د هرات مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د یاد ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې دا معیاري سړه خونه د ۱٫۵ میلیون ډالرو په پانګونې جوړېږي، او په نږدې راتلونکو ورځو کې به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د مسوولینو په وینا چې دا سړه خونه په څلور زره متره مربع ځمکه کې جوړه شوې او د شاوخوا درې زره ټنه مېوو، سبزیجاتو، غوښې، درملو او نورو خوراکي توکو د ساتلو ظرفیت لري.
د هرات ولایت مقام همداراز لیکلي چې یاده سړه خونه پنځه د ساتنې خونې لري او د جوړولو پر مهال یې د خوراکي توکو د کیفیت ساتنې لپاره اړین معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو او د بزګرانو د حاصلاتو د کال په ټولو موسمونو کې د ساتنې لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم رول ولري.


























































