د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د کونړ ولایت د مناګي برېښنا بند د بیارغونې پروژه منظور شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې چې د دغه بند د بیارغونې په چارې به شاوخوا ۸۳ میلیون افغانۍ مصرف شي.
د معلوماتو له مخې، مناګي برېښنا بند د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا تولیدولو ظرفیت لري او د بیارغونې چارې به یې په ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.
په خبرتیا کې راغلي چې د پروژې له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ له تولیدېدونکې برېښنا څخه ګټه واخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت همداراز ویلي د مناګي برېښنا بند د بیارغونې پروژه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د ۱۴۰۵ کال د سنبلې لومړۍ نېټې غونډې کې منظور شوې ده.
د یادې پروژې پلي کېدل به د کونړ په برېښنايي ظرفیت کې د زیاتوالي ترڅنګ، د سیمې د زرګونو کورنیو لپاره د برېښنا د لاسرسي په برخه کې هم زمینه برابره کړي.


























































