آیا تاسې هم له هغو خلکو له ډلې څخه یاست چې مطالعه کوئ؛ خو په یاد مو نه پاتې کېږي؟
شيخ سلمان العوده وایي، چې یو ځل مې خپل استاد ته شکایت وکړ، چې یو بشپړ کتاب مې ولوست خو هیڅ مې په ياد پاتي نه دي، نو د دې مطالعې اخر څه ګټه شوه؟
استاد مې راته يوه خرما راکړه او راته یې وویل دا وخوره! خرما مې چې وخوړه؛ نو استاد مې راته وویل: آیا ته د دې خرما په خوړلو سره سمدستي غټ شوې؟
ما ورته وویل: نه!
زیاته یې کړه: که وګورې دا خرما ستا په وجود کې حل کېږي، شاید د خرما یو څه برخه ستا په وزن کې اضافه وکړي، څه برخه یې ستا پوستکی ښه کړي، څه برخه به یې ستا معده او ويښتو ته ګټه ورسوي او یو اندازه به یې ستا د خولې خوند کړي.
نو دا مانا چې هر کتاب چې ته لولې؛ هغه ستا په اندرون کې ويشل کېږي. ځينې برخې يې ستا الفاظ او خبرې ښه کوي، ځينې دې په پوهه او مالوماتو کې اضافه کوي، یوه برخه یې ستا په چلند او اخلاقو کې مثبت تغیر راوړي، ځينې برخې يې ستا د لیکلو طرز ښه کوي؛ خو دا هر څه په داسې شکل صورت نیسي چې ته یې محسوسولی نه شې.














































