کال کې د کاناډا په ټورنټو ښار کې زېږېدلې ده. له لرغونې یوناني ژبې او کلاسیکو ادبیاتو سره یې مینه له ځوانۍ پیل شوه او وروسته یې د ټورنټو په پوهنتون کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ او د کلاسیکو ادبیاتو په برخه کې یې دوکتورا تر لاسه کړه.د هغې علمي روزنه د هغې له شاعرۍ څخه هېڅکله جلا نه شوه. برعکس، د لرغوني یونان شاعران، اسطورې، فلسفه او ژبه د هغې د ادبي نړۍ له بنسټیزو ستنو څخه وګرځېدل، خو کارسن د کلاسیکو ادبیاتو له میراث سره د یوه لرغون‌پوه په څېر چلند نه کوي چې یوازې یې د تېر وخت پاتې شوني راټول کړي. هغه له لرغوني متن سره خبرې کوي، پوښتنې ترې کوي او بیا یې د معاصر انسان د ژوند په ژبه راژوندی کوي.د هغې لپاره یوناني اسطوره یوازې د زرګونو کلونو پخوانۍ کیسه نه ده؛ هغه د مینې، یوازیتوب، غوښتنې، هویت، مرګ او فقدان لپاره یوه ژبه ده.

معاصره اسطوره

د ان کارسن له مشهورو اثارو څخه «د سور رنګ ژوندلیک» دی؛ یو منظوم ناول چې په ۱۹۹۸ کال کې خپور شو. په دې اثر کې کارسن د لرغوني یونان له یوې اسطوري څېرې، ګریون، څخه الهام اخلي او هغه د یوې معاصرې کیسې مرکزي شخصیت ګرځوي. ګریون، چې په پخوانۍ اسطوره کې یو وېروونکی او څو سرونه لرونکی موجود دی، د کارسن په روایت کې یو حساس ځوان دی چې له مینې، غوښتنې، حسد، یوازیتوب او ځان‌پېژندنې سره مخ کېږي.

د کارسن اصلي نوښت دلته څرګندېږي: هغه اسطوره نه تکراروي، بلکې بیا یې تصور کوي.

لرغونی شخصیت له خپل تاریخي وخت څخه راوباسي، معاصر ژوند ته یې راولي او د ننني انسان له احساساتو سره یې مخامخ کوي. په دې توګه، د زرګونو کلونو پخوانۍ کیسه ناڅاپه د نن ورځې د لوستونکي د ژوند یوه برخه ګرځي.

د شعر او نثر وېش

د کارسن د ادبیاتو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه د شعر او نثر تر منځ کلک دیوال نه مني. د هغې «د سور رنګ ژوندلیک» د ناول په توګه وړاندې کېږي، خو د شعر له ژبې او وزن سره پر مخ ځي. په همدې ډول د هغې نور اثار هم د یوه ځانګړي ژانر په چوکاټ کې نه پاتې کېږي. د «د مېړه ښکلا» په نوم اثر یې د واده، مینې، خیانت او غوښتنې کیسه ده، خو دا کیسه یې په دودیزو فصلونو او عادي روایت کې نه ده راوړې. کتاب په نهه‌ویشتو «تانګو»ګانو جوړ شوی دی، دا انتخاب تصادفي نه دی. تانګو د دوو کسانو د نږدېوالي، کشمکش، جذبې، واټن او بیا نږدې کېدو نڅا ده. کارسن د واده د اړیکې د بیان لپاره همدا حرکت غوره کوي.په دې توګه د کتاب بڼه یوازې د کیسې پوښ نه دی؛ بڼه خپله د کیسې یوه معنا ګرځي.

دا د کارسن د ادبي فکر یو مهم اصل دی: که د موضوع د بیان لپاره دودیز فورم مناسب نه وي، باید نوی فورم پیدا شي، ژبه د کارسن د ادبیاتو اصلي ډګر دی، ځکه ورته د هغې د ادبي دنیا بل مهم اړخ ویلی شو، همدا ژبه ده چې ورسره د لیکوال متفاوت چلند د سبکي ځانګړنې اېجاد ته کړکۍ پرانېږي، هغه د کلمو اوسني مفهوم ته بسنه نه کوي؛ د کلمو ریښې، تاریخي بدلونونه او پخوانۍ معناوې هم څېړي.د هغې لپاره یوه کلمه یوازې د اوسني استعمال وسیله نه ده؛ یوه کلمه د تاریخ یوه کوچنۍ خزانه ده.کله چې کارسن یوه لرغونې کلمه رااخلي، د هغې شاته د معناوو څو پخوانۍ طبقې هم را وباسي، له همدې امله د هغې لیکنه کله ناکله د شاعرۍ او ژبپوهنې ترمنځ حرکت کوي.

دا ځانګړنه له ژباړې سره هم ژوره اړیکه لري، کارسن د لرغوني یونان د شاعرانو او لیکوالانو ژباړې کړې دي. خو د هغې لپاره ژباړه یوازې دا نه ده چې د یوه متن کلمې له یوې ژبې بلې ته واړول شي. ژباړه د یوې ورکې نړۍ د بیا موندلو هڅه ده.

سافو؛ د نیمګړې شاعرۍ بشپړ ځواک

د لرغونې یونانۍ شاعرې سافو له اثارو سره د کارسن اړیکه د هغې د ادبي فکر یوه روښانه بېلګه ده.د سافو د شعرونو ډېره برخه د تاریخ په اوږدو کې له منځه تللې او له هغې څخه یوازې ټوټې او نیمګړې کرښې پاتې دي.کارسن د دغو پاتې ټوټو ژباړه کړې او په یوه مهم اثر کې یې راټولې کړې دي، خو د سافو نیمګړتیا د کارسن لپاره یوازې یوه تاریخي ستونزه نه ده. برعکس، همدا نیمګړتیا د هغې د شاعرۍ د ښکلا برخه ګرځي، یوه نیمګړې جمله، یوه ورکه کرښه او یوه ناتمامه مفکوره لوستونکي ته د تصور لپاره ځای پرېږدي، کارسن په خپلو اثارو کې هم ډېر ځله له همدې تشې سره کار کوي. د هغې په ادبیاتو کې هغه څه چې نه ویل کېږي، د هغه څه په څېر مهم دي چې ویل کېږي.

«نوکس»؛ کله چې ماتم د کتاب بڼه خپله کړي

د کارسن له تر ټولو ځانګړو اثارو څخه یو «نوکس» دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې خپور شو.  دا اثر د هغې د ورور د مړینې له تجربې سره تړاو لري، خو کارسن د هغه لپاره دودیز یادښت یا عادي مرثیه نه ده لیکلې.تاب د یوه صندوق په څېر جوړ شوی او دننه یې اوږد متن، عکسونه، لیکونه، یادښتونه او ژباړې ځای پر ځای شوي دي. د کتاب بڼه د اکارډیون په څېر پرانېستل کېږي او لوستونکی اړ کېږي چې متن په یوه عادي کتاب کې د پاڼو د اړولو پر ځای په فزیکي توګه وغځوي. د دې بڼې تر شا ژوره معنا پرته ده، کله چې یو انسان مړ شي، د هغه بشپړ حضور نور زموږ په لاس کې نه پاتې کېږي. یوازې ټوټې پاتې کېږي: یو عکس، یو لیک، یوه جمله، یوه خاطره، یو ځای او یوه نېټه.کارسن هم د خپل ورور د یاد د راټولولو لپاره له همدې ټوټو کار اخلي؛ نو د «نوکس» بڼه خپله د حافظې او ماتم استازیتوب کوي.

لرغونې شاعري او معاصره لاروۍ

په «نوکس» کې کارسن د لرغوني رومي شاعر کاتولوس یوه مرثیه هم رااخلي چې د خپل مړه شوي ورور په اړه یې لیکلې وه، په دې توګه دوه زمانې سره مخامخ کېږي، یو شاعر چې زرګونه کاله مخکې یې خپل مړ ورور یاداوه، او یوه معاصره ښځه چې د خپل ورور له مړینې سره مخ ده، د دواړو ترمنځ پېړۍ پرتې دي، خو د فقدان احساس ورته دی، دا د کارسن د کلاسیک‌پالنې تر ټولو ژوره معنا ده: هغه لرغوني متنونه یوازې ځکه نه رااخلي چې زاړه او ارزښتناک دي، بلکې ځکه چې ځینې انساني تجربې د وخت له تېرېدو سره نه زړېږي، مرګ، مینه، حسرت، یوازیتوب او د یوه له لاسه تللي انسان یاد د لرغوني او معاصر انسان ترمنځ ګډه ژبه جوړوي.

د شخصي تجربې له پولې هاخوا

د کارسن په لیکنو کې شخصي تجربه ډېره ده، خو هغه یوازې د خپل ځان په اړه نه لیکي، مینه، واده، کورنۍ، ماتم، هویت او یوازیتوب د هغې په اثارو کې شته؛ خو دا موضوعات ډېر ژر له تاریخ، اسطورې او فلسفې سره نښلي، د یوه انسان شخصي درد د یوه لرغوني شاعر له درد سره یوځای کېږي، د یوې اړیکې ناکامي د یوناني اسطورې له یوه شخصیت سره خبرې پیلوي، یوه کلمه د څو زرو کلونو تاریخ راژوندی کوي، په دې توګه شخصي تجربه له خپل محدود ځایه وځي او د انسان د عمومي تجربې پوښتنه ګرځي، همدا وجه ده چې د کارسن لیکنې، سره له دې چې ډېرې شخصي ښکاري، یوازې شخصي نه پاتې کېږي.

د کارسن کتابونو کې شته پېچلتیاوې

د کارسن ادبیات د هر لوستونکي لپاره اسانه نه دي، د هغې په کتابونو کې کلاسیک ادبیات، فلسفه، ژباړه، اسطوره، شخصي خاطره او شاعرانه ژبه یوځای راځي. لوستونکی کله ناکله اړ کېږي چې د یوې لنډې جملې تر شا د تاریخ او ادبیاتو اوږده شالید ومومي، خو د هغې ستونزمنوالی یوازې د معلوماتو له ډېرښت څخه نه راولاړېږي، اصلي لامل دا دی چې کارسن لوستونکي ته تل هغه اسانتیا نه ورکوي چې دودیز داستان یې ورکوي، په یوه عادي ناول کې موږ پوهېږو چې کرکټر څوک دی، څه پېښ شوي او وروسته څه کېږي، خو د کارسن په اثارو کې روایت کله ناکله ټوټه ټوټه وي؛ یوه خاطره ناڅاپه د یوې اسطورې تر څنګ راځي، یوه ژباړه د شخصي یاد تر څنګ درېږي او یوه فلسفي پوښتنه د عادي ورځني حالت له منځه راووځي، خو دا بې‌نظمي تصادفي نه ده، کارسن غواړي لوستونکی یوازې د کیسې اورېدونکی نه وي؛ هغه غواړي لوستونکی د معنا په جوړولو کې شریک شي.

«ناسم نورما»؛ د ذهن په څېر پاشلی روایت

د کارسن له وروستیو اثارو څخه «ناسم نورما» هم د هغې د لیکوالۍ دا ځانګړنه روښانه کوي، په دې اثر کې بېلابېلې نثري او شاعرانه ټوټې راغلې دي چې موضوعات یې له ادبیاتو او فلسفې څخه تر شخصي خاطرو او ورځني ژوند پورې غځېږي، په لومړي نظر کې ښايي د دې ټوټو ترمنځ اړیکه کمزورې ښکاره شي، خو د کارسن د لیکنې منطق باید د دودیز داستان په څېر ونه لوستل شي، ځکه انسان هم تل په مستقیمه کرښه فکر نه کوي. یوه خاطره بله خاطره راژوندۍ کوي، یوه کلمه یوه پخوانۍ پېښه راپه یادوي، یوه څېره له یوې اسطورې سره تړل کېږي او یوه عادي تجربه ناڅاپه فلسفي پوښتنه زېږوي، کارسن هڅه کوي چې د ذهن همدې ټوټه ټوټه حرکت ته ادبي بڼه ورکړي.

له کلاسیکو متونو سره لوبه

د سویډن اکاډمۍ د کارسن د ستاینې پر مهال له کلاسیک ادبي دود سره د هغې د «لوبیزې اړیکې» یادونه کړې ده، دا لوبه د کلاسیکو متونو سپکاوی نه دی، برعکس، کارسن ځکه له پخوانیو متنونو سره دومره ازاده اړیکه جوړولای شي چې د هغو له ژبې، تاریخ او جوړښت سره ژوره بلدتیا لري، هغه یوناني اسطوره را اخلي، خو د هغې پر وړاندې یوازې سر ټیټوي نه؛ پوښتنې ترې کوي، سافو ژباړي، خو د هغې پاتې ټوټې یوازې نه انتقالوي؛ په هغو کې د معاصر انسان غږ هم لټوي، کاتولوس را اخلي، خو د هغه لرغونې مرثیه د خپل شخصي ماتم په هنداره بدلوي، له همدې امله د کارسن کلاسیک‌پالنه د تېر وخت ستاینه نه ده؛ د تېر او اوسني وخت تر منځ خبرې اترې دي.

د ادبیاتو لپاره د یوې نوې لارې وړاندیز

د کارسن نوبل یوازې د یوه شاعر د اوږده ادبي ژوند ستاینه نه ده؛ دا د معاصر ادب په اړه هم یو ډول دریځ دی، په داسې نړۍ کې چې د کتابونو لپاره روښانه ژانرونه، بازارونه او کټګورۍ غواړي، کارسن د دې برعکس لاره غوره کړې ده، هغې ښودلې چې یو اثر اړ نه دی یوازې ناول وي، شعر اړ نه دی یوازې شعر پاتې شي، ژباړه اړ نه ده چې یوازې دې ژباړه وي، مرثیه اړ نه ده یوازې د یوه مړي یاد وي او اسطوره اړ نه ده یوازې د لرغوني وخت کیسه پاتې شي، د کارسن ادبیات د همدې سرحدونو په ماتولو کې خپل قوت پیدا کوي.

نوبل او کارسن

د ان کارسن د نوبل د ترلاسه کولو تر شا تر ټولو مهمه خبره ښايي دا وي چې هغې د ادبیاتو لپاره نوې موضوعات نه دي یوازې پیدا کړي؛ هغې د هغو د بیان لپاره نوې لارې هم موندلې دي، هغه د دې پوښتنې پر ځای چې «څه ولیکم؟» ورسره بله پوښتنه یوځای کوي: «دا باید څنګه ولیکل شي؟»

که موضوع ماتم وي، ښايي د ماتم لپاره د کتاب دودیزه بڼه بسنه ونه کړي، که موضوع اسطوره وي، ښايي هغه باید له لرغوني وخت څخه را وایستل شي او د معاصر انسان په ژوند کې واچول شي، که موضوع مینه وي، ښايي د ناول پر ځای د تانګو حرکت ورته مناسب وي، که موضوع د یوه لرغوني شاعر نیمګړي شعرونه وي، ښايي د ناتمام متن تشې باید هماغسې پاتې شي، همدا د کارسن د ادبیاتو لوی نوښت دی.

ادبیات چې ځواب نه، پوښتنه وړاندې کو، د ان کارسن په اثارو کې ډېر څه ناتمام پاتې کېږي.خو ناتمام‌والی د هغې لپاره کمزوري نه ده، هغه پوهېږي چې ځینې تجربې د ژبې په وسیله په بشپړه توګه نه شي بیانېدای؛ خو انسان بیا هم هڅه کوي چې خبرې وکړي، د مرګ په وړاندې ژبه ناکافي ده، خو انسان مرثیه لیکي، د مینې پر وړاندې ژبه ناکافي ده، خو انسان شعر وايي، د لرغوني متن د ورکې معنا په وړاندې ژبه ناکافي ده، خو انسان ژباړه کوي او د یوه مړه شوي انسان د بیا موندلو په وړاندې حافظه ناکافي ده، خو انسان عکسونه، لیکونه او یادښتونه راټولوي.

د کارسن د سبک یوه غوره ځانګړنه د پوښتنو د جال خپرول دي، کره کتونکي په دې نظر دي چې کارسن د همدې انساني هڅې لیکواله ده،د هغې اثارموږ ته تل بشپړ ځواب نه راکوي؛ بلکې موږ د پوښتنې په منځ کې ساتي، شاید د هغې د لیکوالۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه همدا وي: هغه د ادبیاتو پولې یوازې نه پراخوي؛ دا پوښتنه هم کوي چې ولې باید ادبیات له پخوا ټاکل شوې پولې ولري.

د لیکوالې دندې او ادبي شالید

 کارسن یوازې شاعره نه ده؛ هغه مقاله‌لیکواله، ژباړونکې، کلاسیکه‌پوهه او د پوهنتون استاد هم پاتې شوې ده. هغې په کاناډا او متحده ایالاتو کې په ګڼو معتبرو پوهنتونونو کې تدریس کړی او د میشیګان پوهنتون په ان آربر کې یې هم د استادې په توګه کار کړی دی. د هغې مسلکي هویت له همدې امله له ادبیاتو او علمي څېړنې دواړو سره تړلی دی. کارسن د لرغوني یوناني ادب د ژبې او متنونو په اړه علمي څېړنه کوي، خو هماغه پوهه بیا په خپلو شاعرانه او ادبي اثارو کې په داسې بڼه کاروي چې د علمي څېړنې او تخلیقي ادب ترمنځ دودیزه پوله نرۍ کوي.

کارسن څه وخت په خپلو اثارو کې را څرګنده شوه؟

د کارسن ادبي سفر په ۱۹۸۶ کال کې د Eros the Bittersweet په خپرېدو سره په جدي ډول راڅرګند شو؛ په دې اثر کې هغې په لرغوني یوناني شعر کې د «ایروس» یا مینې، غوښتنې او کشش مفهوم څېړلی دی. د هغې له مشهورو اثارو څخه Autobiography of Red، Men in the Off Hours او Norma Jeane Baker of Troy دي. هغې د لرغوني یونان د شاعرې سافو او د تراژیدۍ د لیکوالانو سوفوکلس او اوریپیدس اثار هم ژباړلي دي. د کارسن په اثارو کې شعر، نثر، ژباړه، کلاسیکه اسطوره او علمي تأمل یو له بل سره داسې نښلي چې د ادبي ژانرونو دودیزې پولې تر پوښتنې لاندې راولي. ښايي همدا ځانګړنه وي چې د هغې شخصي او فردي تجربې له پراخې انساني حافظې او ګډې تجربې سره تړي.

په پای کې ویلی شو چې د ۲۰۲۶ کال د ادبیاتو نوبل په همدې معنا یوازې ان کارسن ته ورکړل شوې جایزه نه ده؛ دا د هغې ادبي لارې نړیوال اعتراف هم دی. هغې وښودله چې لرغونی متن لا هم د نن ورځې له انسان سره خبرې کولای شي، نیمګړې کیسه لا هم بشپړه ادبي تجربه جوړولای شي، او شعر هغه وخت هم ژوندی پاتې کېدای شي چې د ناول، مقالې، ژباړې او فلسفې له لارې خپل نوی شکل پیدا کړي، دغه کلیوالې د ادبیاتو پخواني دیوالونه نه دي یوازې نړولي؛ هغې لوستونکي ته دا جرئت ورکړی چې د دیوالونو له هاخوا هم ادبیات وویني

ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved