لیکنه: احمدزبیر عمري
–چاپېریال څه ته وايي؟
چاپېریال یوه عمومي اصطلاح ده، چې د هر هغه محیط او ماحوال لپاره کارول کېږي، چېرته چې ژوندي او غېر ژوندي موجودات شتون ولري او یاهم ژوند کوي.
د ساینس له نظره وړاندې ګمان دا وه، چې چاپېریال درې اساسي برخې لري:
١- اتموسفیر(هوا)
٢- لېتوسفیر(ځمکه)
٣- هایدروسفیر(اوبه)
خو د اوسني ساینس پوهانو له نظره چاپېریال د پورته یادو شویو دریو برخو سربېره یو بله برخه هم لري، چې په ټولیز ډول ویلی شو چې چاپیریال څلور برخې تشکیلوي. دوی د اتموسفیر(هوا)، لېتوسفیر(ځمکه) او هایدروسفیر(اوبه) سربېره، بایوسفیر هم د چاپېریال له اساسي اجزاوو بولي.

–بایوسفیر څه ته وايي؟
بایو سفیر د ژوندیو موجودات د ژوند هغې طبقې یا برخې ته ویل کېږي، چې هلته د انسان سربېره ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې وي. که یې په علمي بڼه ووایو: بایوسفیر د هایروسفیر، اتموسفیر او لېتوسفیر د تقاطع برخه ده. معنا داچې په دې برخه کې اوبو، هوا او ځمکې ته لاسرسی شته. دا برخه د انسان سربېره د ډېرو حیواناتو او نباتاتو د ژوند لپاره مناسبه چاپېریال دی.

–ایکوسیستم څه ته وایي؟
ایکوسیستم په یوه ټاکلې محدوده سیمه کې د ژوندیو او غیر ژوندیو موجوداتو د ژوند پروسې او سیستم ته ویل کېږي. لکه په غرونو، ځنګلونو او دښتو کې د موجوداتو د ژوند بڼه او پروسه.
د ایکوسیستم توپیر له چاپېریال سره دا دی چې ایکوسیستم په یوه محدوده سیمه کې د ژوند سیستم څخه بحث کوي، اما چاپېریال یوې پراخې سیمې ته منصوبه اصلاح ده.
د یادولو وړ ده چې، په یو ایکوسیستم کې د ژوندیو او غیرژوندیو موجوداتو ترمنځ د متقابلو اړیکو او اغېزو بحث د ایکولوژي په نوم بل علم تر بحث لاندې راولي.



























































