د ا.ا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا په ۱۸ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د یاد ریاست د اټکل له مخې چې سبا به بلخ، سمنګان، سرپل، غور، بامیان، بادغیس، فاریاب، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، روزګان، پکتیکا، دایکنډي، میدانوردګ، پروان او بغلان ولایتونه د ورښت شاهد وي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې اټکل کېږي.
هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سوېلي، سوېلختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

























































